لیکواله : Nadine Gordimer

له زندان څخه مې چې د هغه د ازادېدو خبر واورېد لکه ليونۍ په منډو شوم. په ټوپونو او ترپکو له پولو تېره شوم، د نورو پټيو ته ورغلم چې پر ټولو يې د راخلاصېدو زيری وکړم. ډير وروسته مې د پولو ازغن لرونکو سیمونو ته پام شو، زما جامې يې په ډير بد ډول څيرې کړې وې، پر مټ مې د سرې وینې اوږده کرښه جوړه شوې وه.

دا يې اتم کال و چې هغه له دې ځايه تللی و. په ښار کې يې له يوه ساختماني شرکت سره کار کاوه. داسې ساختماني شرکت چې اسمان څکې ودانې يې جوړولې. په لومړيو دوو کالونو کې به هره میاشت د دوو ورځو له پاره او په کرسمس کې به د دوو اونيو له پاره کور ته راتلو. همغه وخت يې زما له پلار نه زما دسمال وغوښت او زموږ کوژده وشوه، د پيسو ورکول يې پيل کړي و. موږ دواړو فکر کاوه چې په دریو کلونو کې به ډيرې پيسې ټولې کړو او بيا به واده جوړ کړو، خو په همغو ورځو کې هغه داسې کميس اغوستل پيل کړل چې انقلابي شعارونه به پرې ليکل شوي. ويل يې چې په يوه ټولنه کې شامل شوی. د کار بنديز کيسې به يې کولې، د کاربنديز په سزا د شرکت مشرانو ځيني کسان له دندې ګوښه کړې و، همغه کيسه يې کوله چې ده او ملګري يې څه ډول د شرکت له مشرانو سره خبرې وکړې. خبرې اترې به یې په ډيره سليقه کولې، په انګليسې ژبه هم. ورځپاڼه يې هم لوستلی شوه، هغه ورځپاڼه چې هندي دوکاندار به خپلو مشتریانو ته بوره او صابون په کې تاوول.

په کوم ځای کې چې هغه اوسيده هلته د کرايې پر سر ځينې ستونزې پيدا شوې وې، هغه به ماته ويل……يوازې ماته…… په کليو او کوڅو کې چې څوک د خپلو حقونو غوښتونکي دي، غونډې جوړوي، لاريونونه کوي، دا منډې ترړې او مبارزه یې يوازې د ځان له پاره نه، زموږ د ټولو له پاره ده……ټولنې د دوی ملګرې دي…… او دی به یې هم ملتیا کوي.

په دريم کال موږ دده له نيول کېدو خبر شوو. د واده خوب نيمګړی پاتې شو. د محکمې تر پيلېدو يې موږ ته دا پته هم نه لګېده چې په کوم زندان کې دی. په يوه لرې ښار کې يې محکمه پيل شوه. دومره لرې چې زه ډيره نه شوم ورتلای، ما چې تراتمه ښوونځی ولوست په يوه لومړني ښوونځي کې مې کار پيل کړ. کورنۍ مې پيسې نه درلودې. زما دوو وروڼو چې د کار له پاره ښار ته تللي و، پيسې نه رالېږلې.هغوی به کیدای شي له نجونو سره مستۍ او مينه کې بوخت و، خپله ګټه وټه به یې هلته مصرفوله. پلار او دريم ورور مې له يوه سپين پوستي سره کار کاوه، د دواړو تنخا ډيره کمه وه. موږ دوه وزې، څوغواګانې او د ځمکې يوه کوچنې ټوټه درلوده چې مور به مې سبزي په کې کرله. خو له دې شيانو بچت نه کېده.

کله مې چې هغه په محکمه کې ولېده، په اسمان رنګه دريشۍ، کرښه لرونکي کميس او خړه نيکټايۍ کې ډيرښکلی ښکاریده. نورو ملګرو يې هم ښه لباسونه اغوستي و. ټولنې د ټولو له پاره منظم کالي برابر کړي و ترڅو قاضي او دولتي وکيل پر دوی د عادي او معمولي بنديانو ګمان ونه کړي، او داسې ونه انګيري چې دوی د هغو تورپوستو کاريګرو څخه دي چې خپلو بادارانو ته لاس په نام ولاړ وي او له خپلو حقونو ناخبره دي. دا ټولې خبرې هغه وخت ده ماته وکړې چې په زندان کې مې له ده سره د ليدنې وخت واخيست. دده محکمه روانه وه چې لور مې پيدا شوه، په لومړي ځل مې چې لور محکمې ته وروړه نو ملګرو يې د زندانیانو له پنجرې نه لاسونه راوږده کړل او ويې نازوله، څوځلې يې زه هم په غيږه کې کلکه ونيوم، په خپل منځ کې يې پيسې ټولې کړې، رايې کړې چې لور ته مې ډالۍ پرې واخلم. هغه پر خپلې لور د انکو ليلوکو نوم کېښود.

محکمه خلاصه شوه، هغه يې د شپږو کلونو له پاره جزيرې ته ولېږه. موږ ټول د جزيرې له حاله خبر وو. زموږ مشرانو هلته اوږدې، اوږدې سزاګانې ګاللې وې. ما چې د مکتب په کتابونو کې د سمندر تصوير ليدلی و هغه يوازې شين رنګ و او بس، هيڅ فکرمې نه کاوه چې د اوبو په منځ کې دې يوه د ځمکې وچه ټوټه هم وي. د جزيرې په هکله مې په ذهن کې داسې تصوير جوړېده لکه د باران پر اوبو چې د غوا تازه خوشایه لامبو وهي. دباران رڼې اوسپينې اوبه……چې د آسمان تصوير په کې ښکاري……دغوا لامبووهونکي خوشايه…کله، کله به په خپل تصوير وشرمېدم.

په زندان کې یې هره میاشت يوازې د يوه ليک اجازه درلوده، هغه ليک به زما و ځکه چې مور او پلار يې په ليک لوست نه پوهېدل. زه به هغه ځمکو ته ورتلم چيرته چې دوی کار کاوه، ترې پوښتل به مې چې زوی ته یې په ليک کې څه وليکم. مور به یې پر تندي لاس کېښود ، سلګيو به واخيسته…… په هيڅ يوه ليک کې مې د هغې خبرې نه دي ليکلي…… پلار به يې پخوا هره یکشنبه موږ په میدان کې کينولو او نصيحتونه به یې راته کول، ويل به يې، زوی ته مې وليکه چې موږ تل دوعا درته کوو، خدای به دې ستونزې ختمې کړي…… يوځل د هغه ځواب راغی، لیکلي يې وو ( زموږ کروند ګر تل په دې فکر کې وي چې خدای يې ستونزې ورحل کوې، همدا يې ستونزه ده ځکه چې دوی په همدې تمه هيڅ وخت د خپل حال د بدلولو هڅه نه کوي)

دوه کاله تېر شول، اوس موږ دومره پيسې جمع کړې وې چې کيپ ټاون ته لاړ شو او دی وګورو. موږ په اورګاډي کې ورتلو، شپه مو د تم ځای په لوڅ فرش تېره کړه. سهار مو له خلکو د هغه ځای پوښتنه وکړه چې جزيرې ته کيښتۍ ترې تلې، خلکو به ډيره همدردي ښودله ځکه هغوی پوهېدل چې د جزيرې لاره يوازې هغه خلک پوښتي د چا چې خپل خپلوان په زندان کې وي.

د سمندرغاړې ته ورسیدو……اوس هر څه ما له نږدې ليدل…… څومره مې چې سترګو کار کاوه يوازې سمندر او نيلي شنې اوبه ښکاريدې، څپې به پورته، پورته الوتې او له غورځېدو سره به په سپين ځګ بدلې شوې. جزيره نه ښکاريده خو په کښتۍ کې ناستو کسانو هغه لور ته اشارې کولې چيرته چې جزيره پرته وه. هغه تصوير بيخي بدل و چې ما خيالي جوړ کړی و.

هلته نورې بیړۍ او کښتۍ هم ښکاريدې ، د نړۍ بيلابيلو ځایونو ته روانې وې، خو زموږ کيښتۍ يوازې جزيرې ته تله، له موږ سره ناست خلک ټول د يوه منزل مسافر و. ټولو د کيښتۍ راتلو ته شيبې شميرلې. له ځان سره مو ميټایان، بسکټ، د هغه له پاره پتلون او ګرم کالي هم اخيستي و (يوې ښځې راته وويل چې ګوندې موږ ته د کاليو ورکولو اجازه رانکړل شي) ما پخوانۍ بيريټ (له نرم ټوکر څخه جوړه شوې خولې چې پر ځمکو کې يې ډيرې نجونې پر سروي) نه وه پر سرکړې. پر ويښتانو مې ریليکسر کريم وهلی و. ځمکو ته به په سایکل يو سوداګر راتلو له هغه نه مې اخيستی و، ويښتان مې ښکلي ګمنځ کړې و او پر سر مې ګلداره نازک دسمال و چې زما د پړکېدونکو غوږوليو ځلا يې نه پټوله. د هغه مور کمبل ته ورته پړونی تر ملا اچولی و او يوه عامه کليواله ښکاريده خو زه هلته له هيڅ کومې نجلۍ نه کمه نه وم. کله چې کيښتۍ تیاره شوه نو موږ ټول غلي له دروازې سره ودرېدو لکه څاروي چې له شپول نه د وتلو پر وخت له دروازې سره راټول شي. هلته ولاړ يوه سړي څلورو خواو ته کتل، پر ټنډه يې ګونځې وې، مسافر يې ګڼل، ګوندې دا انديښنه به ورسره وه چې مسافر ډير زیات دي او کيښتۍ وان يې له بيلو انکار ونه کړي. موږ يو، يو څارونکي ته ور مخ ته شوو، له موږ نه مخکې کسان ټول کيښتۍ ته وروختل خو کله چې زموږ وار راورسید نو پوليس په لاس اشاره وکړه ياني څنګ ته شی، زه يې په خبره پوه نه شوم.

له موږ سره اجازت نامه نه وه، موږ بيخي له دې څخه خبر نه و چې کيپ ټاون ته له راتګ او کيښتۍ ته د ورختلو نه مخکې باید جزيرې ته د تللو له پاره له پوليسو نه ځانګړې اجازه واخلې، ما څارونکي ته ډيرې زاری وکړې خو ټولې کليمې مې په هوا کې پاتې شوې.

بیرته راستانه شو، کيښتۍ مو وليده چې د سمندر په څپو کې ځنګيده، شیبه په شيبه کوچنۍ کېده او له سترګو مو پناه شوه، لکه خوب چې ګورې، لکه له موږ نه لرې تلونکی شی چې کيښتۍ نه مرغۍ وي.

يوازې يو کارښه وشو، کوم بسکټ او خواږه مو چې دده له پاره اخيستي و، يوه بل مسافر ته مو ورکړل او ورومو لېږل، څو ورځې وروسته يې یو لیک راغلی، لیکلي يې و چې بسکت او خواږه ورسیدلي خو دا لیک ښه ليک نه و، له غوسې نه ډکې جملې يې ليکلې وې، ماته یې لیکلي و چې دومره احمقتوب مې نه وای باید کړی، بایده و چې د اجازت نامې په اړه مې مالومات اخيستي وای. سم يې ليکلي و…… ما ټکټ واخېست…… دا مې مالومه کړه چې کښتۍ له کوم ځان څخه ځي……ولې مې د اجازت نامې پوښتنه ونه کړه؟ هغه ليکلي و چې زه بیسواده نه یم……اتم ټولګی مې لوستی، په کلي کې د مالوماتو دفتر دی، په کليسا کې مې هم پوښتنه کولی شوی خو ما څه کړي وای، پټي مو له کلي څخه ډيرلرې دي، ددې شیانو په اړه مې هيڅ مالومات نه درلودل……هغه لیکلي و…… زموږ ناخبري د ټولو بديو ريښه ده، د همدې له امله خو موږ له خپلو حقونو ناخبره يو، دا حالت بدلول غواړي.

موږ په اورګاډي کې کیناستو او بیرته راستانه شو، بیا مو جزيرې ته د تګ هيڅ هڅه ونه کړه، د دريو کلونو په اوږده موده کې مې هغه هيڅ ونه لېد……يوځل هم نه…… د اورګاډي کرايه ډیره زیاته وه. په دې اوږده موده کې د هغه پلار مړ شو، اوس ما په خپله تنخا د هغه مور هم ساتله. ترټولو لویه ستونزه د پيسو نشتوالی و، ما هغه ته په لیک کې ولیکل چې تر څو به موږ د مفلسۍ ژوند تېرو؟……کله به زموږ جیبونه له پيسو نه ډک شي چې لږ ښه ژوند پرې تېر کړو؟…… په ځواب کې يې له مينې ډک لیک راولېږه، ليکلي يې و: همدا سبب دی چې زه له تاسې څخه لرې په جزيره کې بندي یم، تکلفونه ګالم، زه ددې له پاره دلته يم چې يوه ورځ راشي او زما هیوادوال د خپل ژوند اړتیاوې په اسانې ترلاسه کړي، په ماړه نس ډوډۍ ورورسېږي، له تعصبه ډکه رويه چې ورسره کېږي دا ختمه شي. په لیک کې يې نورې خبرې هم لیکلې وې خو نه لوستل کېدې، يوازې د (طاقت) کلیمه مې په خوارۍ ولوسته نورې ټولې جملې په تور رنګ ورانې شوې وې، په اصل کې د هغه لیک يوازې مانه لوسته……له ماڅخه مخکې د زندان چارواکیو لواسته.

***

او پنځه کاله وروسته هغه راروان و.

ماچې دا خبر واورید، داسې ښکاریده لکه د پنځو کلونو اوږده موده چې په یوه شیبه کې له منځه تللي وي. ډيره خوشاله ځکه وم چې یو کال نور به مې انتظار نه کاوه. ما……زموږ……ماشومې لور ته د هغه تصویر ښکاره کړ……دا ستا پلار دی……هغه راځي……ډير ژر به يې ووينې، هغې په ښوونځي کې ټول همزولي خبر کړي و چې پلار يې راروان دی.

له يوې خوا موږ غوښتل چې هغه ژر تر ژره راشي له بلې خوا د هغه د راتګ چمتوالي وخت غوښت. د پلار له مرګ نه يې وروسته مور د تره کره اوسیده. له کومې ورځې يې چې پلار مړشوی و بیخي يې د اوسیدو کور نه و. داسې کور يې نه درلود چې له واده وروسته ما ورولي. که لږ وخت وای زما پلار به ونې وهلې وای اوپه بيړه به يې يو کور ورته جوړ کړی وای……دهغه له پاره……زما له پاره…… او زموږ د لورکۍ له پاره……

موږ ته دا پته نه وه چې هغه په کومه ورځ راځي. ما یوازې د هغه نوم له راډيو څخه اوریدلی و…… د هغه او د څو نورو ملګرو نومونه چې له زندان څخه ازادیدل. بیا مې د هندوستاني په دوکان کې ورځپاڼه ولېده. دي نيشن……دا د تورپوستو خپله ورځپاڼه ده. په لومړي مخ يې د څوکسانو تصوير و……د نڅا په حال……چې لاسونه خوځوي……يو څوکسه د نورو په اوږو سپاره و، زه نه پوهېدم چې په هغې کې به دی کوم يو و، موږ په تمه و، په کښتۍ کې به يې اوس ترساحله رارسولی وي، زه په دې پوهېدم چې له کيپ ټاونه تر دې ځایه ډير مزل دی. څو ورځې به تېرېږي.

