تاند- تیډ ټاکس، چې د نړۍ په مختلفو سیمو کې په بېلابېلو موضوعاتو بحثونه او څېړنې کوي، د ځانمرګو بریدونو په مرکز پاکستان کې په دې باب تحقق کړی چې څرنګه یو څوک ځانمرګی کېږي، څوک یې انتحار ته هڅوي، کومه طبقه د دې کار لپاره غوره کېږي او چیري په څه ډول روزنه ورکول کېږي.

په دې څېړنه کې، چې په پاکستان کې له ګڼو ځانمرګو سره د مرکو پر اساس شوې ده، اصلي تمرکز د پاکستان پر ځانمرګو بریدونو دی.

د دې څېړنیز راپور او مستند فلم جوړوونکې وايي چې ځانمرګو بریدونو ته له چمتو شویو ماشومانو سره یې یو کال تېر کړی دی. دې هغه علتونه او انګېزې څرګندې کړي چې یو ماشوم څرنګه ځانمرګي برید ته تیارېږي.

په پیل کې د ماشومانو د روزنې یو لنډ مستند فلم ښيي. په دې فلم کې ویل کېږي چې طالبان عموماً د خورا بېوزلو کورنیو ماشومان روزلو ته غوره کوي. هغو ته وړیا ډوډۍ او سرپناه ورکوي او په ځینو مواردو کې یې کورنیو ته هره میاشت یوه اندازه پیسې هم ورکوي.

دا وايي طالبان په خپلو تبلیغاتي فلمونو کې ماشومانو ته د ځانمرګو بریدونو او د جاسوسانو د وژلو دلایل او توجیهات وايي.

څېړونکې وروسته د سوات د یوې مدرسې له یوه ځوانکي سره خبرې کوي چې حضرت علي نومېږي او یو کال پخوا، چې ۱۳ کلن و، طالبانو جذب کړ.

حضرت علي په پښتو خبرې کوي. حضرت علي وايي، ماشومانو ته په اوله کې ځیني حدیثونه ویل کېږي بیا د یوې میاشتې لپاره د ځانوژونکو حملو روزنه ورکول کېږي، د روزنې په مهال د کافرانو پر خلاف د کلاشینکوف، راکټ، لاسي بم او نورو بمونو د کارولو چل ښودل کېږي. دی زیاتوي: «ورپسې پر موټرو د فدايي حملو چل راښيي.»

څېړونکې وايي چې طالبان د ځانمرګو د ګومارلو او چمتو کولو لپاره ۵ پروسې لري.

په لومړي ګام کې طالبان هغه کورنۍ مومي چې ډېرې بېوزلې او په لېري کلیوالي سیمو کې اوسي. دوی ماشومان له کورنیو په دې وعده جلا کوي چې هغو ته به وړیا ډوډۍ، سرپناه او کالي ورکوي. بیا دا ماشومان په سلګونو کیلومتره لېري د سخت دریځو مدرسو ته بیايي.

دوهم – دوی ماشومانو ته قرآنکریم ښيي، قرآنکریم په عربی ژبه دی او ماشومان پرې نه پوهېږي نو هر څه چې استادان ورته وايي، پر هغه باور کوي. ماشومان په کلکه د بل کتاب، ورځپاڼې یا مجلې له لوستلو، او د رادیو له اورېدلو منع دي. که هر ماشوم د دې مقرراتو سرغړونه وکړه، سخته سزا ویني. طالبان ماشومان نه پرېږدي چې د دوی له خبرو پرته بل هیڅ شی واوري یا وویني.

۳- طالبان ماشومان تلقینوي چې له دنیا څخه کرکه وکړي. دوی ماشومان وهي، په خپله مې لیدلي، په ورځ کې درې ځلي وچه ډوډۍ او اوبه ورکوي. په ندرت یې پرېږدي چې لوبه وکړي. ورته وايي چې د ورځې باید ۸ ساعته قرآنکریم ولولي. ماشومان د بندیانو په شان دي، نه له مدرسې وتلی شي، نه کور ته تللی شي. د ماشومانو میندې او پلرونه دومره بېوزله دي چې کورونو ته د خپلو ماشومانو د راوستلو وس نه لري.

۴- د طالبانو مشر غړی ماشومانو ته د شهادت په خوندونو او مزیتونو خبرې کوي، ورته وايي چې که ووژل شي نو په جنت کې به یې د شاتو او شیدو حوضونه او سیندونه په برخه شي او ۷۲ حورې به یې په خدمت کې وي. بې حسابه ډوډۍ او بې پایه دسترخوانونه به ورته پراته وي.

۶- تبلیغات د طالبانو تر ټولو اغېزمنه شیوه ده. دوی ماشومانو ته په ویدیوګانو کې د هغو کوچنیانو او ښځو تصویرونه ورښيي چې په عراق، افغانستان او پاکستان کې وژل کېږي. په دغو ویدوګانو کې اساسي پیغام دا وي چې لوېدیځوال د ملکیانو د مرګ ژوبلو پروا نه کوي، او هغه کسان باید ووژل شي چې په ښارونو، کلیو او بانډو کې له بهرنیانو او حکومت سره مرسته کوي.

د دغو پنځو مواردو، چې ماشومانو ته د انتحاري حملې انګېزه ورکوي، له تشریح وروسته یو شمېر ماشومان ښودل کېږي چې هر یوه په ځانمرګي برید کې خلک وژلي دي.

One thought on “انتحاري حملې ته د ماشومانو د چمتوکولو ۵ مرحلې/ ویدیو”
  1. ګرانو افغانانو!
    که ښه په ځیر وکتل شي دا ټولې نادودې په مونږ او زمونږ په بچیانو هله کیږي چې د الله تعالی د دین، عصري علومو او ریښتيني انسانې ژوند له تجربو او مهارتونو بې برخي وو. مونږ خو یا دنیا داسې ونیسو چې نه حرام راته معلوم وي او نه حلال، یا یې داسې لیرې کړو او بد مو ترینه راولو چې بیا هسې د الله تعالی د رضا په خاطر هم دنیا ته نه ګورو. دا دواړه د الهی مقدسو لارښوونو سره په ښکاره ټکر کې دي.
    که چېری مونږ خپلو بچیانو ته له لومړي سره د الله تعالی صحیح دین چې دده د خپل ځان پېزندنی ونیول شي او بالآخره ټولې چارې ورته شرحه شي او پریښودلای شي چې یا دې د ځانمرګو بریدونو قهرمان وي او یا د زمونږ په تلویزیوني چینلونو د چلیدونکو بې حیا او بې عزته سریالونو لیدونکی وي، نو هغه وخت به زمونږ بچیان ددې توان ولري چې د ښو او بدو، د حلالو او حرامو، د ګټې او زیان ترمنځ په شعوري او منطقي ډول توپير وکړي.
    که مونږ زکات ورکړو او بیوزله کورنۍ لاس نیوی وکړو او دیته یې پری نه ږدو چې خپل بچیان دغو انسان خوړونکو لیوانو ته په لاس کې ورکړي، دا انسان وژونکي او پردی مزدوران په له کومه ددې بیا دا فرصت پیدا کړي چې د غریبو کورنیو بچیان د ځانمرګو بریدونو لپاره وکاروي او په معصومه وینه یې د ځان لپاره له خپل بادار نه کریډیټ واخلي. دا په داسې حال کې چې ځانمرګی برید په ټولو سماوي دینونو کې حرام او ناروا دی.
    مونږ خو یا په اسلام کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه هم مخکې ځو او یا موپه دیموکراسۍ کې تر بوش میدان ګټلی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *