د ملنګ جان نهه پنځوسم تلین
د ملنګ جان پر کوم پورتریت باندې چې زه دلته غږیږم، یوه جالبه کیسه لري چې یوازې ما ته مالومه ده. زه به د ملنګ جان دا پورتریت او دا کیسه د ده د نهه پنځوسم تلین په پار دلته د لومړي ځل له پاره خپاره کړم:
د روسیې او بیا د ماسکو په یوه عجیب چاپیریال کې د افغانستان د فرهنګ د بڼ ښایسته ډیر وزر سوي مرغان، نه په عمدي ډول، بلکې په تصادفي ډول او مجبوراً را ګیر شوي وو. دغو فرهنګیانو د بې اسنادۍ او بې سر نوشتۍ له ستونزو سره، سره خپل وطن، خپل خلک او خپل فرهنګ هیر کړی نه و، په ژړا، خندا، او په هر ډول حالاتو کې یې، په بې سارو هلوځلو سره یې په یو ډول نه یو ډول یاداوه.
د همدې دردونو او یادونو په لړ کې یو ځل داسې هم وشول چې د ماسکو ښار په زړه کې، د افغانانو په تجارتي مرکز «سیواستوپل» کې، له نن نه نولس کاله پخوا د ۱۹۹۷ ام کال په اکتوبر میاشت کې د یو شمیر افغانانو له خوا د ملنګ جان د څلویښتم تلین له پاره هلې ځلې پیل شوې، مقالې او شعرونه برابر کړای شول، محفل جوړ شو او په ډیر درناوي سره د امین ملنګ د څلویښتم تلین یاد تازه کړای شو. ما (آصف بهاند) د امین ملنګ د څلویښتم تلین له پاره د «دا غم دې تل په ما وي» تر سرلیک لاندې مقاله ولیکله چې د تلین په محفل کې ولوستل شوه او په هماغه وخت کې له ماسکو نه په خپریدونکې ادبي فرهنګي مجله «لیمه» کې خپره شوه.
اصل خبره د امین ملنګ په نوي پورتریت کې وه. د جادوګرو ګوتو خاوند انځور ګر یار محمد تره کی هغه وخت د «آواز» په نامه اخبار خپراوه، کله کله به یې په «آواز» کې ځینې کاریکاتورونه خپریدل، له ده هیله وشوه چې د امین ملنګ د څلویښتم تلین له پاره یو څه برابر کړي، هغه د امین ملنګ همدا پورتریت را وړاندې کړ او وې ویل چې د ملنګ جان له پاره او د دې محفل له پاره زما همدا ډالۍ ومنئ.
زیارکښه ژورنالست فاروق فردا غږ وکړ چې زه په نظر کې لرم چې د ملنګ جان د څلویښتم تلین په مناسبت د خپلې ورځپاڼې (نوید) یوه فوق العاده ګڼه چاپ کړم، دا پورتریت به یې په لومړي مخ کې چاپ شي. دا هم و منل شوه.
په هغه وخت کې ما (آصف بهاند) کله، کله د ښاغلي فردا د «نوید» او د ښاغلي فیض ساویز «هندو کُش» پروف د همکارۍ له مخې لوسته. کله چې فردا صاحب د ملنګ جان د فوق العاده ګڼې د پروف د لوستلو له پاره ور وبللم، اخبار یې په مخکې را ته کیښود، د اخبار په لومړي مخکې د ملنګ جان د پورتریت له ډیزاین او د ملنګ جان پر پورتریت باندې د راغلو نومونواو جملو د ځای په باب زما فکر بل ډول و، خپل نظر مې له ښاغلي فردا سره شریک کړ، خو هغه و نه مانه. بیا مې ور نه وغوښتل چې که د نورو جملو او نومونو ځای نه بدلوي، یوازې دې د اخبار د نوم (نوید) ځای بدل کړي. د نوید توری لکه څنګه چې د «نوید» په لومړي مخکې، په چاپ شوي پورتریت کې ښکاري، په داسې ډول ډیزاین شوی و چې د پورتریت د ککرۍ یو برخه غوڅه کړای شوې وه او…
خو د فردا صاحب څنګه چې زړه و، هغسې یې چاپ او خپور کړ.
لکه د چا خبره«هی میدان و طی میدان و خار مُغیلان» لکه زورور باد چې وچې پاڼې په هوا کړي، زه هم یو زورور باد په هوا کړم او د باد په آرامیدو سره مې چې پام شو، د ډنمارک په نامه په یو ځای کې لویدلی وم.
زما دانشمندې میرمنې زما مسلک، ذوق او غوښتنو ته په کتو سره، زما ټول کتابونه، یاد داشتونه، او هغه اخبارونه او مجلې چې تل به ما کور ته راوړل او ساتل، د پُست په وسیله له مسکو نه ډنمارک ته را ولیږل. ما به هم هره ورځ له دې یاداشتونو او چاپ شو اخبارونو او مجلو سره ځان مصروفاوه او د کار شیان به مې ور نه را جلا کول. د همدې جلا کولو او لیدلو په لړ کې یوه ورځ د ښاغلي فردا په «نوید» کې د امین ملنګ په همدې پورتریت باندې ور پیښ شوم. د امین ملنګ دا پورتریت سره له دې چې زما په خوښه نه و چاپ شوی، خو زما دومره خوښیده چې د نوید اخبار لومړی مخ مې په ماسکو کې قاب کړی و او په خپل استوګنځي کې مې ځړولی و.
