تاند- د کابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ښار پرونۍ /سې شنبه/ تروریستي حمله د حقاني شبکې له لوري تنظیم شوې وه.

د کابل امنیه قوماندان او د پلازمېنې د ملي امنیت ريیس نن /چهارشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل، لومړنۍ نښې ښيي چې د حقاني شبکه په دې برید کې لاس لري.

امریکايي او افغان چارواکي تل وايي چې د پاکستان پوځ او استخبارات له حقاني شبکې سره له نژدې همکاري لري او حتي پاکستان دا شبکه په افغانستان کې د اسلام اباد پانګونه بولي.

تر دې پخوا هم د کابل او نورو ولایتونو د اکثرو خونړیو حملو مسوولیت د حقاني شبکې په غاړه اچول شوی دی.

د کابل امنیه قوماندان جنرال رحیمي وویل، د کابل د پرونۍ حملې په اړه دوه تخنیکي ټیمونه کار کوي.

د رحیمي په وینا دا دوه تخنیکي ټیمونه څېړنه کوي چې معلومه کړي حمله کوونکي څوک ول، څرنګه یې حمله وکړه، چا یې ملاتړ وکړ، چا یې مشري کوله او چا وظیفوي غفلت کړی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د مدني ټولنو یو شمېر غړي وايي، که په نظام کې دننه له وسله والو مخالفانو سره همکاري ونشي دوی د خونړیو بریدونو توان نه لري.

مدني فعالانو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې اداعا وکړه چې په افغانستان کې د نظام دننه ځیني کړۍ له وسله والو سره د ورانکارو او تروریستي اعمالو کې مرسته کوي.

له بلې خوا ارګ وايي چې د دې حملې د څېړنې لپاره یې د امنیتي او کشفي ادارو یو ګډ پلاوی د څېړنې لپاره ګومارلی دی.

د ولسمشر غني یوه ویندوی دواخان مینه پال ازادي رادیو ته وویل، هغو افرادو او مسولانو ته به سزا ورکړای شي چې په دې پېښه کې یې ناغېړي کړې وي.

نن د کورنیو چارو وزارت وویل چې د کابل د پروني تروریستي برید د تلفاتو شمېر ۶۴ او د ټپیانو شمېر ۳۴۷ تنو ته ورسېد. (په دې اړه نور جزییات)

نور اړوند خبرونه:

د کابل په تروریستي برید کې ۲۸ تنه وژل شوي

اجرايي ريیس د کابل د حملې په خاطر د پاکستان سفر وځنډاوه

نړیوالې ټولنې د کابل تروریستي حمله وغندله

د کابل د تروریستی برید تلفات ۶۴ تنو ته ورسېدل

28 dead, hundreds wounded in Kabul suicide attack

UN chief Ban Ki-moon condemns Taliban attack in Kabul

Death Toll In Tuesday Terrorist Attack On Kabul Rises To 64

2 thoughts on “امنیتي چارواکي وايي، د لومړنیو نښو له مخې د کابل حمله حقاني شبکې کړې”
  1. ټولو ته معلومه ده چې اکثره خونړۍ او وحشي حملې د حقاني کثیفه او پنجاب غلامه شبکه (کورنۍ) کوي او د اوسیدو موقعیت یې هم افغان، ناټو او امریکایي چارواکو ته معلوم دی نو ولې دا شبکه او کورنۍ چې تل یې د افغانانو په وینو لاسونه سره دي د ابد لپاره نه نابودیږي. تر څو چې ددې کورنۍ یو غړی ژوندی وي دا وینې به تویږي او د پنجاب لاس به زمونږ په ګریوان کې وي. که چارواکي ځینې سیاسي مجبوریتونه لري باید عام افغانان دا وحشي او غلام فامیل نابو کړي که نه نو همداسې پيښې به بیا بیا تکراریږي.

  2. This brutel afghan government is also the part of a stratergy implementing in Afghanistan, killing innocent people. Paki and napaki intelligence are both working together to show a kind of scenario to the world and remove those brave afghans, but Allah is great and he knows what to do he will soon punish these people, by destroying their country, economy, and force Insha Allah.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *