ولا تلقوا بايديكم الى التهلكة
وَلا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا

 هغه څوک چې په اسراییلو ورشي، او له ملا ېې باروت تړلي وي، او په خپله د باروتو بټن ووهي، او دوه زره محارب یهود له ځان سره ووژني، دا سړی د ځان قاتل دی، په ښه نیت جنت ته نه ځي، ځکه له ښه نیت سره د عمل مشروعیت شرط دی، او د ده عمل نامشروع دی، دا لکه یو غل چې غلا کوي، او په پیسو ېې جومات جوړوي، ځکه په خپل عمل ېې ځان مړ کړ، خو هغه مجاهد چې د جنګ ډګر ته ولاړ شي، او دښمنان ېې ووژني، نو دا شهید دی، او که یو مجاهد د محاربو کفارو په یو لوی لښکر حمله وکړي، او په سلو کې سل باوري وي، چې د حملې په نتیجه کې زه وژل کیږم، خو کافران مې وژني، په خپل مستقیم عمل نه وژل کیږم، بلکه زما عمل په لوی لښکر حمله ده، او لښکریان بیا راپاڅیږي، ما وژني، دا مجاهد چې ووژل شي، همدا شهید دی.

هغه لومړی سړی د خپل ځان په مباشره توګه قاتل دی، او دا نور دواړه په تسبب سره د ځان قاتلان دي، او هر مجاهد شهید په تسبب سره د ځان قاتل دی، خو مباشر عمل ته نتیجه منسوبیږي، او د تسبب عمل ته چې له مباشر عمل سره یو ځای شي نتیجه (مرګ) نه منسوبیږي. خلاصه دا چې د ځان متسبب قاتل ته قتل نه منسوبیږي، قتل ېې مقابل لوري دښمن تر سره کړی، نو د ځان د قتل نه د منعې په نصوصو کې نه شاملیږي او د ځان قاتل نه ګڼل کیږي. دا سړی چې مقابل جهت ېې مهدر الدم وي، شهید دی، او د شریعت د قواعدو په بنسټ جنتي ګڼل کیږي. او په مباشره توګه د ځان قاتل، دقرآن او سنتو او فقهی م‍ذاهبو د آراوو په رڼا کې جهنمی دیڼ که هر څو ېې هدف مشروع او مقدس هم وي. که څوک نور تحقیق غواړي زما کتاب (القتل العمد فی الشریعة الاسلامیة) ته دې مراجعه وکړي، چې له دې فتنو نه مې مخکې لیکلی، په ۱۳۷۰ ه ش کال مې لیکلی او په بازار کې پیدا کیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *