تاند- د ملګروملتو امنیت شورا نن ناوخته د افغانستان د حالاتو د څېړلو لپاره غونډه کوي.
په کابل کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما وویل، ټاکل شوې ده چې د امنیت شورا غړي په نیویارک کې د افغانستان پر حالاتو غور وکړي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر تادامیچي یاما موتو به د افغانستان په اړه د امنیت شورا غړیو ته خپل مفصل راپور وړاندې کړي.
تېره میاشت ملګروملتو وویل چې تېر کال په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبلې د افغانستان په پنځلس کلنې جګړې کې بې سارې وې.
په وروستیو دوو اوونیو کې په کابل کې دوې خونړۍ حملې وشوې چې د یوې مسوولیت طالبانو او بلې داعش په غاړه واخیست. په دواړو کې نژدې سل تنه شهیدان شول.
ملګري ملتونه په هرو درو میاشتو کې د افغانستان د وضعیت، په تېره بیا د ملکي تلفاتو د شمېر په اړه راپور خپروي.