د ایران په قوانینو کې د انټرنیټي جرایمو په اړه مجازات
ایران هېواد د انټرنټي جرایمو لپاره ځانګړي قانون د انټرنیټي او کمپیوټري جرایمو (قانون مجازات جرایم رایانه) په نامه قانون لري.
په دغه قانون لاندې انټرنیټي او کمپیوټري جرایم په لاندې ډول تشریح شوي.
اول: د خصوصي افراد پر ضد جرایم (۲-۳-۱۷-۱۹)
په دویمه او ۱۷ مادو کې داسې څرګندونې راغلي: هر هغه څوک چې د کمپیوټر او انټرنیټ په واسطه د بل چا کوم تصویر، غږ، ویډیو او نور محرم رازونه پرته د هغې له خوښې او اجازې څخه خپور کړي. چې په شکل د اشکالو د هغې بې حرمتي شوي وي. د ایران د انټرنیټي او کمپیوټري جرایمو د قانون د دويمي او اوولسمې مادې په اساس د ۹۰ ورځو څخه تر دوه کالو پورې حبس او یا هم د ۵ څخه تر ۴۰ ملیونو ریاله پورې نقدې جریمه ټاکل شوي.
ب: د امنیت او عامه ګټو پر ضد جرایم (مواد ۴)
هر هغه څوک چې په قصدې ډول سره د امنیتي تدابیرو سیستم یا مخابراتي او انټرنټي سیستم په شکل د اشکالو نقض یا متضرر کړي. د ایران د انټرنیټي جرایمو د مجازاتو قانون د ۴ مادې په اساس له شپږو میاشتو څخه تر دوو کالو پورې په حبس او یا هم د ۵ څخه تر ۴۰ ملیونو ریاله په نقدې جریمه او یا په دواړو باندې محکومیږي.
ج: د اخلاقو او عفت پر ضد جرایم: « مواد 15- 16- 20- 21»
د دروغو نشرول
د فیلم- غږ- تصویر- شخصی اسرارو او نور کورنۍ موضوعاتو خپرول
هر هغه څوک چې د کمپيوټر او انټرنیټ په ذریعه د بل چا بې حرمتي او یا هم د شخصیت سپکاوي وکړي. د هغه الفاظ تغیر کړي. د هغه انځورنه او غږ ته تغیر ورکړي او یا د هغې په اړه داسې یو توطیی ویډیو خپور کړي. د ایران د انټرنیټي جرایمو د مجازاتو د قانون ۱۶ مادې په اساس د دری میاشتو څخه ډېر او د دری کالو څخه کم حبس محکومیږي.
د ماشومانو څخه سوی استفاده:
د اندامونو هر ډول نمایش او یا هم ځیني جنسي مسایلو افشا کول.
د ماشومانو تشویق، ترغیب، تبلیغ یا تحریک
د ماشومانو آموزش – تبلیغ- تحریک- تهدید- دعوت- فریب او تشویق د ځینو جرایمو په ارتکاب- جنسي انحرافات- خودکشي-د مخدره موادو استعمال ته واداره کړي. د ایران د اسلامي جمهوریت د انټرنیټي جرایمو د مجازاتو د قانون ۲۰ او ۲۱ مادو په اساس د ۳ کالو څخه تر ۷ کالو پورې په حبس محکومیږي.
ماخذونه
1-بررسی فقهی حقوق جرایم رایانه ای، حسینعلی بای- بابکی پور قهرمانی
2- فصلنامه های علمی پژوهشی فقه و مبانی حقوق اسلامی
4- کتاب قانون مجازات جرایم رایانه ای
5- انټرنیټ څنګه وکاروو – صیام الدین پسرلی دریم چاپ
6- http://www.afghantaber.com/page.php?sub_menu_item_id=211
7- n. secret police force of the former Soviet Union
8- برومند باستاني – جرايم کامپيوتري و انترينتي جلوه نوين از بزهکاري- تهران ،مطبعه سپهر، 2003 ،صفحه14 .
9- Http.www.cybercrimes.net.