تاند- افغان امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې لږترلږه ۱۲۱ مشکوک سختدریځي وسله وال وژلي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، امنیتي ځواکونو د ۲۳ بهرنیو سرزورو په ګډون ۱۲۱ طالبان او نور سختدریځي وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت همداراز ادعا کوي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو سختدریځو ډېره اندازه وسلې هم دولتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
د کورنیو چارو وزارت او په جنوب کې د امنیتي چارواکو په وینا سرزورو ته تر ټولو سخته مرګ ژوبله په زابل کې د ۳۱ برمته شویو کسانو د خلاصون په عملیاتو کې اوښتې ده.
افغان امنیتي ځواکونو د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات پیل کړي چې د هغوی له منګولو ۳۱ تنه بې ګناه عام مسافر وژغوري.
د فبرورۍ په درویشتمه یو شمېر ماسک لرونکو، چې شمېر یې شاوخوا دېرش تنو ته رسېده، د کابل – کندهار په لویه لار د زابل په شاهجوۍ ولسوالۍ کې له ایرانه خپلو کورونو ته روان مسافر له ۲ بسونو کښته او برمته کړل. ټول یرغمل شوي مسافر په خټه هزاره دي.
د زابل امنیه قومندان غلام سخي روغ لېونی وايي چې د عملیاتو په لړ کې بهرني سختدریځي هم وژل شوي دي.
ده وویل:«موږ د برمته کسانو د ژغورلو په عملیاتو کې د داعش ګڼ غړي وژلي دي.»
داعش د عراق او شام (سوریې) هغه سرزورې ډله ده چې غواړي افغانستان د عربو په یوه ولایت بدل کړي او نوم هم ترې واخلي.
ددولتی او امنيتی چارواکوته يوه نيکه مشوره.
داچه هره ورځ خبر خبريږی چه نن ۱۲۰نفره اوسبا ګورو ۴۰اويا ۵۰ نفره وسله وال مړه او همداسی دزخميو را پور هم خپريږی. داڅوک دی دواړه خواته افغانان دی.
زه هم زميندار او زما په ځمکه کی هم کوکنار کرل کيږی. مګر دوطن خلک راته ګران دی.
مشوره!
که چيري امنيتی اورګانونه خپل منځي تماس او مساعی مشترکه ولری.اوخپل تصفيوی او عملياتی پرو ګرامونه دکو کنارو دحاصل داخېستلو نه مخکی دکوکنارو دګل کولو په وخت شروع شی او کوکنار دمنځه لاړ شی هم جنګونه ختميږی او هم بعدی فشار په قطعاتو او ملکی.ساحو باندی.
ځکه قاچاق بران او شعوری تر هګر پيسی مصرفوی په نورو ساحو فشار راوړي او دحآصلاتو ساحه ارامه ساتی او ګټه تری پورته کوی .نور ستاسی اختياردی. يوخوا زه زميندار اودبلی خوا دمحلی خلکو ددی تکتيک څخه خبر يم.که زما نظر عملی شی هم تلفات اوجنګ کميږی بلیخوا تارياک چه انسان وژونکی ماده ده دمنځه ځی .