تاند، یکشنبه، د حمل ۲۴مه: د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د ۹ ولایتونو په کچه ۳۰ ملکیان وژلي او ۲ تنه یې ژوبل کړي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په دې اړه نن په خپل ټویټر لیکلي دي چې په دغو ملکیانو کې یې ډېری د طالبانو د سړک د غاړې ماینونو الوځولي دي.
جاوید فیصل ټینګار کړی دی چې طالبان باید اوربند وکړي تر څو ملکیان تلفات ونه ویني اود سولې هڅې نتیجه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په وار وار له طالبانو اوربند غوښتی دی تر څو د کورونا پر ضد مؤثره مبارزه وشي، خو طالبانو لا د حکومت په شمول د هیڅ نړیوال بنسټ غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.