هېواد لا هم د هغو بدبختیو کور دی چې کلونه کلونه یې هېوادوال زغمي په ځانګړي ډول جګړه او ناامني هغه نوم دی چې د هر هېوادوال په زړه کې د یو درد په څېر پروت دی او هره ورځ ترې رنځ وړي .

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې له ډېر پخوا څخه ددې هېواد د وګړو په ناسمو مفکورو کار کیږي او هره ورځ بهرنۍ کړۍ په دې لټه کې دي چې څنګه د افغانستان وګړي په خپل مینځ کې سره اخته کړي تر څو د دوی هغه بدمرغه تولیدات چې دوی یې لري په افغانستان کې وکارول شي .

که چېرې په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې جکړه نه وي نو د انګلیس، امریکا، چین او ځینو نورو هېوادونو وسلې او مهمات به چېرته پلورل کیږي او د دوی هغه بودیجه چې ددې وسلو په جوړولو یې له لاسه ورکړې هغه به څنګه تر لاسه کړي؟

زما په اند زمونږ د هېواد نیک انسان هغه دی چې د بهرنیو هېوادنو دغه هېلې ورته په خوب بدلې کړي او دغه جګړې چې په دې هېواد کې روانې دي، د چا یې ترې ورور وړی د چا یې پلار او د ځینو یې د کورنۍ نور غړي خو هېڅکله هم چا دا څرګنده نه کړه چې په دې جګړو کې دې یوه داسې کورنۍ هم له منځه تللې وي چې یا د وسلو جوړونکي دي یا د وسلو صادرونکي او یا واردونکي نو کله چې ددغو کسانو چې سر او کار یې له وسلو سره دی د دوی څوک نه مري نو زمونږ اړتیا څه ده چې د بل چا په اشاره خپل ځانونه له لاسه ورکړو او د یو داسې پلان شوې جګړې چې سرچینه يې له دې هېواد څخه بهر جوړه شوې او ددې هېواد د بربادۍ لپاره کار کوي مونږ ورسره ځانونه ښکېل کړو.

که چېرې هر هغه کس چې همدا شېبه په داسې جګړه کې بوخت دی چې نه له ځان او نه له جهان څخه خبر دی خو دده هیلې سپیڅلې دي، لږ دې په دې سوچ وکړي چې زه همدا شېبه د چا تر امر لاندې کار کوم او د چا لپاره !

ایا زه چې خپل ځان وژنم او زه د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکوم دا په دې ارزي چې د خدای ج رضا او پیغمبر ص محبوبیت تر لاسه کړم او کنه ددې خبرې برعکس د خدای نارضايي او پیغمبر دوښمي لاس ته راوړو . زمونږ په مفکورو پوره څلویښت کاله داسې کار شوی تر څو زمونږ مفکورې داسې وروزي چې د دوی د وسلو او بدبختیو مونږ پېرونکي ووسو نو اړتیا څه ده چې د یو داسې کس په اشاره چې هغه ټول عمر انسانان وژلي او ټول عمر یې ددې هېواد په ناخوالو کې لاس درلود ان تر دې چې په خپل ورور، مور او پلار یې هم رحم نه دی کړی مونږ ورسره په وحشت کې ځان شریک کړو . ځینې خلک که چېرې په خپلو مفکورو کار وکړي او څه نا څه په دې سوچ وکړي چې دغه جګړه د چا لپاره او د څه په خاطر؛ ایا ددغې جګړې په کولو سره به مونږ وکولای شو چې د خدای ج رضا تر لاسه کړو او که نه، نو زه په دې باوري یم هغه کړنې چې ده له دې سوچ څخه مخکې تر سره کړې وې حتمن به پرې پښېمانه کیږي او له دې وروسته به په انساني ارزښت جوړ ژوند کوي . ژوند یوه موقع ده بختور انسان هغه دی چې سمه ګټه ترې واخلي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *