انتروپومېټري
انتروپومېټري یا د انساني بدن د سیستماتیکې ټولګې او خپلمنځي اړیکې کچه په اوسني وخت کې د فزیک له مخې د انسان پېژندنې له تخنیکونو څخه یو تخنیک ده. په ۱۹ پېړۍ کې د انسان بیولوجیکي او کلتوري تکامل په اړه علاقه زېاته شوه تر څو له منځه تللي نسلونه او په وخت کې د ژوندیو خلکو سیستماتیکه تشریح وکړي نو د دې ډیسیپلین کارېدنه پېل شوه. د ۱۹ پېړۍ په پای کې انتروپومېټریک مالومات د ټولنیزو ساینس پوهانو لخوا د دې لپاره کارېدل تر څو د هغو تیوریانو یا نظریاتو ملاتړ وکړي چې بیولوجیکي نسل یې د کلتوري او فکري پراختیا یا ودې له مخې وېشه. وروسته د ایټالیا د رواني ناروغیو ډاکټر یا ارواه پوه ډاکټر سېسار لومبروسو (psychiatrist Cesare Lombroso) انتروپومېټریک مالومات د مجرمانو د ډلبندۍ لپاره وکارول تر څو مجرمان په کټګوریو سره ووېشي او له خپل ډول سره یې په روغتون یا محبس کې بندیان کړي.
 
د انتروپومېټرۍ ساده کچه کوونه کې د سر د کوپړۍ نسبت (cephalic index) هم شامل ده کرانیال انډیکس هغه شمیره چې د سر د کوپړۍ حد اکثر یا تر ټولو لوړ نسبت ښي په دې مانا چې د سور یا بر له اوږدوالی سره د سر د کوپړۍ نسبت. له دې پرته د پوزې د اوږدوالي کچه، د بازو اوږدوالی او داسې نور شامل دي. د کچه کولو لپاره پکې د خیاطانو متر (meterstick)، کالیپر (caliper)، او متر (measuring tape) کاریږي. اندازه یې هم په ډېر دقت سره کیږي.
 
په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې له دې ډول کچې اخیستنې لاسته راوړل شوي مالومات د ورته خلکو، نسلونو او قومونو د پېژندنې لپاره کارېدل. له دې پرته دا ډول مالومات د انساني بدن فوسیل مطالعه کې هم کارېدلي تر څو د مخ د جوړښت د سر د کوپړۍ او داسې نورو غړو تدریجي بدلون او تکامل مطالعه کړي. همداسې په سوداګریزه نړۍ کې هم کارېدلي لکه پوځ ته یونیفارم جوړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *