جاوید فیصل

تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۹مه: افغان حکومت وايي، د طالب بندیانو د خوشې کېدو برخه کې یې دریځ  ندی بدل شوی او د بندیانو بدل کې له طالبانو د تاوتریخوالي کموالی غواړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل تاند ته په استولي یو وېډیويي پیغام کې ویلي چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو برخه کې د افغان حکومت دریځ هماغه دی چې ولسمشر یې فرمان صادر کړی دی.

ولسمشر غني له طالبانو سره تر خبرو مخکې د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړی، خو په دې  شرط چې خوشې کېدونکي طالبان نه باید د جګړې لیکو ته ستانه شي.

ولسمشر غني همداراز د طالب بندیانو د خلاصون بدل کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمېدو شرط اېښی دی.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، اوس یې وخت رسېدلی چې د بندیانو د خلاصون چارې پیل شي.

ښاغلي خلیلزاد تېره ورځ ( چهارشنبه ) پر خپل ټوېټر پاڼې ولیکل چې امریکا غواړي ژر تر ژره د بندیانو د خلاصون بهیر پیل شي.

د ولسمشر غني د فرمان له مخې ټاکل شوې وه د طالب بندیانو د خوشې کېدو بهیر د روانې کب میاشتې په ۲۴ مه نېټه پیل شي، خو ظاهرا طالبان د ولسمشر له دې فرمان سره مخالف دي.

طالبانو ویلي چې له امریکا سره د شوې هوکړې پر بنسټ دې هغه پنځه زره طالب بندیان خوشې کړل شي، چې دوی یې نوملړ امریکا ته سپارلی دی.

خو د ولسمشر غني په فرمان کې بیا راغلي چې د طالب بندیانو عمر، روغتیايي وضعیت او د بند مودې ته په کتو به خوشې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *