د ملګروملتو امنیت شورا

تاند- د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د وروستیو مخامخ خبرو هرکلی وکړ او هغه یې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لور ته یو ګام وباله.

د امنیت شورا پنځلس غړیو پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی دواړه خواوې هڅوي چې خبرو ته دوام ورکړي څو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت دوامدار دیالوګ ممکن شي او په عین حال کې د پاکستان، چین او امریکا د رغنده رول ستاینه کوي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو د جولای په اوومه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې د مري په تفریحي ښارګي کې مخامخ خبرې وکړې.

امنیت شورا په دې خبرو کې د دیالوګ د دوام په اړه د دواړو خواوو د ژمنې هرکلی کړی او په عین حال کې یې په دې ټینګار کړی چې د سولې په پروسه کې ښځې مهم او حیاتي رول لوبوي او غوښتنه کوي چې د سولې د خبرو په هره پروسه او هره مرحله کې دې ښځو ته بشپړه او برابره ونډه ورکړای شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د امنیت شورا غړیو د سولې، پخلاینې، ولسواکۍ او پرمختګ په لاره کې د افغانستان د ملاتړ په اړه پر خپلې ژمنې پخلی وکړ.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وروسته له دې ممکنې شوې چې د افغانستان نوي حکومت له پاکستان سره اړیکې ښې کړې.

2 thoughts on “امنیت شورا د افغان حکومت او طالبانو د لومړنیو مخامخ خبرو هرکلی وکړ”
  1. دملل متحد څخه څا نګړ ي او خاصه تقا ضا داده چه دا پروسه د ډ اكتر دنجيب الله دصلحي د پلان غوندي دمملكتو او أشخاصو دلاس الله او قرباني نه شي. دمتاخاصمو مملكتو او أشخاصو لاس بايد قطع او ددوي د پا ملرني لاندي اوسي .
    كه چيري دا پروسه ناكامه كييزي دداكتر دنجيب ددور نه ورو سته تاسي وليد چه څه رانه غله دا څل به بدتر دهغي دور اوسي .

  2. که امریکا دافغانستان دسولی دپاره رښتنی وی نوسوله ممکنه ده ځکه چی دانږدی ۴۰ کاله جنګ په افغانستان کی دامریک ی مستقیم اوغیر مستقیم لاس دی نوکه جنګ اوږده وی هم دامریکا لاس دی اوکه جنګ دره وی هم دامریکا لاس ا ورول دی یعنی ددی قضیه اصلی او باصلاحیته لوبغاړی امریکا اونور اکثرا افزار اوفروع دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *