د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتي مبارزې په درز کي روانې دي او هره ډله د خپل کانديد او پروګرام په اړه ولس ته معلومات ورکوي، دا پروګرامونه او پيغامونه څه په غونډو کي مخامخ د خبرو له لارې ويل کېږي او څه يې هم د ليکنې، وينا، انځور، کارټون او نورو په بڼه د بېلابېلو رسنيو له لاري خلکو ته وړاندې کېږي.
سياست د ارزښتونو جګړه اود سياسي کړنلارو مقايسه ده. کمپاين يوه سيالي ده او هر څوک هڅه کوي چي خپل سيال مات کړي، د مقابل لوري د ماتولو لپاره ډول ډول تاکتيکونه او لاري ليکي سته چي يوه غوره لاره يې د سياسي کړنلارو مقايسه او يوې کړنلاري ته ترجيح ورکول دي. په دې لړ کي د ترجيح ميتود يو غوره او موثره ميتود دی، که موږ تياره بده و نه ګڼو، نو رڼا ښه نه سو ګڼلای، که جګړه و نه غندو، نو د سولي ستايل هيڅ مفهوم نه لري.
په دې ميتود کې يو اړخ خپل پروګرام تشريح کوي او بيا يې د سيال پروګرام له تشريحي بڼي سره پرتله کوي، بيا ولس ته د خپل پروګرام هغه غوره ټکي په ګوته کوي چې د سيال لوري په پروګرام کي نه وي. د بېلګې په ډول موږ دا مهال دوې لويي ستونزې لرو چي يوه يې جګړه او بله يې هم اداري فساد دی، دا هغه ستونزي دي چي زموږ د ټولو ستونزو مور بلل کېږي.
که د يوه کانديد په پروګرام کي دې ستونزو ته پاملرنه نه وي سوې او يا لږ پاملرنه ورته سوې وي او برعکس د بل کانديد په پروګرم کي دا اړخونه لومړيتوبونه ګڼل سوي وي او دې هدفونو ته د رسېدو لپاره عملي، منطقي او علمي لاري چاري په پام کي نيول سوي وي، نو دا مانا لري چي دا کړنلاره د سيال کانديد د کړنلاري په پرتله بشپړه، علمي، منطقي، عملي او د وطن او ملت په خير ده.
په دې سيالۍ کي د هر کانديد د رسينو ډلګۍ ستر رول او دروند مسووليت لري، لکه څنګه چي د دوی نقش ډېر مهم دی دغسي يې لږ اشتباه هم يو ستر زيان پېښوي او د کانديد اخلاقي اړخ کمزوری ښيي.
له بده مرغه د ځينو کانديدانو پلويان د دې پر ځای چې د خپل سيال پر پروګرام خبري وکړي او نيمګړتياوي يې په ګوته کړي، د کانديد او د هغه مرستيالانو او ټيم ته ګوته نيسي، کله کله خو دا انتقادونه آن د افترا او سپکاوي تر پولو پورې رسېږي. بايد پوه سو چې د کمپاين په جريان کې کانديد او د هغه ټيم هدف نه، بلکي يوازي د پروګرام د تشريح او تکثير وسيله ده ده، بيا هم که په يوه يوه ټيم کي فاسد او جنايتکار اشخاص راټول سوي وي نو بايد په اړه يې مربوطه مراجعو ته شکايت وسي.
د يوه کانديد اصلي مخ د هغه په پروګرام او ټيم کې ښکاري، ټيم او پروګرام دوې هغه هينداري دي چي ملت د کانديد مخ پکښې ويني، په هره اندازه چي د يوه کانديد ټيم ډېر ښکنځل کوي او په فيسبوک کې ډېر لغړيان ولري، نو د کانديد اخلاقي کمزوري ښيي.
که د يوه کانديد پلويان سيال کانديد بې سواده، بد رنګه، بد اخلاقه او بې شخصيته وبولي، نو مقابل لوری به دې ته اړ سي چي د دوی په اصطلاح د دوی ښکلی، عالم او باشخصيته کانديد ته هم بدرد ووايي او د ښکنځلو په سيالۍ کې افراط يوه طبيعي خبره ده.
موږ يو ملت يو او په يوه وطن کې سره اوسو، که يو څوک نن له يوه کانديد سره کار کوي، کېدای سي چي څو ورځي وروسته يې خوا بده سي او بل کانديد ته ورسي يا که نن له يوه کانديد سره ولاړ دی په راتلونکو انتخاباتو کې به د بل کانديد ملګری وي. هغه ځوان په تېره بيا ليکوال او ژورناليست چي په سيال ټيم کې يې ځان ته د سلام او ستړې مسي څوک نه دی پرې ايښی او نن يې ټيم ته ورغلی څنګه به سترګي ورسره مخامخ کوي او په ګډه به کار سره کوي؟
له بلي خوا داسي ښکاري چې په لومړي پړاو کې به يو کانديد هم کافي رايي و نه ګټي او ټاکنې به دوهم پړاو ته ولاړي سي، په دوهم پړاو کي دوه مهم کانديدان هر يو يې اړ دی چي د مقابل لوري د ماتولو لپاره نوی ائتلاف جوړ کړي او دا ائتلاف به له همدې کانديدانو څخه جوړېږي، د دوو لويو ډلو کانديدان او مرستيالان به يې پر ځای پاته وي، خو نور کانديدان او ټيمونه به يې په همدې دوو ډلو کې راټولېږي، بيا به نو هغه وخت ګرانه وي چې يو موثر او مطلوب ټيم دي ولرو او تر هغه وروسته دي داسي اداره جوړه سي چې د ملت درد دي دوا کړي.
دا انتخابات به تېر سي، لس کانديدان به ناکامه او يو به بريالی سي، ناکامه کانديدان به اکثره د بريالي کانديدان وزيران، واليان او رئيسان وټاکل سي، خو هغه خلک به له شرمه يو بل ته نه سي کتلای چې په سپکو خبرو او ليکنو يې خولې او قلمونه ستړي کړي دي.
سياسي نړۍ يو عجيبه نړۍ ده، په سياست کې نه دښمني او نه دوستي تلپاتې او همېشه ده، بلکي يوازي ګټي دي چي سياسيون يو له بل سره دوستان او يا دښمنان کوي. موږ وليدل چې د شر او فساد په دوره کي جهادي رهبرانو يو بل سره تکفير کړل، يو د بل پر ضد يې جهاد اعلان کړ، په دې جګړو کې په زرګونو بې ګناه افغانان ووژل سول، خو رهبران يې نن يو له بل سره په پارلمان او حکومت کې پر يوه مېز خوشاله سره ناست دي او يو بل يې په غېږه کې سره نيولي دي.
ښه به دا وي چې ژوند يوازي نن و نه بولو او د سبا فکر هم ولرو، انتخابات به تېر سي، پوسټرونه به يې باران وشوړوي او د زمانې بادونه به يې يوسي، د کانديدانو نومونه او پروګرامونه به د خلکو هېر سي، د نورو دورو غوندي به دا دوره هم تېره سي او بله دوره به راسي، خو دا وطن او ملت لکه تر اوسه چې پاته دی بيا به هم پاته وي، موږ به په ګډه ژوند سره کوو، خو ښه ژوند هغه وخت سره کولای سو چې اجتماعي اخلاق مراعت کړو، که اجتماعي اخلاق مو درلودل، نو سياسي اخلاق به هم ولرو او که مو اجتماعي اخلاق ټيټ وو نو دا به زموږ سياسي فقر وي او تر څو چې د سياسي اخلاقو له پلوه فقير يو، نو داسي سياسي نسخه به ملت ته وړاندې نه کړای سو چې له امله يې ملت ته سوله او نېکمرغي راولو.