تاند نیوز ډیسک: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا خبرداری ورکړی چې القاعده شبکې په افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته زور ورکړی دی.
لانګ وار ژورنال ورځپاڼې په دې اړه د امنیت شورا د راپور په استناد ویلي، طالبان له داعش ډلې پرته، له القاعده شبکې، لشکر طیبه، حقاني، د ازبکستان اسلامي حرکت، د ختیځ ترکمنستان اسلامي حرکت په شمول د سیمې او نړۍ په کچه له شلو دېرو ترهګرو ډلو سره ټینګې اړیکې لري.
راپورونه وایي، دا مهال افغانستان کې تر ۸ یا لسو زرو پورې بهرني جنګیالي دېره دي چې کابو ۴ زره یې داعشیان دي او پاتې نور یې طالبانو او القاعدې پورې تړلي وسله وال اورپکي دي چې اکثره یې کونړ بدخشان یا زابل کې دیره دي.
راپور وایي، د القاعده جنګیالي طالبانو ته یا روزنه ورکوي، یا هم د طالب چارواکو په ټاکنه کې مشوره ترې اخیستل کیږي چې د القاعدې مشر اکثره وخت طالبانو سره په خپل اتفاق ټینګار کړی دی.
راپور دغه راز وایي، القاعده له لشکر طیبه، تحریک طالبان پاکستان او حقاني شبکې سره هم خپلې اړیکې پیاوړې کول غواړي.
