تاند (جمعه، د حوت ۱۵) د امریکا متحدایالتونه هڅه کوي چې د سولې د هغې موافقې لپاره د ملګروملتو د امنیت شورا ملاتړ خپل کړي چې دې هیواد په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره لاسلیک کړې ده.
د دې پرېکړه لیک په مسوده کې، چې یوه کاپي یې د پنجشنبې په ماښام خبري اژانسونو ته په لاس ورغلې، د فبروۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو د موافقې د لاسلیک د اعلان هرکلی شوی دی.
د دې مسودې پر اساس، د افغانستان کشالې ته د یوې سیاسي حللارې د موندلو او په افغانستان کې د دایمي او هراړخیز اوربند د ټینګېدو لپاره د بین الافغاني خبرو په ګډون د افغانستان د سولې په خاطر د ملګروملتو او د امریکا د نړیوالو شریکانو د پر له پسې ملاتړ غوښتنه شوې ده.
په مسوده کې دغه راز راغلي چې پرېکړه لیک باید تصدیق شي او په هر ډول سیاسي حللاره کې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او اقلیتونو حقونه په پام کې ونیول شي.
دا ټکي د پرېکړه لیک په اصلي متن پورې ضمیمه شوي چې د ملګروملتو د امنیت شورا غړیو وړاندیز کړي دي.
د پرېکړه لیک په اصلي متن کې، چې د امنیت شورا د غړیو له خوا ترتیب شوی، غوښتل شوي چې طالبان دې د ټولو خلکو حقونه رعایت کړي او له تعلیم او کاره د ښځو او نجونو د بې برخې کولو په شمول دې د پخوا په شان وحشتناک اقدامات نه کوي.
د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ خبرې باید د روان مارچ په لسمه پیل شي، خو د افغانستان حکومت د ۵ زره طالب بندیانو د خلاصون وړاندیز، چې په موافقه کې یې یادونه شوې ده، رد کړی دی.
طالبان وايي چې د بندیانو خلاصون د دواړو خواوو د خبرواترو د پیل یو شرط ګڼل کېږي.
ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن ناوخته د روسیې په غوښتنه د دې پرېکړه لیک په اړه په غیرعلني غونډه کې خبرې وکړي.
په پرېکړه لیک کې همداراز د مخامخ خبرو لپاره د فضا د برابرېدو او اعتماد رامنځته کېدو په خاطر د حکومت او طالبانو له لوري د اقداماتو هرکای کوي.
په دې پرېکړه لیک کې د موافقې تر لاسلیکېدو وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو او نړیوالو مرستو غوښتنه شوې ده.
په پرېکړه لیک کې د سولې د پروسې د پیاوړتیا لپاره د بین الافغاني خبرو په لړ کې پر افرادو د بندیزونو د لېرې کېدو یا په دې برخه کې پر غور ټینګار شوی د.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې د تشدد د کمېدا په شمول د طالبانو چلند او د سولې په خبرو کې د هغوی پرمختګ پر بندیزونو اغېز لري.
په پرېکړه لیک کې د دایمي سولې او جګړې د پای ته رسېدا لپاره د افغانانو د غوښتنې یادونه شوې او ویل شوي چې دایمي سوله یوازې په هغه پروسه کې ممکنه ده چې مشري او مالکیت یې د افغانانو وي او پراخې سیاي خبرې وشي.