تاند- د ملګروملتو امنیت شورا د داعش یا د اسلامي دولت د جنګیالیو د پر له پسې پرمختګونو د څېړلو لپاره بیړنۍ غونډه کوي.

د داعش ډلې چټکو پرمختګونو او په دې لړ کې د عراق د عیسویانو تر ټولو د لوی ښار نیونې نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې ده.

پرون /پنجشنبه/ د داعش جنګیالیو د عراق په خاوره کې د پرمختګونو په دوام کې د کوردستان (کردستان) له پېشمرګانو سره د شپې په جګړه کې د نینوا ولایت قره قوش ښار ونیوه. دا ښار د عراق په شمال کې دی.

د کوردستان پېشمرګ جنګیالي د داعش په وړاندې د عراق د شمال د ساتنې مسوولیت په غاړه لري خو هغوی ونه توانېدل چې د قره قوش ښار دفاع وکړي.

ښار ته د داعش د جنګیالیو له ننوتو سره سم د قره قوش زرګونه اوسېدونکو کور – اور پرېښودل او په ترهېدلي حال کې یې د عراق کوردستان ته مخه کړه.

د داعش ډلې د عراق په نورو سیمو کې عیسویانو ته ویلي چې دوی ته باید جزیه یا باج ورکړي او کنې وژل کېږي.

قره قوش د موصل او اربیل ترمنځ پروت دی. اربیل د کوردستان د کورواکې سیمې مرکز دی.

قره قوش ۵۰ زره نفوس لري او ټول د عیسویانو د کلداني او اشوري فرقو پیروان دي.

د عیسویانو سرپادري له امنیت شورا غوښتي چې په قره قوش کې د لسګونو زره انسانانو ژوند ته د خطر مخه ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *