د رسنیو د ازادیو ملاتړ کوونکې اورګان، د بې پولې خبریالانو ټولنې د انترنت د دښمنانو کالنی لیست خپور کړ.
دې ټولنې خپل راپور نن خپور کړ چې د انترنټ د سانسور کولو ضد نړیواله ورځ ده او په لړ کې یې هڅه کېږي هغو حکومتونو او حکومتي ادارو ته د خلکو پام واړوي چې پر انلاین خپرونو یا انترنټ سانسور لګوي یا یې څارنه کوي.
د بې پولې خبریالانو په سږني لیست کې د انترنټ د سانسور کولو د همېشنیو هیوادونو لکه بیلاروس، ایران، ترکمنستان او ازبکستان د نومونو ترڅنګ یو شمېر نور هیوادونه هم د لومړي ځل لپاره شامل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د انترنټ دښمنان اوس په درو دیموکراسیو لکه امریکا، بریتانیا او هند کې هم، چې د بیان او د معلوماتو د ازادۍ د دفاع ادعا لري، هم موندل کېږي.
راپور وايي، په دغو درو هیوادونو کې ځیني استخباراتي ادارې د انترنت د ازادۍ په مخنیوي کې تر چین، روسیې، ایران او بحرین بهتره نه دي.