انس حقاني

تاند، پنجشنبه، د عقرب ۹مه: د ملي امنیت شورا هغه اوزاې رد کړې چې طالبانو د امریکايي پوهنتون استرالوي او امریکايي ښوونکي په بدل کې د ۸۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

تېره ورځ طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي وو چې طالب مشرانو زلمي خلیلزاد ته د انس حقاني او حافظ عبدالرشید په شمول د ۸۰ مهمو طالبانو د خوشې کولو غوښتنه د مذاکراتو د پيل د شرط په توګه په مېز ایښې ده.

خو د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل بیا تاند ته په ټلیفوني تماس کې دا خبره رد کړه او زیاته یې کړه افغان حکومت تر اوسه داسې کومه غوښتنه نه ده ترلاسه کړې اونه به هم داسې کومه معامله وشي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په یو خبري کنفرانس کې تایید کړه چې زلمی خلیلزاد د سولې د خبرو لپاره نه بلکې د امریکايي پوهنتون د دوه ښوونکو د خوشې کولو په تړاو کابل ته راغلی او مرسته یې غوښتې ده.

One thought on “امنیت شورا، د امریکايي پوهنتون د استادانو په بدل کې د ۸۰ طالبانو خوشې کول رد کړل”
  1. دولت هم پسکن ده، دا دومره ځانمرګي کښته او پورته کابل کې وړی يو څو دې زندانونو ته هم وربرابر کړی چې له يوې خوا يې ختم کړي، ټول به خوشحاله او ارامه وي او بهانې به هم نه يې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *