تاند- په کندوز کې چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو له لوري له تښتول شویو سپرلیو څخه ۱۲ تنه د عملیاتو په ترڅ کې راخلاص کړي دي.
وسله والو طالبانو دا کسان پرون /چهارشنبه/ سهار د کندوز ښار او خان اباد ولسوالي ترمنځ د باغ میري په سیمه کې له یوه بس څخه، چې تخار ته روان و، کښته کړي ول.
اد کندوز والي او نورو چارواکو ویلي و چې په بس کې ۴۷ تنه سپاره ول چې ۷ تنه یې په تېښته بریالي شول خو ۴۰ نور طالبانو برمته کړي دي، مګر اوس د کندوز چارواکي د خلاصو شویو کسانو په قول وايي چې طالبانو ټولټال ۲۱ تنه یرغمل کړي وو چې د هغو له منځه ۱۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لوري راخوشي شوي او ۹ تنه لا هم د وسله والو په منګولو کې دي.
ویل شوي چې دا کسان له ایران څخه خپلو کورونو ته روان ول.
وسله وال طالبان له ډېرو کلونو راهیسي لارې نیسي او هر څوک چې په نظر عسکر یا دولتي مامور ورښکاره شي، له موټرو یې کوزوي خو دا ډله اوس د موټرو ټوله سپرلي یرغملوي.
په کندوز کې دا درېمه پېښه ده، همداراز په سرپل او غزني کې یې سپرلۍ له موټرو کښته کړي او تښتولي دي.