صفی الله سلطانی

د نوې حکومت له پیله تروریستې بریدونه او انتحارې حملې څو برابره زیاتې شوې دي، هره ورځ یو تروریستې برید او یوه انتحارې حمله کیږې او هر ورځ د امنیتې چارواکو د خبري ناستې موضوع همدا وې چې دا بریدونه په پاکستان کې د حقانې شبکې له خوا تنظیم شوي وو او د خپل شوم هدف لپاره افغانستان ته را لیږل شوي وو.

ځوانان، سپین ږیرې، ښځې او ماشومان د دې بریدونهو اصلې هدف دي، مسجدونه، د تفریح ځایونه او عام واټونه یې اصلې ځای وي.

پوښتنه دا ده چې د ولسمشر پټه خوله پاتې کیدل او د هیڅ غبرګون نه ښودل څنګه تعبیریداي شې؟ د پخواني ولسمشر کرزي هم همدا ځانګړنه وه چې اول پنځه کاله یې هر څه په پټه خوله وزغمل او وروسته یې بیا هره موضوع په بلې پسې افشاء کوله، اول یې پاکستان ته د ورور او ګاونډې خطاب کاوه او وروسته یې د تروریستې بریدونو اصلې ځاله بلله، امریکا ته لومړۍ په دوه لاسي سلام ولاړو وو او ورسته یې د ستونزو سرچینه بلله، غنې باید په داسې حالت کې پټه خوله پاتې نه شي، هر څه دې ښکاره ښکاره ووایې چې د پاکستان سفر مې مطلق ناکام وو، هیڅ لاسته رواړنه ورڅخه نه لرم او پاکستان په افغانستان او سیمه کې د تروریزم د له منځه وړلو لپاره هیڅ ډول مرستې ته تیار نه ده،

دا یو څرګند حقیقت چې پاکستان کله هم په خپل ګاونډ کې یو قوې افغانستان نه شې زغملاي، څو ورځې مخکې د پاکستان د ملی امنیت سلاکار سرتاج عزیز د بي بي سي اردو تلویزیون ته په مرکه کې ویلې وو چې دې ته اړتیا نشته چې د حقاني شبکې په شمول پر هغو ډلو، چې د پاکستان امنیت نه ګواښي، برید وشي.

یادو ستونزو ته په کتو او د روان بحرانې حالت د پاي ته رسیدو لپاره لاندې څو ټکو ته اشاره کوو:

له ولس سره زیاتې پوښتنې او ان ناهیلۍ پیدا شوې دی. ولسمشر ته په کار ده چې ژر تر ژره روان ګونګ حالت ته پایټکی کېږدی.

ولسمشر غنی باید اونیزه رادیویی وینا ولری او په یو لړ مسایلو دې ولس ته هره اونۍ خپله وینا واوروی، او ډاډ دې ورکړي.

ولسمشر باید دې پاکستان په اړه یو ښکاره دریځ او ښکاره سیاست غوره کړي

امنیتې او د فاعې وزارتونو ته باید تر هر څه له مخه وزیران او نور چارواکې معرفي کړې تر څو امنیتې وضعیت ته مسئول وي، او راپور ځینې واخیستل شې.

په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *