تاند: په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو وايي، طالبانو په سرپل ولایت کې د درې بزګر د عشر او زکات د نه ورکولو په جرم وژلي دي او د دوی درمندونه یې سېځلي دي.
د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ویلي، پېښه د سرپل ولایت شیراباد او کورک سیمه کې شوې ده: (( لومړی دغو بزګرانو ته یوه ډله راغلې وه چې طالبان عشر او زکات غواړي، خو دوی نه وه منلې، بیا طالب وسله والو په بزګرو ډزې کړې دي چې په ترڅ کې يې درې بزګر وژل شوي او درمندونو یې اور اخیستی دی.))
رضايي زیاته کړه، د نښتې په دوام د د ۲۰۹ قول اردو د دویمې لوا د دریم کنډک منسوبین د پېښې ځای ته رسېدلي او له نیم ساعته جګړې وروسته یې طالبان شاته تمبولي دي.
په همدې حال کې د سرپل والي عبدالقادر اشنا وايي، د پېښې په اړه د پلټنو لپاره یې پلاوی ګمارلی تر څو په کورک مغل سیمه کې د ملکي تلفاتو په تړاو راپور جوړ کړي.
طالبانو بیا تراوسه په دې تړاو وضاحت نه دی ورکړی چې څه پېښه شوې ده؟
سرپل د شمال له ناامنه ولایتونو څخه یو دی او طالبان یې د ښار د شاوخوا تر څنګ په ولسوالیو کې هم فعاله دي.
