تاند، شنبه، د حمل ۳۰مه: د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو له لوري د خوشې شویو ۶۰ بندیانو له ډلې یوازې ۱۹یې افغان سرتېري او نور ټول ملکیان دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وايي، د دوی له پلټنو وروسته مالومه شوې چې طالبانو ټول خوشې کړي کسان یوه میاشت مخکې نیولي وو.
ښاغلي فیصل نن شنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، د طالبانو له لوري په کندهار کې د ۲۰ خوشې شویو بندیانو له ډلې ۱۰ یې د حکومتي ځواکونو کسان او ۱۰ یې ملکیان دي.
نوموړي همدارنګه په لغمان کې د هغو ۴۰ بندیانو د خوشې کېدو په اړه وویل چې له ډلې یې ۹ د امنیتي ځواکونو غړي دي، ۱۰ یې ملکیان دي، ۱۲ هغه پولیس دي چې په خپله طالبانو ته تسلیم شوي وو: ((په دوی کې ۶ تنه ترخیص شوي پولیس دي او درې تنه د زراعت د ریاست ملکي کارکوونکي وو.))
هغه وویل، طالبانو دا خوشي شوي کسان تېره میاشت نیولي و او اوس دغو کسانو اوس څېړنې روانې دي چې کېدای شي ځینې یې زنداني شي.
هغه همدا راز ادعا وکړه چې نیول شوي کسان ربړول شوي وو: “له سره صلیب څخه غواړو، چې د ټولو اصولو مطابق له طالبانو وغواړي چې د بندیانو له ربړولو لاس واخلي.”
ښاغلي فیصل طالبان تورن کړل، چې په وینا یې له امریکا سره د سولې هوکړې لاسلیک کېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې ملکي وګړي د افغان پوځیانو په نامه نیسي، ترڅو له شوې ادعا سره سم د افغان حکومت اړوند د زر بندیانو خوشې کولو شمېر پوره کړي.
ښاغلی فیصل زیاتوي، افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو او په ځانګړي ډول د بندیانو خوشي کېدو په برخه کې هېڅ ډول شرطونه نه لري.
د هغه په وینا، دوی ژمن دي چې د ولسمشرمحمد اشرف غني له فرمان سره سم ۱۵ سوه طالبانو بندیانو، د هغوی عمر، روغتیا حالت او بند مودې ته په کتو خوشي کړي خو په وی، خو په وینا یې باید تاوتریخوالی کم کړي او یا اوربند ته غاړه کېږدي.