ټاکنې او امنیت دوه مهمې ملي اړتیاوې دي چې له سمتي، ژبني، فرقه یي او قومي تمایلاتو مه واره باید ورته ملي توجه او ملاتړ یې وشي. ټاکنې د هېواد د حاکمیت او سیاسي نظام اصلي ځانګړنه او زموږ د خلکو تاریخي غوښتنه ده چې پر بنسټ یې د هوساینې، اقتصادي، امنیتي، سیاسي، اجتماعي او بین المللي اړیکې او چارې تنظیم شوي.
د همدغو دوه مهمو پدیدو پر بنسټ هوسا او پرمختللې ټولنه، ټولنیز عدالت، د انساني کرامت خوندیتوب، د بشر حقونو ملاتړ، د ولسواکۍ تحقق، د ملي یووالي تامین، د قومونو ترمنځ برابري او متوازن انکشاف په ټول هېواد کې تامینېږي. دغسې نظام له دغسې واکونو، جدي اغېزو او تحول سره د ټولو د مشارکت او حضور په پایله کې رامنځته کېږي.
افغانان باید په خپله ټولنیزه هوښیاري او سیاسي درایت خپلې اصلي سیاسي لاسته راوړنې، حاکمیت او خپل سیاسي نظام پیاوړی کړي او هیچاته اجازه ورنه کړي چې د نظام اصلي ارکانو ته زیان ورسوي . دا ملي غوښتنه ده او د افغانستان ټولو اجتماعي اقشارو او اصنافو د خپل سیاسي ژوند په تاریخ کې دې لوړ او همېشني ارمان ته د رسېدو لپاره بېدرېغه قربانۍ ورکړي.
ټاکنې د سیاسي نظام او د انتخابي استازو په ټاکلو کې پام وړ رول لري. په دې کې شک نشته چې په دې برخه ستونزې موجودې دي، ولې په عین حال کې افغانان باید هیچاته اجازه ورنه کړي چې د انتخابي نظام پدیده (ټاکنې) د غفلتونو او ستونزوقرباني شي. د دې لوړ ارمان لپاره باید په هر حالت کې ودرېږي او دغه څراغ روښانه وساتي.
امنیت ترټاکنو زیات مطرح دی. ټاکنې، سیاسي نظام او د هېواد د حاکمیت بنسټ ډول تعینوي او د امنیتي پالیسۍ تطبیق او اجرا ته مشروعیت ورکوي. ټاکنې د امنیت تامین او عدم تامین کې مستقیم رول لري او د هېواد امنیتي لرلید ټاکي. امنیت د انساني ټولنو د ژوند د ټولو بهیرونو اساسي زیربنا ده او له امنیت پرته هیڅ سیاسي ، اقتصادي، انکشافي او نورې برنامې نه ترسره کېږي. همدارنګه ټاکنې د پلانونو او برنامو په اجرایي کېدو او د سیاستونو او امنیتي پالیسو انتخاب کې مستقیم رول لري.
حکومت او بین المللي ملاتړي دې د هېوادوالو د امنیت تامین ته د هغوی د انتخاب د حق د اجرا په موخه جدي پام وکړي. د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو بهیر له پیلیدو سره ناامنۍ زیاتې شوې چې له رواني او فزیکي پلوه یې پر خلکو بد اغېز کړی. ښکاره ده چې وروستۍ ناامنۍ د هېواد د سیاسي نظام په ځانګړي ډول د حکومت او د ټاکنو د ناکامۍ لپاره دي. حکومت ته ښایي امنیت ته پام او هر اړخیزې ارزونې وکړي او د تامین لپاره یې لازم تدابیر ونیسي.
حکومت دې د ټاکنو بهیر د ښه ترسره کېدو په موخه امنیت ټینګ کړي، چې خلک په ډاډه زړه په کې ګډون وکړي. افغان حکومت، بین المللي ملاتړي یې او په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالات دې د جنګ پایته رسېدل خپل کاري لومړیتوب وګڼي. د هېواد جنګي او امنیتي سیاستونه دې له دفاعي حالته په تعرضي حالت بدل کړي. امنیتي تهدیدونه دې ختم او مجرمین دې ژر تر ژره محاکمه کړي. د تذکرو د وېش او نوم لیکنې بهیر دې له ثابتو مرکزونو څخه په ګرځنده مرکزونو بدل کړي او په کلي ډول دې امنیتي پلانونه له سره وګوري او دقیق غور دې ورباندې وکړي.