او بیا هغه راغی. د یک شنبې ورځ وه. ښوونځی رخصت و، لور راسره و، له مور سره مې د جوارو په پټي کې کار کاوه. ما دخپلو ويښتانو ډير خیال ساته، په يوه سپين ململ مې تړلي و. پام مې شو چې يو موټر په مخامخ واښو کې راروان دی…… هغه له ملګرو سره يو ځای و، زړه کې مې راتېره شوه چې منډه کړه، مخ او لاس ومينځه خو ما چې ځان برابراوه هغه مې مخې ته ولاړ و او له خپلو ملګرو سره يې چيغې وهلې……هې!اې!…… د خوشالۍ سورې نارې پيل شوې.مور مې په چیغنده غږ نارې وهلې……های! های!……پلار مې په چکچکو دده په لور قدمونه اخیستل…… هغه خپله غېږ موږ ته غوړولې وه…… دهغه ښکلې څيره په ښاري لباس او رنګ شويو بوټانو کې ډيره جلالي ښکاریده. زه يې په غېږه کې ونیوم. ما خپل په خاورو او خټو لړلي لاسونه د هغه له ملا څخه لرې ونیول، ویریدم چې جامې يې چټلې نه شي. په خپلو غاښونو يې زما غومبوری کلک کړ. هغه زما مور هم ځان ته نږدې کړه خو مور مې د ځان خلاصون هڅه وکړه او ماشومه يې ورنږدې کړه. موږ ټول دومره سره جوخت شوو چې نږدې غورځيدلي وای. لور مې د مور خوا کې پټه شوه. هغه خپله لور په غېږ کې واخیسته خو هغې مخ بل لورې ته ترې واړوه. ده ورسره خبرې کولې خو هغه غلې وه. ملامته نه وه ترشپږکلنۍ رسیدلۍ وه خو پلار يې په لومړي ځل لیده……ما ورته وویل ( پاپا دې دی……خبرې وکړه……) هغې ځواب راکړ……(نه، دا هغه نه دی)

پر دې خبره موږ ټولو په زوره وخندل……ماشومې منډه کړه، ده وويل چې لږ وخت ورسره تېر کړم وبه مې پيژني.

هغه چاغ شوی و……هو! ښه سم…… عجیبه وه……پخوا دومره ډنګر و چې پښې يې له حده زیاتې اوږدې ښکاريدې…… ما به يې هډوکي محسوسول……خو اوس…… هغه شپه يې وجود دردوند مالومېده. هيڅ مې په یاد نه دی چې ما دې پخوا د هغه وجود دومره دروند احساس کړی وي. زه په دې حیرانه وم چې څوک په زندان کې څنګه دومره صحت مند شي. ما فکر کاوه چې هغه ته به په زندان کې خواړه نه وررسېږي او بیرته چې راستون شي نو ډير کمزوری به وي. هرچا به چې وروکتل نو له خولې به يې ووتل، ته کسه څه ځوان ترې وتلی. هغه به خپله سینه وډوبوله او په کړس کړس به يې وخندل. د زندان کيسې يې کولې چې په بنده پنجره کې به يې هره ورځ له خپلو ملګرو سره ورزش کاوه او ځای پر ځای به يې هره ورځ تقریبا درې میله منډه وهله.

پخوا به چې موږ سره يو ځای شوو نو ترنیمو شپو به مو سات تيراوه خو اوس ما داسې احساس کړه چې هغه په نورو چورتونو کې ډوب دی. نه پوهېږم چې هغه به د څه شي چورتونه وهل، نه مې غوښتل چې په خپلو خبرو هغه په عذاب کړم. او بله دا چې زه په دې نه پوهېدم چې د څه شي په هکله خبرې وکړم؟……له هغه وپوښتم چې پنځه کاله دې له ما لرې څنګه تېر کړل؟ که د خپل ښوونځي یا خپلې ماشومې کيسې ورته وکړم؟……یا په هغو پيښو وغږېږم چې موږ دده په نه شتون کې ورسره مخ شوو……نه……زه باید انتظار وکړم.

د ورځې له خوا يو وخت ما هغه ته وويل چې دده په بیلتون کې ما پنځه کاله په دې کور او دې فارم کې څنګه تېر کړل……هغه هم راته غوږ، غوږ و. لکه څنګه به چې د نورو له ځمکو خلک راتلل او ده ته به يې د تېرو پنځو کالونو کيسې کولې او ده به په غور اوریدلې…… په موسکا به يې سر خوځولو…… بیا به ودريده او غځونې به يې وکړې……دا نو په دې مانا چې بس هغه ستړی شوی او کیسه دې په همدې ځای پاتې وي……هغه باید لاړ شي. زه پوهيدم چې د هغه په زړه او ذهن کې همغه خیالونه ټونګارې وهي په کومو کې چې هغه دلته له راتګ نه مخکې غرق و…… که څه هم موږ کلیوال په خبرو کې ډير سست يو…… پخوا دی هم همداسې و.

هغه په بله دنده پسې ونه ووت. په کور کې هم ډير نه پاتې کیده. موږ داسې انګیرله چې هغه پنځه کاله په زندان کې تېر کړي او اوس آرام ته اړتیا لري. ډير کله به موټر راته او هغه به په کې تلو، موږ ته به يې وويل چې د بیرته راستنیدو ورځ يې نه ده مالومه خو موږ باید انديښنه ونه کړو. هروخت چې وزګار شه بیرته به راشي. په اولو کې به ما ترې پوښتل چې ترکله؟ تر بلې اوونۍ به بیرته راستون شي؟ ده به هڅه کوله چې ما پوه کړي…… په تحريک کې دا پته نه لګي چې زه به کله بیرته راستنېږم، چیرته به ځم او له ماسره به څه کېږي؟……همدا خبره د پيسو هم ده…… دا د کومې دندې غوندې نه ده چې په خپل وخت تنخا درکړي…… هغه ته اړتیا نه وه چې ماته يې دا خبرې کړې وای ځکه په ځيني خبرو زه له اوله پوهېدم…….ویل به يې چې هغه دا هرڅه د خپلو له پاره کوي، د هغه چا له پاره چې په نړۍ کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي……خپلې ځمکې نه لري…… وګوره…… هغه زموږ کور ته وکتل او ويې ویل…… هغه کور ته چې زما د مور او پلار و، زما و او اوس د هغه او زموږ د لور و…… دې ځای ته وګوره…… هرڅه د سپين پوستي دي، موږ ته يې يوازې دومره اجازه راکړې چې د شنو خټو له پاسه ځان ته جونګړه جوړه کړو. هغه هم ترهغه وخته پورې چې موږ د کار کولو توان ولرو…… پلار او ورور دې د هغه په پټيو کې دهقاني کوي، د هغه څاروي ساتي……مور د هغه کور پاکوي، ته په ښوونځي کې درس ورکوې خو هغه روزنه چې باید يوه ښوونکي ته ورکړل شي تاسې ته نه ده درکړل شوې، ستاسې غم څوک نه خوري. سپين پوستی ځان زموږ او ستاسې د ټولو څښتن بولي. پخوا ما دا فکر کاوه چې د هغه له راخلاصېدو مخکې موږ ونه توانېدو چې کور ورته جوړ کړو……خو اوس زه په دې خبره پوه شوې وم چې موږ هيڅوک هم خپل کورونه نه لرو……اوس زما سر خلاص شوی و چې د هغه اصلي مقصد څه شی دی.

زه احمقه نه یم. کله به چې هغه له خپلو ملګرو سره په موټر کې ناست و، مور به مې چای تیار کړ، ما به هلته وروړ، یا به مې د شنبې په ماښام د مور په لاس تیار شوي بیر وروړل. ټولو به بیر ډير خوښول. دوی به زموږ د رواج او کلتور کیسې کولې. په هغوی کې به يوه تل زما د مور په غاړه کې لاسونه واچول او په مینه به یې ورته وويل، اې زموږ د ټولو مورې، د ټولې افريقې مورې. کله، کله به دوی ټولو زما د مور د خوشالولو له پاره هغه سندره زمزمه کړه چې د جزيرې په زندان کې يې زمزمه کوله او زما له مور نه به يې هغه پخوانۍ سندره اوریدله چې په ماشومتوب کې به موږ ته خپلو اناګانو زمزمه کوله. د زمزمې په وروستې برخه کې به هغوی خپل ډډ آوازونه د هغې له اواز سره يو ځای کړل او سندره به يې تر پايه ورسوله. د پلار به مې دا شورماشور نه خوښېده. هغه ویريده چې سپين پوستي مالک ته مو دا پته ونه لګي چې زما سړی انقلابي دی ، د جزيرې له زندانه راخلاص شوی او اوس د هغه پر ځمکو سیاسي ناستې کوي. که خبر شوی وای نو زما پلار به يې له کورنۍ سره د تل له پاره له خپلو ځمکو شړلی وای. زما ورور به ډاډ ورکاوه چې مه ویرېږه که سپين پوستی خبر شه نو موږ به بهانه وکړو.وبه وايو چې د مذهبي دوعا له پاره راغونډېږو. کله به چې سندره خلاصه شوه نو مور به مې کور ته ننوته.

خو زه به هملته پاتې شوم…… دهغوی خبرې به مې اوریدلې…… د ځمکې کارکونکي او مزدورانو رابيدارول…… زما د پلار او ورور غوندې مزدوران…… دهغه مور او پلار هم يو وخت په پردې ځمکه کې مزدوران و…… زه يې اوس په خبرو پوهېدم…… وړ مزد…… د کار له پاره ټاکل شوي ساعتونه…… د کاربنديز حق……کلنۍ اړينې راخصتۍ…… د پيښې عوض……تقاوعد…… د ناروغۍ پر مهال رخصتي او همداسې نور. هغوی به کله کله د مشر سړي او سپين ګيري سړي کيسې کولې، زه اوس پوه شوم چې هغه خلک څوک و. هغه زموږ ښاغلي رهبران و چې له زندانونو راخلاص شوي و.

زه بیا امیدواره شوم…… زما په نس کې بل ماشوم لويده……. هغه مې له راتلونکي ماشوم نه خبر کړ. ويې ویل(……. دا ماشوم به د يوه نوي هیواد اوسیدونکی وي……د یوه خپلواک هیواد……دا به د هغه هیواد بیارغونه کوي چې موږ يې د خپلواکۍ له پاره جنګېږيږو) زه پوهېدم چې هغه زموږ د واده جوړولو ته لیواله دی خو اوس له هغه سره دومره وخت نشته. هغه د خپلو ماشومانو له پاره وخت نه لري. هغه به ماته داسې راتلو لکه څوک چې د ډوډۍ خوړولو يا کالي بدلولو له پاره راځي. هغه به خپله ماشومه په غېږ واخیسته، دوه دورې به يې ورکړې……بس……بیا به په موټر کې کیناست او روان به شو. بیچاره ماشومه تراوسه له هغه سره نه وه بلده شوې خو زه پوهېدم چې يووخت به هغه په خپل پلار وياړي.

يوه شپږکلنه ماشومه څوک څنګه په دې خبرو پوهوی شي…….خو ما به هغې ته دا خبرې کولې…… زموږ د سیاسي رهبرانو، لویو خلکو او مشرانو په هکله…… د هغې د پوهولو هڅه به مې کوله چې ستا پلار له همدې لويو خلکو سره د جزيرې په زندان کې بندي و……او ستا پلار هم لوی سړی دی.

