تاند- د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت ريیس نن /یکشنبه/ په یوه خبري غونډه کې د کابل د پرونۍ تروریستي حملې او امنیتي ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د ملي امنیت ريیس محمد معصوم ستانکزي د کابل د کانتینینټل هوټل او د صدارت څلورلارې د حملو په اړه وویل، اسناد وړاندې کولی شي چې له دواړو بریدونو مخکې تر مخکې خبر ول چې تروریستان ښار ته راغلي او د حملې نیت لري «خو څرنګه چې پوهېږئ له بېلابېلو بشري ضد تاکتیکونو کار اخیستل کېږي.»

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل، پولیسو په پلازمېنه کې هغه سیمې چې زیانمنېدونکې وې، په نخښه کړې وې او امنیتي تدابیر یې هلته سخت کړي وو.

برمک په عین حال کې وویل«په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې به تاسو د کابل په امنیتي سیستم کې بدلون وویني.»

په خبري غونډه کې دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د ځینو کسانو په ځواب کې، چې د امنیتي چارواکو د استعفا غوښتنه یې کړې، وویل «زموږ په استعفا به هیڅ ستونزه حل نه شي. که زموږ پر ځای ښه متبادل پیدا شي، موږ حاضر یوو چې استعفا ورکړو.»

د عامې روغتیا وزارت د صدارت څلورلارې د تروریستي حملې د وژل شویو شمېر ۱۰۳ تنه او د ټپیانو ۲۳۵ تنه اعلان کړی او ویلي یې دي چې په سلو کې ۴۰ ټپیان تراوسه پېژندل شوي نه دي.

کېدای شي د وژل شویو کسانو شمېر تر اعلان شوې شمېرې زیات وي.

د کورنیو چارو وزیر د پېښې د جزییاتو د بیانولو په مهال وویل، تر چاودنې مخکې یوه بل امبولانس د بمونو د امبولانس لارښوونه کوله«دواړه جمهوریت روغتون ته ننوتل، لومړنی، چې د لارښوونې دنده یې لرله، ۲۰ دقیقې وروسته ووت، خو دوهم د روغتون په پارکینګ کې پاتې شو.»

دې حملې د خلکو ملکیتونو ته هم زیات تاوانونه اړولي دي. لږترلږه ۲۰۰ دوکانونه ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي، همداراز جمهموریت روغتون ته د ۵۰ ملیون افغانیو په اندازه زیان اوښتی دی.

د کابل ښاروالۍ شاوخوا ۳۵۰ کارکوونکي له پرون راهیسې د پېښې د ځای د پاکولو هڅه کوي خو وايي چې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده چې کنډوالې، د موټرو د وسپنو او انسانانو د بدن ټوټې پاکې شي.

One thought on “امنیتي چارواکو د کابل د خونړۍ حملې په اړه توضیحات ورکړل”
  1. دنوموړوښاغلیوخبری اوڅرګندونی د اوسنیو ناخوالو ځواب ندۍ!. دوی لکه سیاسی شنونکی چی په نړیوال فورم کښی اوږد مهاله ستراتیژی وړاندی کوی داسی خبری کوی. دوی ښاغلی ټول کارونه کولۍ شی یوازی خپله هغه دنده چی د هغی د اجرا پخاطر ټاکل شوی او لوړه یی کړیده هغه نشی تر سره کولۍ!؟ د ښاغلی ستانکزی دنده اطلاعات اوضد اطلاعات دی ! پدی ډګر کی یی څه کړیدی، په میلیونو ډالره عملیاتی (آُپراتیفی) بودجه چیری ځی اوکومی لاسته راوړنی لری؟ ولی د برحاله مامورینو په منځ کی خاین او ځان پلورونکی نشی پیژندلای؟ اود هیواد دوښمنه عناصرو د منفی پروپاګندو په وړاندی دوی بیوسه دی اوهغوی لګیاو دی د وطن بیخبره او تنکیو ځوانانو مغزونه ور ومینځی اوانسانی بم ورځنی جوړوی،دتاسواستخباراتو یی په وړاندی څه کړی؟ همدا راز د کورنیوچارو وزیر صیب تاسو سره د دی غمیزو بشپړه کرونولوژی شته نوبیا ولی له هغو پند اوعبرت (درسونه اواړینی لاری چاری ) نه زده کوۍ ؟ د قومی غوښتنو او ړندوتعصبی ویناوو قهرمان یاستۍ ،(جمیعت او د کانتی نینتال هوټل امنیتی شرکت) خو ستاسو د جمیعت اونظار شورای وو بیا ولی خاینان پکښی پیدا شول ؟ او دشرکت امنتی سرتیری مو ولی وتښتیدل او بیا لکه تماشاچیان د لیری ورته ولاړ وو.ستا اصلی دنده دغه ده نه سیاسی شننی.لطفاً د اولس په سترګوکی خاوری مه ور اچوۍ د قومیت اوړانده توپیرنه تیر شۍ او کنه نه شۍ تیریدۍ بیا نوله دندی ګوښه توب غوره کړۍ.!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *