ما په ۱۹۸۸ میلادي کې (هغه وخت چې باقاعده ديني متعلم وم، اوس هم متعلم يم خو باقاعده نه) يو مضمون «په اسلام کې عام انتخابات او په هغو کې د ښځو برخه» لیکلی و، دغه مضمون مې د پېښور په ځينو اخبارونو کې چاپ شوی هم و، د سيد خليل الله هاشميان په ايینه افغانستان کې هم چاپ شوی و، پرون چې مې د پارلماني انتخاباتو باره کې د حضراتو (له يوه اعتباري چينل نه ) اعلاميه واورېده، نو ما په زړو کاغذونو کې د هغه مضمون لټون شروع کړ، خو پيدا مې نه کړی شو، نو بيا مې پر خپلې حافظې زور واچاوه، نو د مضمون اهمې خبرې مې ذهن ته راغلې، بيا مې د مضمون د تيارۍ لپاره د نورو کتابونو مطالعه شروع کړه، ګوګل زنده باد مې هم پسې ولټاوه، ډېر نوي معلومات او دلايل مخې ته راغلل، مفصل مضمون به يو څو ورځې پس ستاسو خدمت ته وړاندې کړم، اوس يو څو نکتې بيانوم:
اوله خبره خو دا ده چې ځينې خلک د ډيموکراسۍ يا د غربي ډيموکراسۍ او د ډيموکراسې د وسايلو او ادواتو ترمينځ فرق نه کوي او يا يې نه پېژني، دوی ډېر ځلې د غربي ډيموکراسۍ باره کې بحث کوي او لوی مقصد يې ترې انتخابات وي، يا لږ تر لږه د رای حريت، په حقوقو کې برابروالی، او داسې نور موضوعات، حال دا چې په دغو کې سره فرق شته، يعنې انتخابات له ډيموکراسۍ نه غير په نورو نظامونو کې هم کېدای شي چې مونږ به يې په تفصيلي مضمون کې بيان کړو، ان شاء الله. بله دا چې د ځينو پوهانو په نظر ډيموکراسي هم په خپله يو مستقل نظام نه دی، بلکې د نظام لپاره وسيله ده، تغير ناپذيره هم نه ده، د هرې ټولنې له اساساتو سره مطابق په کې بدلون هم راتلای شي.
عام انتخاباتو ته د پاکستان مخکينی مفتي اعظم مولانا محمد شفيع رحمه الله جايز وايي بلکې ضرورت يې ګڼي او په دې باره کې يې يوه مفيده رساله هم ليکلې ده او په هغې کې يې د دې رای حيثيت د شهادت، توکيل او شفاعت ښودلی دی.
د پاکستان د ټولو مسلکونو( ديوبندي، بريلوي، اهل حديث، شيعه) معتبر او مستند علماء د عامو انتخاباتو د مشروعيت قايل دي او باقاعده په کې برخه اخلي، د پختونخوا يو نامتو عالم ګوهر رحمن رحمه الله د اسلامي سياست په نومې کتاب کې د دې مشروعيت بيان کړی دی، د طالبانو په وخت کې د شهداوو او معلولینو وزير معتبر عالم عبد الباقي حقاني په خپل کتاب السياسة الإسلامية کې تر يو حده د انتخاباتو جواز ښودلی دی، د مصر عالمانو او همدارنګه مشهورعالم دکتور قرضاوي هم د جواز فتوا ورکړې ده.
زما لپاره ډېره جالبه دا وه چې زما د خوښې يو ستر فقيه او اصولي عالم شيخ محمد بن صالح العثيمين رحمه الله په انتخاباتو کې د ګډون واجب والی بيان کړی دی او هغه هم په داسې هېواد کې چې تحکيم بما أنزل الله نه کوي، هغه وايي چې په دغه شان پارلمان کې يو د حق غږ هم ډېر اثر لري، له هغه نه پوښتنه وشوه چې ايا په انتخاباتو کې ګډون جايز دی؟ هغه په جواب کې وايي:: “أنا أرى أن الانتخابات واجبة ، يجب أن نعين من نرى أن فيه خيراً ، لأنه إذا تقاعس أهل الخير ، مَنْ يحل محلهم ؟ سيحل محلهم أهل الشر ، أو الناس السلبيون الذين ما عندهم خير ولا شر ، أتباع كل ناعق ، فلابد أن نختار من نراه صالحاً .
فإذا قال قائل : اخترنا واحداً لكن أغلب المجلس على خلاف ذلك .
قلنا : لا مانع ، هذا الواحد إذا جعل الله فيه البركة وألقى كلمة الحق في هذا المجلس سيكون لها تأثير ولا بد ، لكن الذي ينقصنا الصدق مع الله ، نعتمد على الأمور المادية الحسية ولا ننظر إلى كلمة الله عز وجل …. فَرَشِّحْ مَنْ ترى أنه خير ، وتوكل على الله ” انتهى باختصار.
من “لقاءات الباب المفتوح”.
همدارنګه د سعودي عرب د افتا مجلس چې ستر او عظيم علماء په کې وي هغوی هم د انتخاباتو د جواز حکم کړی دی بالخصوص په هغو هېوادونو کې چې هلته تحکيم بغير ما أنزل الله روان وي، يوه فتوا يې رانقلوم: وسئل علماء اللجنة الدائمة للإفتاء :
“هل يجوز التصويت في الانتخابات والترشيح لها ؟ مع العلم أن بلادنا تحكم بغير ما أنزل الله؟
فأجابوا :
“لا يجوز للمسلم أن يرشح نفسه رجاء أن ينتظم في سلك حكومة تحكم بغير ما أنزل الله ، وتعمل بغير شريعة الإسلام ، فلا يجوز لمسلم أن ينتخبه أو غيره ممن يعملون في هذه الحكومة إلا إذا كان من رشح نفسه من المسلمين ومن ينتخبون يرجون بالدخول في ذلك أن يصلوا بذلك إلى تحويل الحكم إلى العمل بشريعة الإسلام ، واتخذوا ذلك وسيلة إلى التغلب على نظام الحكم ، على ألا يعمل من رشح نفسه بعد تمام الدخول إلا في مناصب لا تتنافى مع الشريعة الإسلامية”.
الشيخ عبد العزيز بن باز ، الشيخ عبد الرزاق عفيفي ، الشيخ عبد الله بن غديان ، الشيخ عبد الله بن قعود” .
انتهى من” فتاوى اللجنة الدائمة ” ( 23 / 406 ، 407 ) .
وسئلوا ـ أيضاً ـ :
“كما تعلمون عندنا في الجزائر ما يسمى بـ : “الانتخابات التشريعية” ، هناك أحزاب تدعو إلى الحكم الإسلامي ، وهناك أخرى لا تريد الحكم الإسلامي . فما حكم الناخب على غير
الحكم الإسلامي مع أنه يصلي ؟
فأجابوا:
“يجب على المسلمين في البلاد التي لا تحكم الشريعة الإسلامية ، أن يبذلوا جهدهم وما يستطيعونه في الحكم بالشريعة الإسلامية ، وأن يقوموا بالتكاتف يدا واحدة في مساعدة الحزب الذي يعرف منه أنه سيحكم بالشريعة الإسلامية ، وأما مساعدة من ينادي بعدم تطبيق الشريعة الإسلامية فهذا لا يجوز ، بل يؤدي بصاحبه إلى الكفر ؛ لقوله تعالى : (وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ * أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ) المائدة/49-50 ، ولذلك لما بَيَّن اللهُ كفر من لم يحكم بالشريعة الإسلامية ، حذر من مساعدتهم أو اتخاذهم أولياء ، وأمر المؤمنين بالتقوى إن كانوا مؤمنين حقا ، فقال تعالى : (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ) المائدة/57 .
وبالله التوفيق ، وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم “.
اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء
الشيخ عبد العزيز بن عبد الله بن باز ، الشيخ عبد الرزاق عفيفي ، الشيخ عبد الله بن غديان” .
انتهى من”فتاوى اللجنة الدائمة” (1/373) .
په ګوګل استاد کې مې د لټون په دوران کې يوه د ماسټرۍ تحقيقي رساله ( الانتخابات و أحکامها في الفقه الإسلامي) وموندله ډېره په زړه پورې او تحقيقي رساله ده، د دغې رسالې په اخر کې ليکوال د انتخاباتو ګټې او فوايد ليکي:
1: د انتخاباتو په صورت کې د حاکمانو د ظلم او استداد مخنيوی کېږي
2: د ټولنې د وګړو سياسي شعور لوړېږي او د خپلو حقونو ادراک کولی شي
3: سياسي استقرار مينځته راځي او له فتنو او کودتاګانو نه هېواد تر يو حده ژغورل کېږي
4: هغه څوک حاکم او ولسمشر جوړېږي چې د خلکو خوښ وي او پرې راضي وي
5: د فیصلو او جوړښتونو احترام کېږي، ځکه چې د ولس اراده په کې موجوده وي
6: دولت او حکومت قوت او قانونيت حاصلوي
7: چارواکي د ولس زيات خيال ساتي
8: په هېوادوالو کې خپل هېواد سره مينه او غيرت پيدا کېږي
9: د شورا او مشورې کولو اصل ژوندی کېږي.
———————————————-
عرض مې دا دی چې فتوې راباندې مه لګوئ او تفصيلي مضمون ته انتظار وباسئ.
