تاند- افغان امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې ډیورند کرښې ته نژدې د کندهار په ښوراوک ولسوالۍ کې یې لږترلږه ۱۰۰ تنه وسله وال مخالفان وژلي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویندوی ضیا دراني نن /جمعه/ وویل:«د ښوراوک ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د ډیورند کرښې ته نژدې پر ډېر شمېر وسله والو مخالفانو، چې اکثریت یې د بهرنیانو وو، او د ډیورند له هغې غاړې رااوښتي وو، د افغانستان خاورې ته له داخلېدو سره سم افغان هوايي ځواک پرې هوايي بریدونه وکړل.»
دراني همداراز وویل چې په دې هوايي برید کې د ناټو هوايي ځواک هم مرسته وکړه.
ده د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۱۰۰ تنه وباله او ویې ویل چې له وژل شویو کسانو سره راز راز وسلې او چاودېدونکي مواد، موټرونه او موټرسایکلونه موجود ول.
د ښاغلي دراني په وینا داسي ښکارېده چې دغو وسله والو غوښتل د ښوراوک ولسوالۍ پر پوستو برید وکړي خو دې ته پرې نښودل شول چې حمله وکړي.
کاشکی د هیواد په هر ولایت کی د تاریخی قندهار د امنیه قوماندان ښاغلی جنرال عبدالرازق په څیر باهمته قوماندانان موجود وایی ترڅو یاغیانو او د نړی ټولووحشیانو ته یی په مناسب وخت کی ځواب ورکړی وای . کاشکی
واقعاَ د جنرال عبدالرازق غوندې ستر باهمته ملتپال او وطن پرسته هستې ډير کم لرو جنرال عبدالرازق نه داچې ددي هيواد طاقتور زمرى ساتونکې دى بلکې د ښه ټولنيز فکر خاوند هم دى جنرال عبدالرازق د هيواد پرستې په هيڅ اړخ کې ځان ندى سپمولې په داسې حال کې چې جنرال عبدالرازق خپل سر دهيواد قربانې ته ورکړې دى بلکې ددي تر څنګ يي ډيرې مالې مرستې هم کړې دي دداسې سترې باهمته هستې په ليدو سره زموږ دهيواد نور ستر ستر باهمته وطن پرسته غازيان را يادوي لکه امان الله خان احمد شاه بابا ميرويس خان نيکه او داسې نورو سترو هستيو ياد راپه زړه کوې جنرال عبدالرازق دداسې چټلو آدم خورو سره جنګيږې چې دهغو چټلو مثال دالله تعالى دغه ايات شريفونه دي سورت (البقره) ايات نمبر (١٠)الله تعالى فرمايي کله چې نافرمانو ته وفرمايل سې چې د مځکې پر مخ فساد مکوې نو دوى په مقابل کې وايي چه موږ خو صرف اصلاح کوونکې يو بيا الله تعالى داسې ورته فرمايي سورت (البقره) ايات نمبر (١١)خبردار هم دغه خلګ فساد کوونکې دي ليکن دوى نه پوهيږي .او ددي چټلو شپږوکو د شنو بې سوادو آدم خورو لپاره يوازې دغه ايات کافى دى سورت (البقره) ايات نمبر (١٥) الله تعالى فرمايي دا هغه خلګ دي کومو چه د هدايت په بدله کښې ګمراهى واخيستله نو نه خو يي پدې تجارت کې ګټه وکړه او نه يي د حق لاره وموندله (١٦).نو جنرال عبدالرازق ددغسې شپږوکو سره چې نه شعور لرې نه عقل لرې آدم خورو سره جنګيږي نه داچې يوازې موږ د جنرال عبدالرازق غوندې ستر ستر با همته ملتپال ستايوو بلکې زموږ د ټولو خالق لوى الله (ج) هم په قران کريم کې ستاينه کوې او ددوى لپاره خاصې لويي لويي ډالۍ لرې چې الله تعالى به دوې هم پدې دونيا په دغو ډاليو ونازوي او هم په هغې دونيا نو موږ د الله تعالى څخه د جنرال عبدالرازق د ښه صحت سره اوږد عمر غواړو دعبدالرازق صاحب د ژوند په هره لحظه کې بې سارې کاميابې غواړو . ژوندى دي وي او سر لوړې دي وي .جنرال عبدالرازق صاحب.