د شنبې په ورځ ښوونځی رخصت وي. په همدې ورځ زه په پټیو کې له خپلې مور سره کار کوم، هغه سندرې زمزه کوي خو زه زمزمه نه کوم……زه فکر کوم……د یکشنبې په ورځ بیا کار نه وي. سهار ټول د سپين پوستي پر ځمکو په ولاړو ونو کې د دوعا له پاره راغونډېږي، بیا جونګړو ته ځي او بیرڅښي ، هغو جونګړو ته چې د سپین پوستي په اجازه په ډنډ کې جوړې شوي. خو په دې ورځ زما بوختیا بل شان ده. د یکشنبې په ورځ به زه له ماشومتوبه يوازې کیناستم، د لوبو شیان به مې جوړول، له ځان سره به مې خبرې کولې……داسې ځای کې چې هیچا به مې خبرې نه اوریدې.

مازیګر به زه په یوه لوړ ځای کې پر يوې توده ډبره کیناستم، له دې ځايه به ټوله دره د غونډيو په منځ کې د يوې لارې غوندې ښکاريده، داسې لار چې زما له قدمونو پيلېږي……دا د سپين پوستي ځمکې وې……خو نه دا ځمکې د هغه ولې دي؟……دا خو د هیچا نه دي…… لکه يوه غوا چې خپل اصلي څښتن نه پيژني……لکه په دره کې د رمې غوندې…… چې د څريدلو پر مهال د خړو ډبرو غوندې ښکاري…… کله چې يو ځای روانه شي د يوه خړ او چاغ مار غوندې مالومېږي……هغوی ته هم دا پته نه لګي چې دا رمه د چا رمه ده……زموږ جونګړې…… دشاه توت پخوانۍ ونه…… د خړې ځمکې ټوټه چې پرون مې مور اړوله…… پر ویالې ولاړې ونې، د فارم هاوس ځليدونکې خښتې……دا ټول…… پر دې ځمکه هيڅ ارزښت نه لري……کرکه به يې دومره ژر فنا کړي لکه يو سپی چې پر خپله لکۍ ناست مچ له ځانه شړي.

زه له وريځو سره پورته الوځم. زما تر شا، لمر په اسمان کې بیلابیل رنګونه پاشي، وريځې ورو، ورو خپلې څيرې بدلولي…… په دوی کې ځيني سپينې دي چې د پوکاڼيو په شان، پورته، پورته الوځي……لاندې يې د تورو وريځو يوه کوچنۍ ټوټه ده، دومره کوچنۍ چې د اورښت توان نه لري، بس په اوږدو روانه ده او خورېږي……له دې ښکته نورې ټولې وريځې ګلابي دي…… دوی ته چې ګورې داسې ښکاري لکه يو اوږد وجود چې نری سر او لویه لکۍ لري……لکه یو لوی موږک چې په اسمان کې ګرځي او آسمان له ستوني تېروي.

زه هملته ناست یم، هغه مهال چې دی په جزیره کې زنداني و زه به همدلته کیناستم……له ټولو لرې، يوازې به ناسته وم او دده انتظاربه مې کاوه……په اسمان کې جوړ شوي موږک ته ګورم……هغه خپل ځان خوري……خپله څيره……آسمان خوري……!

او زه د هغه په انتظار ناسته یم……

د هغه د راتلو په انتظار……انتظار……په يوه اوږده انتظار!

پای

One thought on “انتظار/ ژباړن: ذبیح الله قرار”
  1. ذبیح الله قرار صاحب ډیره خوندوره او روانه ژباړه دې کړې وه ما ته خو ېې ډیر خوند راکړ هیله ده داسې لیکنې نورې هم وژباړې ځکه هرڅوک داسې روانه ژباړه نه شي کولی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *