د حمل په ۱۶نیټه د رایې ورکولو ځای ته ولاړم په دروازه کې راسره زما یو بل ګاونډی شاه محمود چې اصلآ د خوست ولایت اوسیدونکی دی، هم ملګری شو. ورته ومې ویل چاته رایه ورکوې؟ په تعجب یې راته وکتل: معلومدار ډاکټر اشرف غني احمدزي ته، ځکه د هغه پروګرامونه له ځانه سره د وطن د ژغورنې زیری لري.
نوموړي دا هم وویل چې تر ده دمخه یې ټولې کورنۍ خپلې رایې وکارولې او ټولو ډاکټر غني ته رایې ورکړې. زه او شاه محمود په خبرو خبرو کې د رایې ورکولو خونې ته ننوتو، خپلې رایې مو وکارولې.
چې راووتو د ښوونځې مخې ته یوه سوالګره میرمن چې خپل ماشوم زوی یې په غیږکې و، ناسته وه، هغې میرمنې له موږ پوښتنه وکړه: به کی رای دادین؟ مخکې له دې چې زه ځواب ورکړم زما ملګري ژر ورته وویل: به داکتر صاحب عبدالله رای دادیم.
زما د انډیوال له دې خبرې سره د هغې بې کوره سوالګرې میرمنې په ټنډه کې ګونځې ښکاره شوې زما انډیوال شاه محمود ته یې بدبد وکتل. ما له دې میرمنې وپوښتل: تو به کی رای دادی؟ هغې میرمنې وویل: چرا تو نمی فهمی که ادم باید به کی زای بته؟ معلومدار به اشرف غني. بیا یې زما ملګري ته بدبد وکتل. پسې زیاته یې کړه: این ادم خو کلان ادم است خورد هم نیست که از ظلم عبدالله شان خبر نباشه، بیست سال پیش ای مردم چی که نکردند، اینه اول ما از دست همی عبدالله شان امروز بیوه، بی خانه و ګدای ګر شدیم. باز هم ای قسم مردم پیدا میشه که به قاتلین مردم رای میته.
د لارې ملګري مې ځواب نه درلود دواړه را روان شوو، خو زما ملګري په لاره کې هم هر چاته ویل چې به عبدالله رای دادیم. هیچا ته یې رښتیا ونه ویل. ټاکنې د دوهم پړاو په درشل کې وې د واده په یوه محفل کې یوه کس وویل: که خدای اشرف غني بریالی کړي دا وطن جوړیږي خو که هغه نه شي نو نور له دې وطنه باید لاس ومینځو او بیا کډې بار کړو تنظیمونه خو اول پخپل منځ کې نه سره جوړیږي او بل خلکو ته ددوی اعمال لیدلي دي فکر نه کوم د خپل حکومت دوره پوره کړای شي. زما هغه د رایو ورځې ملګری هم هلته حاضر و، ده د ډاکټر اشرف غني پر خلاف هغه خبرې وکړې چې نور مفسدین او جنایتکاران یې پسې کوي.
ما ورته وویل: عجیبه ده تا او کورنۍ دې ډاکټر اشرف غني ته رایه ورکړه د زړه له کومې د غني افغانستان پلوی یې، نو بیا د نورو په مخکې دا ناروا پروپاګند څه معنا؟
شاه محمود راته وویل: وروره دا جنګسالاران ډیر خطرناک خلک دي که پوه شي زه د غني پلوی یم ژوندی مې نه پریږدي د انتخاباتو په ورځو کې خبر نه شوې چې په چهلستون کې یې د ډاکټر غني یو پلوی په چاقوګانو وواژه؟ دغه دوست ته مې هم غوصه راغله په دې چې تر څو به له جنګسالارانو ویریږو او په یوه دموکراتیکه پروسه کې به هم ددوی زور ته تسلیمیږو له بلې خوا مې تر ډیره ملامت هم نه باله ځکه دا یوازې شاه محمود نه و چې په ښکاره یې نه شوای ویلای چې چاته یې رایه ورکړې ده پر ما هم دغسې حالات راغلي هیڅوک نه غواړي له زورورو سره لاس و ګریوان شي. تاسې به پخپلو کارځایونو کې هم لیدلي وي ما خو ډیر کسان ولیدل چې ترې پوښتنه به وشوه، چې چاته دې رایه ورکړه له واره به یې ویل: ډاکټر صاحب ته. رایه به یې ډاکټر غني ته ورکړې وه خو ویریده به هسې نه مخاطب یې د عبدالله پلوی وي چې بیا به ستونزه ورته جوړه کړي او که د هغه پلوی نه وي نو بیا به په ارامي ورته ووایي چې رایه یې ډاکټر غني ته ورکړې نه ډاکټر عبدالله ته.د ټاکنو په جریان کې ډیرو کسانو د زورورو له شره د خلاصون په خاطر د (ډاکټر) له نامه ګټه واخیسته.
دا خو په کوڅو او بازار کې د خلکو د حالت یوه بیلګه وه خو موږ وتاسې ټولو ولیدل چې د زور او زرو خاوندانو آن د رسنیو له لارې اخطارونه ورکړل په زغرده یې و یل چې که دوی واک ته ونه رسیږي نو د وینو ویالي به وبهیږي. آن ستر جنګسالار او د بلخ دایمي والي عطامحمد نور خو لا تر دې سخت اخطارونه ورکړل او له جنګسالارانو سره مخامخ کیدل یې له ښامار سره لوبې کول وبلل. همداسې د همګرایي ټیم مشر عبدالله عبدالله او ددې ټیم ویندویانو په وارو وارو دا ډول اخطارونه صادر کړي دي هم یې خلک او هم د ټاکنو کمیسیونونه ویرولي دي.
واقعیت خو دادی چې د شاه محمود غوندې ډیر کسان او آن د ټاکنو کمیسیونونو مسوولین او کارکوونکي له جګړه مارو ویره لري. ومولیدل چې د هرات د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ریس یوه موده د جګسالارانو له ویرې په یوه ځای کې نه شوای اوسیدای.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون او بیا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د عبدالله د کابو یو میلیون تقلبي رایو د باطلولو جرات ونه کړ. اوس چې موږد ټاکنو د دوهم پړاو په لوري روان یو په کار ده لږتر لږه د ټاکنو په لاره کې پراته خنډونه که له منځه تللی نه شي یو څه کم شي.
دا دري نفره جنكسالاران جه احمد شاه مسعود دبركته حاجت د تشريح نشته دهرخه خاوندان شول دا دري واره دا حمد شاه مسعود شي أوجب لأس اوغوز اوستركي وي به هر خه اوبه هر خاي كي سره يو خائ ا ومشترك تصميم او مشترك أهداف لرل زما سؤال دشمالي د تلوالي جه مؤسس احمدشاه مسعود دي او دخبلو محترمو ورونو بنجشير يأنو خخه دادي جه ولي د احمدشاه مسعود دتروريستانو به ورخ دا دري واره محترمين حاضر نه وو اوهغه بيجاره دخان فروشي به علت أودّ بعدي وعدو جه دوي ته وركرل شوي وي او تر أوسه به خبلو ستركو ويني د دي فاني دنيا خخه رخصت او خبلو جر جو به خاطري ميدان خانته خالي كرو زه د احمدشاه مسعود به مرك زوريزم ولي تاسي بنجشيريان جه هرخه وه كه نه وه دي احمدشاه مسعود وكره ولي تاسي به هغه ننكه ونه كره دمفسيدينو او تروريستانو خوا مو نيولي كه زه دروغ وايم داحمد ضيا مسعود خبري خو موبه كوهدامن كي اوريدلي وي لز خه بند ورخخه وأخلي دا هغه واقيعتونه دي جه زمه سره موجود دي اوستاسي به حضور مي تقديم كره . أوس هم سر وخت دي سالم تصميم ونيسي كه جيري غلط تصميم نيسي احمد شاه مسعود به كوركي ستاسي خخه ناراضي أوسي