تاند، جمعه، د ثور ۵مه: د ملي امنیت شورا وايي، تېره ورځ یې ۵۸ طالب زندانیان خوشې کړې دي چې د خوشې شویو طالبانو شمېر ورسره ۵۵۰ تنو ته ختلی دی.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل تاند ته وايي، حکومت د سولې په اړه ژمن دی او تر اوسه یې په دغه برخه کې د پرمختګ او له کورونا سره د مبارزې په برخه کې ۵۵۰ طالب بندیان خوشې کړي دی.
نوموړی وايي، تېره ورځ ۵۸ تنه طالبان خوشې شول او دا پروسه به د ۹۵۰ طالب بندیانو تر خوشې کېدو پورې روانه وي: (( د ولسمشر د فرمان له مخې تر اوسه له ۱۸ ولایتونو څخه ۵۵۰ طالب بندیان خوشې شوي دی، همدا پرون مو هم ۵۸ تنه له نهو ولایتونو څخه ورخوشې کړل.))
د جاوید فیصل په وینا، د طالب زندانیانو پنځمه جوپه یې له پکتیا، لوگر، بدخشان، جوزجان، غزنی، بغلان، خوست، پکتیکا او امیدان وردګو له زندان څخه خوشې کړې ده.
افغان حکومت د طالب بندیانو خوشې کولو لړۍ په داسې حال کې جاري ساتلې ده چې د طالبانو لخوا د بریدونو لړۍ لا هم په شدت ساتل شوې ده.
دغې ډلې تېره شپه د ولسمشر غني هغه غوښتنه هم رد کړه چې د روژې او کورونا د مخنیوي په خاطر یې ترې اوربند غوښتی و.
طالب ویاند تېره شپه د ولسمشر د اوربند غوښتنه غیر معقوله وبلله او تور یې ولګاوه چې حکومت د سولې په پروسه کې خنډونه اچوي او لا هم د دوی زرګونه بندیان په زندانونو کې دي.