دهلمند امنیتي مسئولین وايې: د امنیت د ټینګښت او د دولت د وسلوالو مخالفینو د ځپلو په موخه يې د هلمند په بېلا بېلو سیموکې د عملیات د پیل کېدو خبر ورکړ.
د چهار شنبي په ورځ د هلمند امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده سیمه کې خبریالانو ته وویل چې؛ په یادو عملیاتو کې د ملي پولیسو سربېره ټول افغان امنیتي ځواکونه ګډون لري.
دده په وینا چې په لوی مانده سیمه کې هغه عملیات چې تر سره سوي دي پکې ۶ تنه د دولت وسلوال مخالفین وژل سوی او له شپږ ميله وسلو سره يې جسدونه د دوی لاس ته ورغلي دي.
ملاخیل وایی:هغه سیمې چې له تیرو اتو کلونو راهیسې د دولت د وسلوالو مخالفینو تر ولکې لاندې وې دا مهال پکې دولتي حاکیمیت ټینګ سوی دی.
د امنیه قوماندان نبي جان ملاخیل په خبره چې په راتلونکو درې ورځو کې به د دې ولایت په یو شمير نورو سیموکې هم په پراخه توګه چاڼیزعملیات پیل کړي او په بشپړه توګه به وسلوال طالبان له سیمو و ایستل سي او پولیس به په سیموکې خپلې امنیتي پوستې ځای پرځای کړي.
د قومندان په وینا چې په تر سره سوو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی او ښتی.
بل پلو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیکل سوي تلیفوني پیغام کې لیکلي چې؛ دولتي حاکیمیت په ډیرو سیمو کې نشته، هغه د هلمند امنیه قوماندان هغه خبرې رد کړې چې ویلي یې دي چې ځینې سیمې پولیسو نیولي دي.
احمدي لیکلي چې د جګړې پرمهال ۴ پولیس وژل سوي او د دوی لوریو ته کوم زیان ندی اوښتی،
دولتي چارواکو د طالب ویاند ددغه ادعا په اړه څه ندي ویلي.