کله مې چې د اخبارونو په کلکسیونونو کې د نوید همدغه ګڼه تر سترګو شوه، په ډیرې خوشالتیا مې څنډ وهله او خپل کشري زوی ته مې چې هغه وخت یې د کمپیوتر درسونه لوستل، غږ کړل، چې راغی پورتریت مې په مخکې ور ته کیښود او ور ته و مې ویل: زویکه د دې پورتریت ير مخ چې کوم لیکلي نومونه دي، دا په و توږل شي که نه؟ هغه را ته و ویل: پلار جانه دا خو په پنځو دقیقو کې کولای شم. ده دا کار وکړ.
د امین ملنګ دا پورتریت ما د A4ستندرد کاغذ په د دوو مخونو په اندازه چاپ او په خپل کور کې مې د خپل کار د میز پر سر را وځړاوه:
یو وارې داسې هم وشول چې د امین ملنګ جان همدا پورتریت مې په خپل یوه شعر (زما حجرې ته میلمانه راغلي، لومړۍ برخه) کې هم یاد کړ. په شعر کې د ملنګ جان یادونهداسېشوې ده:
«… عجیبه پیښه وه دا:
ټولو نه مخکې مې امین ملنګ جان کور ته راووست
ښه په عزت مې بر سر کینولو
نور مو څه ونه ویل
څو ورځې وروسته خوشال خان خپله ور و وهلو
چې مې کاته له سپینې ږیرې سره دنګ ولاړ و
سترګې اوښلنې ښه په ځیر یې کتل
په ستړي غږ یې ویل:
بچیه! ستړی یم دمه کومه،
آصف خان کور دی که نه؟
ما وې راځه بابا دننه راشه
خپله آصف یمه، ستا زوی یمه زه
ملنګ جان ناست دی انتظار دې کوي
چې خوشال خان او ملنګ جان راغللو
ما وې چې ټول جهان لرمه کور کې…»
کله کله به چې فرهنګي دوستان کورته راغلل، او د امین ملنګ همدې پورتریت ته به یې ور پام شو، هیله به یې کوله چې د دې پورتریت یوه کاپي ورکړم، خو ما به مخالفت کاوه. داسې هم وشول چې یوه شاعر دوست را ته و ویل:
«تاسو لکه چې هر څه په خپله ټیکه کې ساتئ او…»
ما هر یوه ته همدا یو ځواب وایه: تر څو چې د دې پورتریت د جوړونکي او رامنځ ته کونکي اجازه وا نخلم، زه یې چا ته نه ور کوم او نه یې په رسنیو کې له نورو سره شریکوم، ځکه زما په اند د دې پورتریت د خپرولو حق یوازې د هغه له خاوند او را منځ ته کونکي، یار محمد تره کي سره دی اوبس.
یار محمد ترکی هم په داسې کوم لوري باد وړی و چې زه ور نه خبر نه وم. ما داسې اټکل کاوه چې استرالیا ته به تللی وي، نو مې ګران دوست عبدالهادي هادي ته یوه ورځ د تلیفون په کرښه و ویل چې دا شخص (یارمحمد) مې په کار دی، ته خو یې پوښتنه وکړه که دغلته وي، نو یوه پته ، تیلیفون یا ایمل یې که را پیدا کړې!
څه موده وروسته هادي صاحب هم د نه ځواب راکړ. خبره همداسې پاتې شوه چې یوه ورځ کړپ سړی د فیسبوک په بڼ کې په مخه راغی، د فیسبوک یارۍ له پیلیدو او جوړ تازکۍ نه وروسته مې د دوه زره شپاړسم کال د د اکتوبر په شپږمه نیټه د اروپا په وخت د مازدیګر په پنځو بجو د امین ملنګ د پورتریت کیسه او دا اوږد داستان ور ته تیر کړ او ور ته و مې ویل:
ستاسو په هنرمندو ګوتو چې د ملنګ جان کوم پورتریت ایستل شوی دی، ما لوی چاپ کړی او په خپل کور کې مې ځړولی دی اوس یې خلک یوه کاپي را نه غواړي، ما څو تنه د نه ورکړې په خاطر خپه هم کړل، اوس نو ستا سو خوښه ده چې څه ور سره وکړم؟ څه موده وروسته د ملنګ جان نه پنځوسم تلین دی، که مو خوښه وي چې زه یې په همدې مناسبت له دوستانو سره شریک کړم.
ښاغلي یار محمد تره کي په فرهنګي مینې او شفقت سره و ویل:
چې ملنګ جان خو یوازې په ما او کوم بل شخص پورې اړه نه لري، ملنګ جان د ټولو شریک ویاړ دی، دغسې دغه پورتریت هم په ټولو خلکو پورې اړه لري، ته کولای شې په هره بڼه چې غواړې دا پورتریت له نورو سره شریک کړې.
او دا دی د امین ملنګ جان دا پورتریت چې د ښاغلي یار محمد تره کي په هنرمندو ګوتو ایستل شوی دی، د ده په اجازه او له ده نه په ډیرې مننې سره، له ټولو افغانانو او د ملنګ جان له مینه والو سره شریکوم:
دا هم له وطن سره د مینې د څرګندولو په پار د امین ملنګ د زړه غږ:
دا زمــوږ زیبــا وطــن، دا زمــوږ لیــلا وطن
دا وطــن مــو ځــان دی، دا افـغـانــستــان دی
دا د مینې کور زمـوږ، دا د پلـرو ګـور زمـوږ
نه ور کـوو چا لـره، دا د ستـرګو تور زمـــوږ
دا وطن دی ځان زمـوږ، دا وطن ایمان زموږ
وايي پـه خاپـوړو کې، داسې مـاشومان زمـوږ
دا مــو د بـابـا وطــن، دا مـــو د دا، دا وطــن
په موږ باندې ډیر ګران دی، دا افغانستان دی