تاند- د اسلامي حزب یوه مشر امین کریم په هرات کې د عطا محمد نور وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل چې نور له دولتي موقعیت او امکاناتو څخه د انتخاباتي تبلیغاتو لپاره کار اخلي.
نور، چې تر دې مخکې (یکنشبه/اکتوبر۲۹) په مزارشریف کې یوې غونډې ته ویلي و چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندیدوي، د سې شنبې په ورځ په هرات کې وویل چې د کاندیداتورۍ په اړه یې څرګندونې تحریف شوي دي.
خو امین کریم هرات ته د ښاغلي نور سفر او د هرات له پخواني والي اسماعیل خان سره د نوموړي ګډه غونډه د انتخاباتي کمپاین برخه وبلله او ویې ویل چې د بلخ والي د انتخاباتي کمپاین لپاره له دولتي امکاناتو استفاده کوي.
ښاغلي کریم وویل، د دې لپاره چې د نور اقدامات له دولتي واک او امکاناتو څخه سو استفاده ده نو باید د بلخ له ولایته استعفا وکړي.
کرزی دا سورلنډیان موږته زمریان کړل