غزني له کلونو راهیسې د سقوط له برخلیک سره مخ ولایت دی، غزني وروستي سخت ټکانونه تېر اوړی کې ولیدل، له کندوز وروسته غزني د طالبانو په لیست کې و چې باید سقوط شوی وای. طالبانو په خورا غټ پلان په غزني حمله وکړه، سلګونه جنګیالي یې له شاوخوا ولایتونو څخه د غزني د نیولو لپاره را ټول کړي و.
کله چې د غزني د نیولو لپاره طالبانو د کابل کندهار لویه لاره وتړله، خلک یې له ولسوالیو څخه ښار ته نه پرېښودل او هم مهاله یې د غزني په څو ولسوالیو او مرکز کې په ځینو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل. حکومت هم له مرکز څخه غزني ته اضافي سرتېري راولېږل، خو له دې سره سره یې امنیتي وضعه کنټرول نشوای کړای. حکومت په منډه و، ټول امنیتي ځواکونه ښکته پورته کېدل، ښاریان د طالبانو د حملې له ویرې له ښار څخه په تېښته وو او خپلې دارایي یې د پوپنا کېدو له ویرې ایستلې.
غزني ته د جنرال امین الله امرخېل له راتګ سره کیسه سرچپه شوه، د غزني د سقوط خوبونه خوب پاته شو، طالبانو ته داسې شکست ورکړل شو، چې هیڅ تصور یې نشوای کولای، دوی د غزني د سقوط په تمه راغلي و، خو ښاغلي امرخېل داسې سرونه په وګرځول چې اوس هم په سد نه دې راغلي.
ښاغلی امین الله امرخېل څه باندې اووه میاشتي کېږي غزني کې د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کوي، په دومره کمه موده کې دومره زیاتې لاس ته راوړنې لري چې تېرو ټولو قومندان په تېرو پنځلسو کلونو کې په غزني کې نه درلودې. امنیتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تهاجمي ته واوښتل، غزني چې د سقوط له سل سلنې ګواښ سره مخ و اوس په امن ولایت بدلېدونکی دی، د پولیسو په لیکو کې خورا اغېزمن اصلاحات راغلل، خپل سري وسلوال یې له منځ یوړل او تر ټولو غټ کار یې دا وکړ چې د ځمکو د غاصبینو او د قومي مشرانو په نوم د قومي ټیکدارانو په وړاندې لکه غر داسې ودرېد، د ځمکو د غصب قضیې پسې را پورته کړې، د دولت له ذلیلو مخالفینو سره د دې قومي ټیکدارانو پټې مرستې افشا کړې.
امرخېل په داسې حال کې غزني ته راغی چې په فساد ککړه اداره ور پاته وه، د پولیسو په لیکو کې همدې قومي ټیکدارانو لاسونه اچولي و، تشکیل یې له کمبود سره مخ و، خیالي پولیس موجود و او همدې کسانو یې امکانات خوړل؛ خو دا سپېڅلی جنرال د دې ټولو ناخوال په وړاندې ودرېد، شپه ورځ یې د ادارې په جوړولو کار وکړ، د پولیسو په لیکو کې دیسپلین رامنځ ته کړ، نظم یې راوړ او د فساد بوی یې لا ورک کړ.
نن چې د غزني اوسېدونکي د ارامۍ ساه اخلي او د سقوط کیسې لا په خیال کې نه ور ګرځي د همدې اتل جنرال برکت دی. د فاسدینو په وړاندې د دولت د لوړپوړې چارواکي ښکاره مبارزه چې وینې، په دولت د ولس باور زیات شي. ډېر خلک به د فساد او فاسدینو په وړاندې د مبارزې نغارې غږوي، خو ښاغلي امرخېل په عمل کې دا ثابته کړي. همدا څه یې په ولس کې د محبوبیت کچه لوړه کړې. که د ده پخوانیو دندو ته نظر واچو، خپل هر مسوولیت یې په ښه شکل ترسره کړی، هر ځای په خورا مېړانه د وطن دفاع کړي او دې خاورې ته په خورا صداقت کار کړی.
افغانستان غوندې هېواد کې ډېر کم د وطن خادمان او خواخوږي چارواکي پیدا کېږي، ښاغلی امرخېل چې د فساد په وړاندې مبارزه کوي، د قومي ټیکدارانو او وکیلانو فردي ګټې ګواښې، خود به له یو لړ ستونزو سره هم مخ وي. دسیسې به ورته جوړېږي او د بدنامولو لپاره به یې هڅې کېږي. که څه هم ښاغلی امرخېل د دندې تر بقا د وطن خدمت او د فاسد په وړاندې موقف نیولو ته ترجیح ورکوي، خو مرکزي حکومت باید د وطن د داسې بچیانو تر شا ودرېږي او د لا ښه کار لپاره یې تشویق کړي.
واقعآ جنرال صیب د ستایلو وړ شخص دی ، باید پوره حمایت یې وشي ، مرکزی حکومت دې دا ستر هستي له لاسه نه ورکوي