یوه فیسبوکي دوست مې د یوه ولسمشریز نوماند ویاند ګواښلی و، چې که په لاس ورشي، په شمار لس ډزه یې ولي او زړه پرې تشوي.

له دې دوسته مې هېڅ د دغسې توندروۍ او احساساتي خبرې توقع نه وه، ځکه سیاسي علوم یې په غالب ګومان کلونه مخکې لوستي، په ښو دندو یې کار کړی او ډېرد دیموکراسۍ او قانون خبرې کوي.

د هغه په شان زیات نور دوستان مې هم دغسې توند دریځه دي، دوی هم د خپلې خوښې کاندید په پلوۍ تر دغه حده د افراطي څرګندونو او ښایي عملونو پلویان دي.

هر یو غواړي په هر ډول چې وي، د خوښې نوماند یې باید ومنل شي، د رایې وعده ورکړل شي او یو مخ ټول ولس ورسره په پټو سترګو بې له کومې ملاحظې، پوښتنې او قناعت څخه بیعت وکړي.

ددې ارمان د پوره کېدو لپاره ډېرو کاندیدانو او پلویانو ته یې هر ډول جبر، دروغ ویل، دسیسه سازي، تبلیغ، قسم او قدم ورته مشروع او ضروري ښکاري.

دا ذهنیت اود واک لېونۍ تنده د دیموکراسۍ او د یوې مهمې پروسې(ټولټاکنو) په اړه یې د دوی باور او تعهد کمزوری ښیي، دا توندروي، بد اخلاقي او توهینونکې هڅې له هغو وسله والو او ټوپکسالارو کړیو سره د دوی تفاوت له منځه وړي، چې د زور، ټوپک، جبر او وېرونې په وسیله یې دلته واکمني کړې او بیا یې د کولو په هوس او فکر کې دي.

دا خبرې دا مانا نه لري، چې زه د کوم کاندید ملاتړی نه یم، یا خدای مه کړه د انتخاباتو له پروسې سره مې جوړه نه ده، زما تشویش دې ته دی چې په دغسې ړوند ذهنیت او عمل سره هسې نه د تېرو نېمګړوانتخاباتو په دوام دغه دیموکراتیک او مهم ارزښت د زورواکۍ په یوې عصري بڼې بدل شي.

ځکه دا وطن او خلک دي همداسې، چې اکثره وخت پکې ارزښتونه د شخصي غرضونو قرباني شوي او تمسخر شوي دي، دلته ډېر ادعا شوي ارزښتونه ځینو ډلو او اشخاصو لکه د تجارتي اعلاناتو د جملو او اصطلاحاتو په شان پخپله ګټه کارولي، له ملي پروسو سره هم چلند مخلصانه نه و او همدا وجه ده چې دغه پروسې تر اوسه پوره بریالۍ شوې او ټولمنلې شوې نه دي.

نور به د دغسې خود غرضه تجربو تکرار له وطن او خلکو سره لوی ظلم وي، کاندیدان، پلویان یې او خلک ټول باید له ټاکنو سره داسې وچلېږي لکه په تمامه مانا ملي پروسه، نه پکې یو بل وښکنځي، نه دروغ ووایي، نه خبره قوم، ژبې، سمت او سیاسي اړیکو ته راکاږې او نه نور هغه څه وکړي چې د انتخاباتو فرق له زورواکۍ سره ختموي.

له انتخاباتو څخه ب��ید توقع یوازې له یوه کس او ټیم څخه بل ته واک لېږدول نه وي، موږ ته چې لاهم د یو شمېر قبایلي ډوله دودیزو ارزښتونو په انحصارکې یوو، له دغې پروسې څخه باید د سیاسي شعور په روزلو او پرمختګ کې هم ګټه را ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *