تاند- د ملګروملتو امنیت شورا د یکشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پر له پسې وژونکې تروریستي حملې په کلکه غندي او په دې تاکید کوي چې د دغو خواشینوونکو اعمالو عاملان باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
د ملګروملتو په وینا د افغانستان په وروستیو تروریستي بریدونو کې، چې د سې شنبې له ورځې پیل شوي، د ماشومانو په شمول لږترلږه ۷۰ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.
د ملګروملتو د امنیت شورا ۱۵ غړیو هیوادونو په یوه اعلامیه کې، چې په نیویارک کې یې خپره کړه، ویلي، دا شورا د دغو وحشیانه حملو د قربانیانو له کورنیو او د افغانستان له حکومت سره خواخوږي او غمرازي ښکاروي.
امنیت شورا د دغو حملو ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله کړې او دا یې ضروري بللې ده چې د دغو حملو عاملان باید عدالت ته کښېکاږل شي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي:«د امنیت شورا غړي په ټولو امکاناتو، د ملګروملتو له منشور سره سم د تروریستانو له لوري نړیوالې سولې او امنیت ته له ګواښ سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار کوي او هر ډول تروریستي اقدام که په هر هدف، د هر چا له خوا، هر ځای او هر وخت وي، جنایت او د نه توجیه وړ بولي.»
امنیت شورا له هیوادونو غوښتي چې باید د نړیوالو قوانینو په تېره بیا د بشري حقونو، کډوالو او بشري قانون مطابق د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.
امنیت شورا تاکید کړی دی چې هیڅ راز تشدد یا تروریستي عمل په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې، ولسواکۍ او ثبات، چې د افغانستان خلک، حکومت او نړیواله ټولنه يې ملاتړ کوي، مخه ډب کولی نه شي.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما، پاکستان، ایران، هند او یو شمېر نورو هیوادونو هم د افغانستان وروستۍ تروریستي حملې غندلي او له افغان دولت او ملت سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
امنیت شورا خو پدی ښه پوهیږی چې افغانان او او د بین المللي ټولنې سرتیري ( امریکایان) د چا په همکاری هره ورځ وژل کیږی او دوی ورته پټه خوله ناست دي. دا اوس اوس هره ورځ په افغانستان کې په رزهاو انسان او څه خارجي عسکر ددوی په منحوسه لاسونو وژل کیږی او نړی قدرتونه یوازی په خبرو هغه تقبیح کوی. ددغې خاصې استخباراتی ډلې په مستقیمه سیاسی، اقتصادي، نظامي او ایدیولوژیکي مرسته پدی دولسو کلونو کې څه کم نیم میلیون افغانان او څه باندی پنځه زره خارجي عسکر وژل شوی او اوس هم دوام لري خو اوس هم ټول ورته ګوري. زه ښه پوهیږم چې نړيواله ټولنه پدی هکله یو څه ستونزي لري او یوه ورځ به دغه ډله حتمآ په خوله ووهي خو د خلکو حوصله سر ته رسیدله او د امنیت شورا باید پدی هکله یو څه وکړي
salam;
iela biela che UN security council yawtsza d`Afghanistan pa shahidano rawikh shoo.
Nor hevadoona kho sahih magar;– pakistan & iran d` temsah okhki di; aw a`melin yi hamdoy diy. d` ayn & ghayn gaddola hokomat 1-2 sheriffan ba tlly wo kana aibottabad ta pa 24 h. ki yi laka d Peshaver penjabi ddrama ? jorra nakrra sway!
ښاغلی : امنیت شورا اکثرا هغه څوک دی چی دناټو دنظامی کمپ غړی اوهمدا ناتو په سرکی امریکاده چی په افغانستان باندی دغه حال راوستلی دی او د همدا دناتو اوامریکا عسکر په افغانستان لا تراوسه هم شته او وی به . پداسی حال کی چی نړی ته داثابت سول چی دتروریزم ځالګی په پاکستان اود همهغه ځایه تنظیم ، تجهیز ، تمویلاوافغانستاته را لیږل کیږی مګر هیچاونه ویل چی داباکستان دی اوپاکستان یی تر افغانستان دوست دی اوهمدا امریکا اوانګریزدی چی دباکستان سره دتروریزم سره دمقابلی تر نامه لاندی مرستی کوی مګر باکستان په هغو مرستو دافغانستان مسلح مخالفین تمویل اوتجهیزکوی ا و امریکا او انګریز ددی روښانه واقعیتونو څخه اغماز او سترګی پټوی اوهمدا امریکا او انګریزی دی غواړی دافغانستاجګړه نوره هم اږوده شی ترڅو دوی په سیمه کی خپلو استعماری موخوته ورسیزی او پاکستان هم ځانته دافغانستان څخه خپلی شومی موخی اوغوښتنی لری نوځکه دوی یو هم نه غواړی چی په افغانستانکی جګړه ژر ختمه شی ، ددروغو زړاکوی همدی ووژنی پخپله هم ژړا درباندی کاندی .
آمنيت ښوروا دخولې چالاکي کوي دا ددوئ سياست دئ هم ئې پر ميخ وهې هم ئې پر نال داانفجارچه په کابل يا دهيواد په هر کونج او کنار کي تر سره کيږې ددوئ په دستور کيږې دا رقم سياست فکي ستان دخپلو پلرو څخه ذده کړۍ دۍ پر يوه سر ئې دصلحې پروسه پر مخ بيائې پر بل سر دجنګ پروسه ومخ ته وړي په يوه لاس کي ئې قران دئ په بل لاس کې ئې توره ده ورځ په ورځ دخپلو پلرو ځخه هدايت تر لاسه کوې که دده زور ونه رسيد دمور مينده ئې حمله کوې ښه مثال ئې دلوګر پر پوستو هوائې بريد
يو سوال زموږ هغه۷۵۰ جنګي آلوتکي څه سولې هغه محاربوي وسايط چه دډاکټر نجيب آلله په وخت کې وه څه سول چا دمنځه يوړل دکوم هدف دپاره ئې داکار وکړ همدا دآمنيت شورا او دهغودحاميانو په دستور