د ملګروملتو امنیت شورا

تاند- د افغانستان په انتخاباتي بهیر کې د عبدالله عبدالله د همپالنې او اصلاحاتو د ټیم له لوري له رامنځته شوي خنډه وروسته د ملګروملتو امنیت شورا له افغان سیاستوالو وغوښتل چې له داسي اقداماتو ځان وساتي چې په سبب یې په افغانستان کې تاوتریخوالی او بې ثباتي راولاړېږي.

سره له دې چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له ریاسته ضیاالحق امرخېل اسعفا ورکړه، عبدالله عبدالله لا هم حاضر شوی نه دی چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره په انتخاباتي پروسې کې همکاري وکړي.

ویل کېږي چې عبدالله له خپلو پلویانو غوښتي چې سبا /جمعه/ پراخې مظاهرې وکړي.

خو امنیت شورا بې له دې چې د عبدالله عبدالله نوم واخلي، ویلي:» دا شورا له ټولو اړخونو غواړي چې د افغانستان له انتخاباتي موسسو او انتخاباتي بهیر سره اړیکې وساتي او د هغو پرېکړو ته درناوی وکړي.»

امنیت شورا همداراز ویلي چې د افغانستان سیاستوال باید داسي اقدامات ونه کړي چې په هیواد کې یې ګډوډۍ او بې ثباتۍ ته لمن وهل کېږي.

امنیت شورا د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدانو ته سپارښتنه کړې چې د انتخاباتو په اړه هر راز اعتراض او شکایت باید د قانوني چاینلونو او میکانیزمونو له لارې او د افغانستان د انتخاباتو د قانون مطابق اړوندو ادارو (شکایتونو کمیسیون) ته وړاندې کړي.

د امنیت شورا اعلامیه زیاتوي، ملګري ملتونه د افغانستان له قوانینو سره سم د انتخاباتو د بهیرپایلې او د منظم واک لېږد ته انتظار باسي او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یوناما د ملاتړ د هڅو ستاینه کوي.

امنیت شورا د انتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو د دوو کمیسیونونو په ګډون د انتخاباتو د اړوند موسسو د ونډې پر اهمیت ټینګار کوي او په خپل بیان کې د انتخاباتو پر مسوولو ادارو غږ کوي چې په دې مهم او تاریخي بهیر کې په پوره صداقت عمل وکړي او همدا راز ټینګار کوي چې باید د انتخاباتو په بهیر کې د درغلیو د څېړنې او مخنیوي په ګډون د اړوندو ادارو خپلواکي، بېطرفۍ او شفافیت یقیني شي.

د ملګروملتونو امنیت شورا همداراز د افغانستان پر سیاسي موسسو هم ږغ کړی چې د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ملي وحدت، او مځکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د هېواد له اساسي قانون سره سم ګډ کار وکړي څو د افغانانو راتلونکې ژوند سوله ییز او سوکاله شي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو له کمیسیونونو سره همکاري درولې او ویلي یې دي چې د انتخاباتو پایلې نه مني.

0 thoughts on “امنیت شورا له افغان کاندیدانو وغوښتل چې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *