تاند- وسله وال طالبان وايي چې د غورماچ ولسوالي یې لا هم په کنټرول کې ده.

د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن /دوشنبه/ وویل چې نه یوازې غورماچ ولسوالي یې په کنترول کې ده بلکې طالبانو تېره شپه د فاریاب ولایت پر مرکز میمنې ښار هم برید وکړ.

د فاریاب چارواکي پر میمنې ښار د طالبانو د تېرې شپې حمله تاییدوي خو وايي چې طالبانو ته په دې حمله کې سخته مرګ ژوبله واوښته.

د فاریاب امنیه قومانداني وویل چې طالبانو د میمنې ښار پر هوايي ډګر او د اردو پر اډې، همداراز پر قیصار او شیرین تګاب ولسوالیو بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له لوري نه یوازې په شا وتمبول شول بلکې درنې مرګ ژوبلې هم ورواړول شوې.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي وايي چې شاهدانو لږترلږه د ۱۱ طالبانو مړي لیدلي او ویل کېږي چې ۱۶ نور طالبان ټپیان شوي دي.

پرون د فاریاب امنیه قوماندانۍ ادعا کړې وه چې غورماچ ولسوالي یې بېرته نیولې ده.

نن د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله د کابینې په غونډه کې وویل چې جنرال عبدالرشید دوستم دې ولسوالۍ ته روان و چې د طالبانو له لوري پرې برید وشو او برسېرن ټپي شو.

دوستم رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې د ده ۲ ساتونکي وژل شوي دي خو ځیني سرچینې وايي چې د جنرال دوستم ۵ ساتونکي وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *