د افغانستان د سوداګرو او صنایعو خونې ویلي چې سږکال د هیواد له بېلا-بېلو ولایتو څخه انګلستان ته ۷ زره ټنه انار صادر شوي دي او داسي پلان دی چې د انارو جوس هم صادر شي.
د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره، چې په زراعتي هیواد مشهور دی، ډېر لوی زیری دی چې
د زراعتي محصولاتو لپاره یې په بهر کې مارکیټونه ګرمیږي.
ودان افغانستان ګوند په خپله اقتصادي کړنلار کې د اقتصادي ښېرازۍ لپاره پر زراعتي وده او میکانیزه کولو تمرکز کړی دی او وايي:
( و.ا.ګ د خپلو اقتصادي ـ ټولنپوهنیزو کتنو، څېړنو او هر اړخیزو ارزونو په پای کې پوره باوري شوی چې د افغانستان د نوې رغاونې لار له کروندو تیریږي. کړنلار، مخ ۲۲)
و.ا.ګ همدارنګه باور لري چې تر ۸۰٪ افغانان په کرنیز سکټور کې بوخت دي نو په لومړي سر کې زراعت ته توجه هم د اقتصادی پرمختګ سبب کیږي، هم د بېکارۍ ستونزه له منځه ځي او هم په نتیجه کې سولي او امنیت ته لار هواریږي.
په انګلستان غوندې یوه پرمختللي هیواد کې د افغانستان انارو ته د تقاضا دومره په زړه پوري تلوسې دا امیدونه پیدا کړي دي او ډیر امکان شته چې انار د کوکنارو د بدنام، مضر او وژونکي بوټي ځان ونیسي.
د کندهار او هلمند انار چې ځانګړی شهرت لري دا وخت د انګلستان، هندوستان او پاکستان په بازارو کې د خلکو خوله اوبه ورته کوي، که حکومتي پاملرنه ورته ډېره شي، د ټول زراعتي سیسټم په سلسله کې انار هم علمي او مکانیزه چوکاټ ته وربرابر شي، سړک، ترانسپورټ او خارج ته د صدور چارې یې اسانه کړه شي، هم به مو د بهرنیانو اشتها ته مثبت ځواب ویلی وي، هم به په کور دننه د افغانانو په جیب او سترخان کې لوی بدلون راغلی وي او هم به مو د مخدره موادو له بدنامۍ څځه افغان انسان او افغانستان ژغورلی وي.
د افغانستان زراعت ته پاملرنه له دې اړخه هم ډېره مهمه ده چې دا وخت په ټوله دنیا کې د خوراکي توکو بحران موجود دی ځکه له یوې خوا د نړۍ نفوس مخ پر ډېرېدو دی او له بلې خوا له غذایي توکو څخه په نورو ساحو کې کار اخیستل کیږي مثلاً، له جواریو، لبلبو او نورو ورته شیانو څخه د انرژۍ په تولید کې استفاده کیږي او په دې توګه د خوراکې توکو کمښت رامنځته کیږي.
پر دې اساس که د افغانستان د زراعتي محصولاتو پر مخ د نړۍ ور پرانیستل شي نو هیڅ شک مه وینئ چې زموږ په هیواد کې به د سپېره غربت، محتاجۍ، جنګ، جګړو، بې اتفاقۍ او بې ثباتۍ دروازې د تل لپاره وتړل شي.
د افغانستان لپاره یو بل په زړه پورې فرصت دا دی چې کولای شي دننه په هیواد کې د خپلو زراعتي محصولاتو لپاره د پروسیس زمینه برابره کړي او یو په څو چنده ګټه ترلاسه کړي، په دې سره به هم د کروندګرو کور ودان شي، هم به د سوداګرو سترګې مړې شي، هم به مو هیوادوالو ته د پراخ کار ځمکه هواره شي او هم به مو د دولتي خزانې کوګل له خپلو حلالو پیسو ډک شي او تر ټولو مهمه لاهم دا چې نوره دنیا به له افغانستانه د تروریزم او تاوتریخوالي پر ځای د خپلې ګېډې مړولو او اشتها صافولو هیله ولري.
د سوداګرۍ خونه وایي چې د انارو جوس د تولید لپاره یوه انګلیسي شرکت د اتیا میلیونه ډالرو په پانګه له (امید بهار) افغاني شرکت سره قرارداد لاسلیک کړی چې پر بنسټ به یې دغه شرکت په راتلونکو دوو کالو کې انګلستان ته ۱۵ زره ټنه د انارو جوس صادروي.
د کوکنارو ګټه یوازې د یو څو بشر دښمنه خلکو خزانې ته ځي او د تباهۍ څپې یې په ټوله انساني نړۍ کې خپرې دي خو د انارو او نورو زراعتي توکو د خیرښېګڼې او برکت موجونه به د هر افغان انسان او نړیوال تر کوره رسیږي.
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۲) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۹\ ۱۳۹۳