افغان کمانډو ځواک

تاند- افغان چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په ننګرهار او غزني کې د داعش او طالبانو له بندونو څخه په لسګونو برمته خوشي کړي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼي نن /دوشنبه/ وویل چې امنیتي ځواکونو د چپلیار ولسوالي د سلوزو قوم ۲۴ قومي مشران او سپینږیري، چې داعش یرغمل کړي وو، په یو لړ عملیاتو کې وژغورل.

د خوږیاڼي په وینا د سلوزو د قومي مشرانو د خلاصون په عملیاتو کې د داعش درې غړي او یو ملکي وګړي وژل شوي دي.

له بلې خوا د غزني د والي ویندوی عارف نوري وايي چې امنیتي ځواکونو د دې ولایت په قره باغ ولسوالي کې د طالبانو پر ضد په عملیاتو کې ۱۰ تنه بندیان خوشي کړي دي.

د نوري په وینا په دې عملیاتو کې، چې د قره باغ ولسوالي په لیليزي، واله او تولا کلا سیمو کې تېره شپه وشول، لږترلږه ۹ تنه طالبان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *