تاند- یو هندی انجنیر، چې دوې میاشتې پخوا په وردک ولایت کې تښتول شوی و، نن /یکشنبه/ خوشي کړای شو.

د میدان وردک امنیه قوماندانۍ وویل چې د دغه هندي انجنیر د خلاصون لپاره عملیات بالاخره بریالي شول.

د پولیسو په وینا د دغه انجینیر د خلاصون لپاره یې تر دې وړاندې درې ځلې عملیات کړي وو خو د وروستیو عملیاتو په نتیجه کې، چې نن یې وکړل، هندی انجینیر د تښتونکو له منګولو وژغورل شو.

د دغه انجینیر نوم نه دی څرګند کړای شوی خو ویل شوي چې ده له کابل څخه وردک او نورو جنوبي ولایتونو ته د ترکمنستان د وارداتي برښنا د مزو د غځولو په پروژه کې کار کاوه.

تر دې پخوا هم په میدان وردک کې بهرني انجینیران، چې د دغه ولایت د چک د بند په پروژه کې یې کار کاوه، د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري تښتول شوي یا تهدید شوي دي.

One thought on “امنیتي ځواکونو په وردک ولایت کې تښتول شوی هندی انجنیر وژغوره”
  1. دا کار خپله دحکومت نفرو کړى په رڼا ورځ.دلته دوې دولتي پوستې دي او ډيرې نيګدې دي چې له طالبانو سره لاس لري او هره ورځ جايي خلک له دونه په ډيرمشکل سره لاس او ګريوان دي . دا زما دخپلو سترګو ليدل .دي او اوس له وطن نه بهر يم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *