د لوګر امنیه قومنداني

تاند- افغان امنیتي ځواکونو په لوګر ولایت کې د برمته ګرو له منګولو ۳ یرغمل خوشي کړل او څلور لا هم د برمته ګرو له لوري برمته دي.

د لوګر والي محمد حلیم فدايي پرون /یکشنبه/ خبریالانو ته وویل، وسله والو یاغیانو د لوګر ولایت د مرکز پُل علم په لمنه کې د ماین پاکۍ د موسسې اووه موټرچلوونکي او د هغوی وسایل وتښتول.

ده همداراز وویل، له پېښې وروسته پرون د ابچکان په سیمه کې د ملي امنیت د ریاست ځواکونو عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې درې تنه موټرچلوونکي له پنځو موټرو سره وموندل شول، خو څلور موټر چلوونکي لا هم بې درکه دي.

ده دا هم وویل چې د دې پېښې په تړاو ۹ تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.

د امنیتي ځواکونو لاس ته د وسله والو تښتونکو څلور پاتې شوي موټرسایلونه هم ورغلي دي.

د لوګر والي ښاغلي فدايي دا هم وویل چې امنیتي ځواکونه لا هم هڅه کوي چې ۴ تنه نور برمته کسان ومومي.

تراوسه پوري کومې ډلې د ماین پاکانو د موټرونو او د هغو د چلوونکو د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو امنیتي ځواکونه وايي چې دا کار وسله والو طالبانو کړی دی.

2 thoughts on “امنیتي ځواکونو په لوګر کې له ۷ برمته شویو کسانو ۳ تنه خوشي کړل”
  1. ډېره د شرم خبره ده چې په لوګر ولایت کې هم پاړسي لوحې لیدل کیږي. آیا یو څوک کولی شي چې په بدخشان، تخار، جوزجان، هرات ولایت کې دا ډول پښتو لوحه ولیکي؟ که نه نو بیا دا غټې غټې پګړۍ د څه له پاره په سروئ؟‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *