تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې مخکې تر مخکې پر ولسي جرګې د تېرې اوونۍ له حملې خبر و.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي دا خبره نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړه.

په دې غونډه کې د ملي امنیت رييس رحمت الله نبیل هم د وروستیو ناامنیو په اړه د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ښاغلي علومي وویل، په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو وروستي عملیات سبب شوي چې یاغیان له دې سیمې افغانستان ته راواوړي او په افغانستان کې ناامنۍ زیاتې شي.

ده د تېرې دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې پر ودانۍ د ډله ییزې انتحاري حملې په اړه وویل چې له دې حملې مخکې ترمخکې خبر و او د هغې په وړاندې د امنیتي ځواکونو ځواب د ستاینې وړ بولي.

ده دا هم وویل چې دا لومړی ځل نه و چې د افغانستان پر ملي شورا د برید پلان جوړېږي بلکې امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې د ترهګرو څو حملې شنډې کړي دي.

ده ادعا وکړه چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ ښه همږغي شته، له یو بل سره معلومات شریکوي او هره اوونۍ دامنیتي حالاتو د څېړلو لپاره ګډې غونډې کوي.

علومي د هوايي ځواک او د ماینونو د شنډوونکو وسایلو په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو نیمګړتیا د اندېښنې وړ وبلله.

د ملي امنیت رييس رحمت الله نبیل وویل چې د دغه ریاست ځواکونه د ورځې څو عملیاته کوي او په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې ۱۲ عملیاته کړي دي.

ده وویل چې د ملي شورا پر ودانۍ د حملې په تړاو يې تېره میاشت یو تن له اسنادو سره ونیوه چې وروسته په همدې ارتباط ۱۲ تنه نور ونیول شول.

د نبیا په وینا تراوسه پوري پر ولسي جرګې د ۶ حملو مخه نیول شوې ده.

د ملي امنیت رييس وویل چې په راتلونکو میاشتو کې به ناامنۍ نورې هم زیاتې شي خو د حملو د شنډولو لپاره تدابیر نیول شوي دي.

نبیل وویل چې په غیرعلني غونډه کې به په دې باب وکیلانو ته معلومات ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