تاند- افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ همږغو عملیاتو کې د کندوز ولایت ارچي ولسوالي له اوږدې مودې وروسته له وسله والو طالبانو تصفیه کړه.

ارچي ولسوالي په کندوز کې د طالبانو تر ټولو مضبوط مرکز ګڼل کېده. دا ولسوالي وروسته له دې د دولتي ځواکونو لاس ته ورځي چې تېره اوونۍ وسله وال طالبان د کندوز پر مرکز او شپږو ولسوالیو په هممهاله حملو کې پاتې راغلل او درنې مرګ ژوبلې یې وزغملې.

د افغان  امنیتي ځواکونو د عملیاتو قوماندانان وايي، ملي اردو په ارچي کې د طالبانو پناهځایونه او سمڅې ویحاړې کړي دي.

د دوی په وینا وسله والو طالبانو د ولسوالي مرکز ته سمڅې یا تونلونه جوړ کړي وو.

د امنیتي ځواکونو په وینا په ځینو تونلونو کې او دغه راز د ولسوالۍ مرکز او بازار ته په لاره ماینونه اېښودل شوي وو.

د دفاع وزارت له لوري په خپرو شویو تصویرونو کې د ملي اردو سرتېري د ارچي ښار په شاوخوا کې د تصفیې په حال کې لیدل کېږي.

امنیتي ځواکونو د طالبانو له ځپلو او شړلو وروسته کور په کور تلاشي واخیسته او یو شمېر کسان یې له طالبانو سره د لاس لرلو په شک ونیول.

د تېرې اوونۍ ماتې په کندوز کې د طالبانو روحیه سخته کمزورې کړې او په تېرو څو ورځو کې یې څو مهمې سیمې له لاسه ورکړي دي.

تر ارچي مخکې وسله وال طالبان د کندوز- تخار د لویې لارې له شاوخوا څخه په شا وتمبول شول او په ترڅ کې یې مرګ ژوبلې ورواوښتې.

افغان امنیتي ځواکونو له ارچي څخه د طالبانو له تصفیه کولو وروسته د ښار پر بازار د هیواد ملي بیرغ ورپاوه.

له ارچي وروسته په کندوز ولایت کې د طالبانو دوهم مهم مرکز چهادره ولسوالي ده چې ښار ته تر نورو ولسوالیو نژدې ده او لا هم ډېرې برخې یې د طالبانو په ولکه کې دي.

امنیتي چارواکي وايي، د ارچي په تصفیوي عملیاتو کې ۴۰ یاغیان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

دوی د ملي اردو د ۶ سرتېرو ټپي کېدا هم تایید کړه خو خپلواکې سرچینې د دغه افغان قوماندان ادعاوې تایید یا ردولی نه شي.

د ارچي اوسېدونکي وايي چې طالبانو په زوره د دوی له کورونو څخه د مورچو په توګه کار اخیست او له دوی څخه یې ډوډۍ غوښته.

د ارچي ځینو اوسېدونکو ویلي چې طالبانو د دوی په کورونو کې حتي ماینونه ایښي دي.

دوی وايي چې د ارچي بازار له شپږو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره پرانستل شوی دی.

پر ارچي د طالبانو د واکمنۍ په موده کې ټول ښوونځي او کلینکونه بند ول او د خلکو اقتصاد سخت ګوزار خوړلی دی.

د ارچي اوسېدونکي وايي، له یوه مصیبته خلاص شول خو وېره لري چې د سیمه ییزو ملېشو یا خپلسرو وسله والو له مصیبت سره مخامخ نه شي.

خپلسرو وسله والو د دولت او ملت ترمنځ په شمالي ولایتونو په تېره بیا کندوز او بغلان کې فاصلې زیاتې کړي دي.

2 thoughts on “امنیتي ځواکونو په کندوز کې د طالبانو تر ټولو مهم مرکز تصفیه کړ”
  1. د پام وړ ټکی دا چې ښوونځي یې هم تړلي وو له دغه کړنې څخه یې معلومېږي چې دغه ډله هېواد ته ژمن خلک نه دي

  2. عجبه ده؛
    ۴۰ وسلوال وژل سوي او
    ۶ سرتیري ټپیان دي
    داسرتیري لکه چه داوسپنی څخه جوړ دي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *