د ډودۍ په میز سره مخامخ ناست وو، ځانته مې سوپ اخیستی ؤ خوند ېې رانه کړ کاسه مې بیرته کړه.

ـ وېې خندل ولې دې کاسه بیرته کړه، ستا خو د  رومیانو سوپ ډیر خوښ ؤ

ـ  هو خوښ مې ؤخو باور وکړه د خولې خوند مې پاتې نه دی ، نه په ښه مزه پوهیږم او نه په بد، خداي خبر ترڅو به دا حال وي.

حاجې صاحب د هر وخت غوندې  خپلې شونډې په ډیر مودبانه انداز ویړې کړې  چې له ورایه پکې ډیره حیا پرته وه ويې ویل :

 ولې سوپ خو ډیر ښه پوخ شوی  او بیا په دې کانتین کې هرڅه حلال او مطمین وي .

ـ هو دا درسره منم ، مشکل زما دی نه  د پخوونکي .

ـ ولې خداي دې خیر کوي  څه مشکل مو…..

ـ سحر مې د سباناري په وخت کې انټرنټ کوت ، باور وکړه داسې ورځ به کله راځي چې یو ښه خبر واوروو.

 حاجي صاحب وویل:

ـ ولې بیا څه شوي .

ـ بیا انتحاري ، پنځه ویشت ژوبل اته په روغتون کې او دولس په حق ورسیدل .

حاجي صاحب په خپلې یو موټ ږیرې چې داسې معلومیده چې  تازه ېې هم رنګولې  وه لاس تیر کړ او وېې ویل :

خداي مو له دې الهې عذابه نور خلاص کړي ، دلته راغلو چې په ژوند پوه شو ، نه پوهیږم چېرته به خوشالي ترلاسه کړو ، د وطن مو دا حال  دلته هم کوم اسرات نه شته ، نه به د میرمن او نه به د اولاد اختیار لرې .

 سر ېې وښوراوو او سوړ اسویلی ېې وکیښ:

 میرمن مې کابو درې کاله رانه بیله شوې  زوي مې هم له دې سره دی  اوس ېې  د کوزوا له یو مسلمان سره نکاح کړې ده او غواړي زوي مې بیرته را وسپاري خو ماشوم غواړي له مور سره ژوند وکړي. ښه څه ضرورت ، دومره بې پروا انسان

ما ورته کړه :

 حاجي صاحب موږ افغانان هم دلته له ځان وژنې نه یو خلاص.

اسلو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *