تاند- افغان ا منیتي چارواکي وايي چې ځواکونو یې په غزني ولایت کې ډېره اندازه ایرانۍ وسلې او مهمات موندلي دي.

د غزني امنیه قوماندان غلام داوود تره خېل نن /شنبه/ رسنیو ته وویل چې دا وسلې یې غزني ښار ته نژدې په یوه کور کې وموندلې.

تره خېل وویل چې اکثره کشف شوې وسلې ایرانۍ دي خو ځینې نورې وسلې هم د هغو په منځ کې شته.

«کشف شوې وسلې بیخي نوې دي او له ایران څخه راوړل شوي دي.»

د غزني د امنیه قوماندان په وینا د کور خاوند په تېښته بریالی شوی خو پولیسو یو بل تن په دې تړاو نیولی دی.

په غزني کې افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د طالبانو پر ضد هوايي او مځکني عملیات زیات کړي او ادعا کېږي چې په لړ کې یې په لسګونه طالبان وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *