که داسې وګڼو چې د یکشنبې په ورځ د اعلان شویو رایو تناسب تر پایه پورې په خپل حال قایم دی، نو څوک به ګټونکی ګڼو؟ زما باور دا دی چې اشرف غني ګټونکی دی. ولې؟ په دریو عمده علتونو.
یو دا چې د یکشنبې په ورځ د قسمي نتایجو د اعلان په وخت ډاکتر نورستاني وویل چې په مختلفو سیمو کې تقلب شوی دی او په دې شمېر کې پاکې او ناپاکې رایې له یو بله نه دي بېلې شوې. د تقلب په باره کې یو څو ورځې مخکې د شکایتونو د کمیسیون مشر ښاغلي ستار سعادت ویلي وو چې نه یوازې تقلب شوی بلکې پراخ تقلبونه شوي دي.
یو اټکل دا دی چې اوسنۍ پنځه ویشت فیصده رایې تقلبي دي. دا عدد به سم وي یا به نه وي مګر دا خبره اوس د انتخاباتو ادارو رسما کړې ده چې پراخ تقلب شوی دی. د راپورونو له مخې په بلخ او هرات کې چې ډاکتر عبدالله پکې زیاتې رایې وړې دي ، د تقلب په اړه تر نورو ډېر شکایتونه موجود دي.
البته، د تقلب امکانات یا له ډاکتر عبدالله سره وو او یا له ډاکتر زلمي رسول سره. دوی دواړو په حکومت کې نفوذ درلود. نو که د تقلب رایې کمېږي، تر ډېره حده به د ښاغلي عبدالله رایې کمېږي او که لس فیصده رایې هم د درغلۍ په وجه باطلې شي، د یکشنبې د ورځې تناسب سرچپه کېږي. مطلب دا چې اوس ښاغلی عبدالله له ښاغلي اشرف غني څخه څلور، څلورنیم فیصده مخکې دی، بیا به اشرف غني همدومره ورنه مخکې وي.
اشرف غني ولې تقلب نه دی کړی؟ په دوو دلیلونو: یو یې د تقلب قدرت نه درلود او بل ده ته خو هسې هم پښتنو او اوزبکو رایې ورکولې نو تقلب ته یې اړتیا نه وه. لکه څنګه چې په ویپاڼو او فیس بوک کې پښتنو لیکوالو او فعالانو د اشرف غني ملاتړ کړی دی، دغه حال د پښتنو په عام ولس کې هم دی.
د ښاغلي اشرف غني د ګټلو لپاره بل دلیل دا دی چې پاتې شویو کاندیدانو شاوخوا شل فیصده رایې خپلې کړې دي او د دغو رایو لویه برخه په دویم دور کې د اشرف غني ده. ولې؟
په هرات کې د اسماعیل خان له محدود شمېر رایو پرته نورې دغه شل فیصده رایې د پښتنو دي. تاجیکو ډاکتر عبدالله ته رایه ورکړې ده او بیا یې هم ورکوي. هغو هزاره ګانو چې ډاکتر عبدالله او محقق ته رایه ورکړې ، بیا یې هم ورکوي او هغوی چې د محقق په خلاف استاد دانش ته رایه ورکړې ده، بیا هم ډاکتر اشرف غني او استاد دانش ته رایه ورکوي.
استاد سیاف که ان په خوله هم ووایي چې په دویم دور کې عبدالله ته رایه ورکړئ، ځکه یې په خپلو پیروانو خبره نه چلېږي، چې هغوی د پښتونولۍ په خاطر ډاکتر عبدالله ته رایه ورنه کړه، کنه نو د جهادي توب په خاطر خو د ډاکتر عبدالله چانس هسې هم زیات و. البته، دا خبره بعیده ښکاري چې استاد سیاف به خپلو پیروانو ته ووایي چې ډاکتر عبدالله ته رایه ورکړئ، ځکه چې د ډاکتر عبدالله ډلې استاد سیاف ته هیڅوخت امتیاز نه دی ورکړی او استاد سیاف د همدې عقدې په اساس کاندید شو او د ډاکتر عبدالله جرګې یې ردې کړې. له بلې خوا استاد سیاف د ډاکتر عبدالله په خاطر د خپلو اخواني او جهادي پیروانو چې پښتانه دي، د مخالفت ریسک نه شي اخیستلای. په استاد سیاف باندې څه راغلې ده چې د ډاکتر عبدالله د کامیابۍ لپاره خپل پیروان نور هم له ځانه ناراضه کړي؟استاد سیاف په شخصي مجلسونو کې په تېرو کلونو کې دا خبره بیا بیا کړې ده چې د شورای نظار او جمیعت په خاطر یې په خپلو خلکو کې خپل دریځ کمزوری کړی خو شورای نظار او جمیعت د ده دې ایثار ته اهمیت نه دی ورکړی.
له ډاکتر عبدالله سره د استاد سیاف د نه درېدلو یو بل دلیل دا دی چې که استاد سیاف له شورای نظار سره دلچسپي لرلای نو په تېرو دوو انتخاباتو کې به یې د ډاکتر عبدالله او ښاغلي قانوني ملاتړ کړی وای. که اشرف غني له اخوان المسلمون سره تعلق نه لري نو حامد کرزی یې چېرته لري؟
د ډاکتر زلمي رسول او ښاغلي شیرزي پلویان معمولا د کندهار د سیمې پښتانه دي. دوی که دغو دوو ښاغلیو ته رایه ورکوله، دوه علتونه یې لرل: یو سیمه ییز مجبوریتونه او حساسیتونه وو او بل تمه یې وه چې ګوندې کامیاب شي. خو کله چې د ډاکتر اشرف غني او ډاکتر عبدالله تر منځ سیالي وي، نو سوال نه پیدا کېږي چې اشرف غني انتخاب نه کړي.
ځینې کسان وایي چې ښاغلي رسول له عبدالله سره رابطه ساتلې ده او دا امکان شته چې په دویم دور کې د ډاکتر عبدالله ملاتړ اعلان کړي خو دا امکان ځکه لرې ښکاري چې ډاکتر رسول به په دې کار سره په هغو خلکو کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړي چې تر اوسه له ده سره وو. او که فرضا ډاکتر رسول داسې وهم کړي، چې البته بعیده ښکاري، هغه خلک عبدالله ته رایه نه ورکوي چې په اول دور کې یې زلمي رسول ته رایه ورکړې ده. د ښاغلي شیرزي د کسانو رایې هم د ښاغلي غني دي.
پاتې شو قطب الدین هلال چې رایې یې په فیصدي کې شمار دي. دغه سړی خو کاندید شوی د همدې لپاره دی چې د حزب اسلامي کسان په انجنیر محمد خان باندې تېر نه وځي او که د حزب اسلامي په جذبه رایې ورکوي نو ښاغلي هلال ته دې یې ورکړي. د هغه رایې هم د ښاغلي غني دي.
زما دریم لوی دلیل چې انتخابات ډاکتر غني ګټي ، دا دی چې د ښاغلي زلمي رسول له کامیابۍ څخه د ولسمشر کرزي د کورنۍ تمه پرې شوه او د ولسمشر کرزي کورنۍ او سیاسي ملګري د امکاناتو په لحاظ ډېر پیاوړي دي او په راتلونکي پړاو کې د دوی یوازې بې طرفي هم د ډاکتر اشرف غني چانس زیاتوي. تر اوسه پورې خو د ښاغلي رسول د کمپاینرانو ټوله هڅه دا وه چې ډاکتر اشرف غني تخریب کړي او دا ځکه چې د ډاکتر رسول او د ډاکتر غني د رایو ساحې مشترکې وې. دوی اټکل کاوه چې که ډاکتر غني کمزوری کړي نو د هغه رایې به د ډاکتر رسول شي. په دې اټکل کې قوي منطق نغښتی و. اوس چې د ډاکتر رسول کامیابۍ ته امېد نشته ، د هغه د بانفوذو ملګرو له خوا د ډاکتر اشرف غني تخریب ته ضرورت نه لیدل کېږي.
دغو دلایلو ته په پام سره زه په دې باور یم چې که د یکشنبې د ورځې د رایو تناسب تر پایه پورې په همدې بڼه ومنو، نو ډاکتر اشرف غني انتخابات ګټلي دي.
البته، که د تقلبي رایو له حذفولو سره سره ډاکتر اشرف غني پنځوس جمع یو پوره نه کړي او انتخابات دویم دور ته لاړ شي نو د هغه د کامیابۍ په لاره کې دوه خطره باید له پامه ونه غورځوو:
یو دا چې د ډاکتر عبدالله شاته ایران ولاړ دی او ډاکتر عبدالله د پیسو د وېشلو چانس زیات لري.
بل دا چې که پاکستان هم د ډاکتر عبدالله پلوی وي، نو دا احتمال شته چې د دویم پړاو د انتخاباتو په ورځ طالبان د همېشه غوندې په پښتني سیمو کې ډېر فعال شي او پښتانه له رایه اچولو راوګرځوي. مونږ باید دا حقیقت هم هېر نه کړو چې اوسنی پوځ تر ډېره حده پورې د شورای نظار او جمیعت په کنټرول کې دی. که په دویم پړاو کې د امنیت له ساتلو سره د پوځ همکاري کمه شي، د طالبانو لپاره په پښتني سیمو کې د رایه ورکوونکو مخنیوی اسانه کېږي.
لیکنه دي ډیره ښه وه خو په شواهدو باندي نه وه بلکه د حالاتو یو جایزه وه، خو زه به دا اضافه کړم چي وسني حالات داسي ښکاري چي ډاکټر غني به په اول پړاو کي ناکامه شي، هغه په دې معنا چي په کومو سیمو کي چي اشرف غني تر ۹۰٪ زیاتي رایې وړي دي هغه دي شمالي سیمو ۱۵٪ هم ندي ولي چي کمو پښتنو رایه اشرف غني ته ورکړې ، که تاسو وګورۍ هغه ۱۰٪ رایې چي شمارل شوې دي که څه هم کرنتین وې لاندي خو د اشرف غني پلوکونکي ولایتونه ټول پکي شامل دي خو پاته ولایتونه زیاترین یې شمالي دي او د عبدالله نوري رایې لا رارواني دي.
بل ده زلمي رسول کاندیدل خپله د شمالي ټلوالو یو پلان وو چي د پښتنو سیمو رایې وویشي.
سیاف یې هم را پاره ولی وو کنه سیاف پوهیدی چي نشي کامیابې دی، او د پښتنو رایې دلته هم وویشل شوې
کرزی هم لکه په پنجشیر چې ایمان راوړی وي هره خبره د دوۍ مني او وس هم ددوۍ د کامیابیدو هڅه کوي،
د انتخاباتو کمیسون هم نن په دا خبره چي د پنچشیر کي کومه درغلي نده شوې دا ثابته کړه چي قران وهلي دوۍ هم خرڅ شوي دي
Grana,
Kary ham ,rabi ham , Ghani sara ka mshar Lala () walar wee hu razi da iran wa pakistn pa khokha Afghnistn ki ous lapara Rees chamhoor (president) Narazi,
Wali haq khbara Na kawee ( da Intihabato Masruf che sook warkiawee da hagha howaha daa,na stata wa na the votes) ( the meser 2 kala mahkee Intihabat sa shoo??/,the aljzair intihabat sa shoo,????yaa sa Haq waina baid wakry??? Sa cha Lala kawee hagha ba kigy