تاند- د کابل انترکانتینیټل هوټل، چې د جنورۍ د میاشتې په تروریستي حمله کې سخت ویجاړ شوی و، تر ډېره بېرته ترمیم شوی خو مېلمانه ورته زړه نه ښه کوي.

دا هوټل، چې په ۱۹۶۰ مه میلادي لسیزه کې جوړ شوی، د افغانستان تر ټولو لوکس هوټل ګڼل کېده.

د جنورۍ په شلمه شاوخوا ۸ ترهګرو د دغه هوټل په هر پوړ کې بم والوزاوه او تقریباً هره دروازه او خونه یې په ماشنګڼو او اورینو لاسي بمونو وچاودوله.

په دې برید کې د ۱‍۵ بهرنیانو په شمول لږترلږه ۲۵ تنه ووژل شول.

د انترکانتینینټل د چارو سمبالوونکي وايي چې د هوټل لومړی پوړ ترمیم شوی خو لا هم پر څلورو پاسنیو منزلونو کار روان دی.

د هوټل د بازار موندنې منېجر روح الله نواب وايي چې د پیانو زړه راښکونکې نغمې یو وار بیا د انترکانتینینټل د لومړي پوړ په سالون کې انګازې خپرې کړي دي.

خو له پاسنیو پوړونو لا هم د لوګي بوی راځي.

د طالبانو په برید کې، چې ۱۵ ساعته یې دوام وکړ، د افغانستان د دغه تر ټولو ستر او قیمتي هوټل دروازې، فرشونه، کړکۍ، دېوالونه، د خوب تختونه او نور وسایل په ایرو بدل شول.

اوس کارګر لګیا دي چې د خونو دروازې، کړکۍ، هیندارې، فرشونه او نور وسایل نوي کړي.

ښاغلی نواب اټکل کوي چې که په اوسني ډول چټک کار روان و، په ۵ میاشتو کې به ټول هوټل ترمیم شي.

د نواب له اټکل سره سم د دې لپاره چې هوټل مخکیني حالت ته راوګرځي ۴۰ ملیون افغانۍ یا ۶ لکه امریکايي ډالره به پرې ولګېږي.

خو مخکیني پرتم او شهرت ته د رسېدو لپاره تر دې خورا ډېر وخت ته اړتیا شته.

دا هوټل ۲۰۰ خونې لري. د تروریستي حملې په شپه د هغه ۱۷۳ خونې ریزرف وې خو له هغه راوروسته د نواب په وینا تراوسه پورې یوازې یوه خونه، چې زیانمن شوې نه وه، ریزرف شوې ده.

د هوټل لومړی پوړ، چې رستوران هم پکې دی او تروریستانو هم پکې ډوډۍ وخوړه، او له هماغه ځایه یې حمله پیل کړه، ترمیم شوی دی.

خو څوک نه حاضرېږي چې ډ‌وډۍ پکې وخوري.

د انترکانتینینټل د بازار موندنې منېجر نواب وايي یوازې یو -نیم څوک جرات کوي چې ډوډۍ خوړلو ته راشي.

د نواب په وینا دې هوټل د ورځې تر یو ملیون افغانیو زیات عاید درلود خو اوس شاوخوا ۵۰ زرو افغانیو ته رسېږي.

نواب ډاډه دی چې انترکانتینینټل به بېرته پخوانی برم ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *