تاند- د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز لشکرګاه ښار د نوي کابلبانک پر څانګې د طالبانو د نن ورځې په حمله کې ۷ تنه وژل شوي، تروریستان له منځه وړل شوي او جګړه پای ته رسېدلې ده.
څو تنه وسله وال طالبان تر غرمې مخکې شاوخوا یوولس نیمې بجې د کابلبانک مخته له ځانمرګي برید وروسته بانک ته ننوتل او د بانک له ساتونکو سره په جګړه کې ښکېل شول.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې په دې برید کې څلور ملیکان او ۳ ساتونکي وژل شوي، ۴ ملکیان او ۳ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
له دې بریده درې ساعته وروسته د پېښې ځای ته نژدې بله چاودنه وشوه چې له کبله یې دوه تنه ژوبل شول.
امنیتي چارواکي وايي چې دوهمه چاودنه په یوه ریکشا کې وشوه.
طالبانو تراوسه پوري د هلمند د حملې په اړه څه نه دي ویلي.
د هلمند امنیه قومنداني وايي چې بانک ته ۳ ترهګر ننوتي ول چې د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه یووړل شول.
خو فرانس پریس خبري اژانس وايي چې د طالبانو په دې برید کې لس تنه وژل شوي دي.
دغه خبري اژانس ته افغان چارواکو ویلي چې په وژل شویو کې ۵ امنیتي ځواکونه او ۵ نور ملکیان دي.
د راپور پر اساس په دې برید کې ټولټال ۱۴ تنه ژوبل شوي دي.