خبریال: عادل- د اروزګان او نیمروز پخوانی والي ملا امیر محمد اخندزاده، چې په هلمند کې د نفوذ خاوند دی، وايي له مرکز کابل سره په تفاهم هلمند ته راغلی څو د ولسونو په مرسته د لښکرګاه دفاع وکړي.
له تیرو څلورو ورځو راپه دې خوا وسله والو طالبانو د هلمند د دوو ولسوالیو ګریشک او نادعلي په یو شمېر سیمو کي پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي او ویل کیږي د جګړې پرمهال دواړه لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې تر اوسه څرګند نه دی .
د نادعلي او ګریشک ترمنځ په لوی مانده ، لوچک ، کوفکي ، مالګیر او د باباجي په ځینو ساحو کي جګړه روانه ده چې د درنو وسلو ډزو ږغ یې تر لښکرګاه ښار پوري رسېږي.
دې جګړو خلګ اندېښمن کړي چي ښار ته ستونزه جوړه نه سي خو دهلمند والي میرزا خان رحیمي خلګو ته ډاډ ورکړی چي هیڅ ستونزه به رامنځ ته نه سي.
د اروزګان او نیمرز پخوانی والي ملا امیر محمد اخندزاده هم نن لښکرګاه ته ورسېد او رسنیو ته يې وویل چي د لښکرګاه د خوندي ساتلو په موخه راغلی او ښار به په ولسونو وساتي.
هغه د لښکرګاه ښار په اړه وویل چي دلته پوره چمتووالی نیول سوی او دا ډول اوازې، چې لښکرګاه به د طالبانو لاس ته لوېږي، د دښمن تبلیغات دي څو خلګ اندېښمن کړي .
ځینو سرچینو ویلي چي د ګریشک او نادعلي ولسوالیو له جګړې سره جوخت په موسی کلا کيې هم درنه جګړه سوې ده خو د هلمند والي وویل موسی کلا کي جګړه سته خو حکومتي ځواکونه پیاوړي دي او هلته هم بریالي روان دي.
وسلوالو طالبانو په هلمند کي د وروستۍ جګړې پرمهال د یو شمېر امنیتي پوستو د نیولو او په ځینو سیمو کي د پرمختګ ادعاوې کړي دي.
ارګ دی د کرزی په رقم اشتبا نه کوي هلمند ته خدای طالبان را وستل د ملاامیرمحمد او شیرمحمد د ظلم څخه راغلل. ولي زه یقین لرم چي ارګ دی نه دی استولي هلمند ته دورواغ وایی.مسی قلا ته طالبان د امیر محمد ظلم د لاسه راغلل په هغه وخت کي چی ولسوال و. دی ددي دپاره راغلی چي خپل ګټي خوندی کړي.