تاند، دوشنبه، د میزان اوله: د ملي امنیت شورا په افغانستان کې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۹ پورې د طالبانو د ولسي مشرانو، ملکیانو د وژنې او جنایتونو پېښې مستندې کړي او دا هر څه یې د یو کتاب په ډول خپاره کړي دي.
د دې کتاب د مخکتنې د مراسمو په څنډه کې د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل تاند ته وویل، په دې کتاب کې د ټولو هغو ملکي کسانو په تړاو د پېژندنې اسناد راټول شوي چې قومي مشران، علمي کادرونه، دوکتوران، ماستران، انجینران، روغتیايي کارکوونکي، ښوونکي، خبریالان، دولتي مامورین او په نورو عام المنفعه کارونو باندې بوخت کسان وو، خو طالبانو په دغو کلونو کې په هدفي ډول وژلي یا یې تښتولي او وژلي یي دي.
ده زیاته کړه«په دې کتاب کې د هر وژل شوي نوم، د پلار نوم، ولسوالي، کلی، دنده، د زده کړو درجه، د وژل کېدو څرنګوالی، ځای او نېټه په مستند ډول د اسنادو او شواهدو په اساس لیکل شوی دی.»
د کبیر حقمل په خبره دا مستند کتاب یې ځکه خپور کړی چې د طالبانو جنایتونه تاریخ ته پاتې شي او له راتلونکو نسلونو پټ نشي: «هدف مو دا دی چې دا جنایتونه نور باید پټ پاتې نه شي او د خلکو له ذهنونو ونه وځي.»
د امنیت شورا ویاند زیاته کړه د دغې کتاب یوه یوه کاپي به ټولو بشري نړیوالو او کورنیو بنسټونو، کورنیو او نړیوالو محاکمو، ملګرو ملتونو او هاګ د جنګي جرمونو محکمې ته وسپارل شي او غوښتنه به ترې وکړي چې د طالبانو د دغو جنایتونو پوښتنه وکړي او له هغوی سره د بې ګناه وګړو د وژنې حساب و کتاب وشي.
د امنیت شورا دفتر وايي، د زرګونه جایتونه په نوم د دغه کتاب نورې برخې به هم خپرې کړي: (( موږ پر خلکو ځانګړې فورمې ویشلې دي چې د طالبانو په لاس د وژل شویو خپلوانو کره معلومات له موږ سره شریک کړي، تر څو د طالبانو جنایتونه مستند کړای شي.))
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په یو ټویټ کې ویلي، په تېرو اتلسو کلونو کې طالب وسله والو د ده په وینا هغه منحوسې او منفورې څېرې وژلې دي چې امریکايي ډول ته نڅېدل: (( د اسلامي امارت مجاهدینو هیڅ ازاد او بې پرې افغان نه دی وژلی، د جنایتکارانو او امریکايي غلامانو وژل فریضه ده چې زموږ تاریخونه به پرې وویاړي.))
دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو د تر ټولو زیاتو ملکي وژنو ملامتیا ور اچول کېږي، څه موده وړاندې راپورونه خپاره شول چې طالبانو په تېرو پنځلس کلونو کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له ۳ زرو څخه زیات قومي مشران وژلي دي.