بدلون

 چې څوک بد راسره کا ور سره ښه یم

هم پدا د ښو د بدو تور لېمه یم

له هغو مې څه اندوه چې په خوی اور دي

پخپل خوی کښ سوړ او نرم تر اوبه یم

چه و ما ته ځما غیب پېښکښ راوړي

د دې هسې یار له  خدایه په غوښته یم

له نور چا کله ګِله عبدالقادر کړم

 زه خوار کړی خپلو سترګو یم خپل زړه یم

«د عبدالقادر خټک دیوان، ۱۳۱۷، کندهار»

کانت وایي: «جرئت وکړه چې پوه شې» دې جملې ته په نړیوالو روشنفکرو کړیو کې کانتي شعار وایي؛ دا ظاهراً یوه ساده کرښه ایسي خو ډېر کله اصلي کار په سادګې کې وي، که دقت و ځراکت وي نو په دې مقوله کې دومره ژورتیا ده چې تل ته رسېده یې دومره اسان نه دي؛ ښايي ځیني لوستونکي ووايي چې پوهه څه جرئت غواړي، هغه دی په ټوله دنیا او افغانستان کې واړه و زاړه، که وغواړي بېخاره په پوهه پسې مکتب و پو هنتون یا مدرسې ته تلای شي خو د کومې خاصې زړورتیا ضرورت نه ویني.

مګر یاد ولرئ چې کانت د هغې متداولې و متعارفي پوهې خبره نه کوي چې موږ یې په اصطلاح پوهه ګڼو، یا په بله وینا کانت ته هغه پوهه، پوهه نه بولی چې موږ ته یې په حصول سره ځانونه پوهان ښکاري لکه ځیني میراثي باورونه، خرافاتي عقاید، افسانوي مالومات، اساطیرالولین یا د پخوانیو تجربې و نظریې چې نن د یوه ساینسي حقیقت یا علمي تیوریو په توګه په اکاډمیک قلمرو کې د ننوتو اجازه نه لري؛ هغه څه چې نور یې موږ ته وايي او موږ یې لکه ټیپ ریکارډرونه، لکه توتیان یا میناګانې حافظې ته سپارو او بیا بېرته کټمټ هماغه یاد شوي څه، پرته له زیات و کم یا بې له تحلیل و تجزیې څخه، وړاندې کوو نو دا پوهه نه شوه بلکې پوهه هغه ده چې ته یې پخپله مشاهده و تجربه کړې، خپله تحقیق و تحلیل وکړې او خپله منطقي پایله واخلې، دغه پایله اخیستنه پوهه ده چې د بل چا فشار و فرمایش یا مصلحت پکښې اغېز و نلري؛ که دې د خيلې نتیجه ګیرۍ په اعلان کې له دې امله مذبذب و متزلزل شوې چې زما له دې کشف و انکشاف یا نوښت و بدعت سره خو زما چاپېرچل روږد نه دی، دا به څه وايي؟ له اصیل دود و رواج سره به یې څنګه کوې؟ عالي فرهنګ به دې څه وايي؟ مذهب به دې څه حکم کوي؟ د پلار و نیکه د شملې مسئله به څنګه شي؟ د مشرانو د احترام سوال په څنګه جوابیږي؟ له روحاني قشر سره پر شر اوښتل به څنګه کوم؟ لرغوني تاریخ ته به په کو سترګو ګورم؟ یا که دا ټولې اندېښنې سره را ټولې کړو نو داسې له تشویشه ډکه جمله به ځنې جوړه شي چې، خلک به څه وایي؟ دلته دی چې ته بې زړه یې ځکه په خپله پوهه نور نه شې خبرولای، چې خلک خبر نه شول نو ته په اصل کې خپله پوهېدلی نه یې یانې د پوهېدو جرئت دې نه دی کړی دلته نو د خارج لپاره ستا په مغز کې د پرتې پوهې یا نه پوهې نتیجه یوه ده  .

پوهه، ځان پوهول او نورو ته خپله پوهه ور لېږل تر هر څه وړاندې د فکر آزادې غواړي، له ټولو هغو جالو او جنجالو څخه آزادې، چې لوړه یې یادونه وشوه، هیله ده چې اوس مو نو د کانت د شعار ژورتیا و ژورتیا ته یو څه توجه را اوښتې اوسي او په دې ټکي مو سد سره رسېدلی اوسي چې پوهه فکري آزادې غواړي او هغه هم زموږ د ژوند پر محیط باندې د مختلفو حاکمو قیوداتو، محدودیتو او کلتوري اجبارو له ځنځیرو څخه آزادې؛ دا کار نو عادي نه بلکې منحصر بفرد جرئت غواړي.

په آزادۍ کې بیا تر هر څه مخکې له ذهني تحجر او فکري غلامۍ څخه د بغاوت مسئله زښته مهمه ده؛ دې بغاوت ته په ادبي اصطلاح کې انتقادي چلن هم ویلای شو یانې پر هر هغه څه د انتقاد شهامت چې پر موږ مسلط دي یا موږ پر مسلط یو، مانا هر هغه څه نقدول چې موږ یې تر اوسه د ړانده تعبد په روحیه په اعتقاد محکوم وو او خپل ځان نقدول یا پر ځان د نورو نقد منل چې تر اوسه مو د خپل توان په ساحه کې د نورو له علميعقلاني کمزوریو څخه په سوء استفاده سره بېچاره وګړي په  خپل باداري ګرفت کې پسو غوندې راسره ساتل، دې ته په لنډه ژبه انتقاد کول او انتقاد منل ویلای شو او دا به وي د لوی شهامت لویه ننداره!

ودان افغانستان ګوند د خپل وجودي ضرورت دلیل، په افغانستان کې په اصطلاح حزبو یا که دقیق ووایو، ډلو او تنظیمو سره په هراړخیز توپیر کې ښیي، دا توپیرونه په مختلفو مواقعو و مواردو کې د اړتیا پر اساس یو په یو ملت ته وړاندې شوی او کيږي؛ په دې سرلیکنه کې موږ د نقد پر اړتیا ږغیږو او نقد هم نه یوازې پر نورو، بلکې تر هر چا اول پر خپل ځان نقد؛ باور لرو چې خپل ځان ته ګوته نیول تر ټولو لوی شهامت دی او دا له نورو سیاسي بهیرو سره زموږ لوی فرق دی.

اوس نو که موږ په افغانستان کې اکثر سیاسي جریانونه جنایتکار یا هم ناکام بولو او د دوی په مقابل کې و.ا.ګ نه یوازې د افغانستان بلکې سیمې او نړۍ لپاره ځانګړی ګڼو، په منطق سره یې ور سره متفاوت ښیو نو باید خپلې ادعاوې و شعارونه په عمل کې هم ثابت کړو؛ هماغسې لکه له نېکه مرغه چې تر اوسه زموږ ډېرو واګوالو عقلانیت و معقولیت ته په کلک اعتقاد سره دا لوی شهامت لرلی چې خپل علميانساني شعارونه د عمل پر سټیج نمایش ته وړاندې کړي خو بیا هم باید پر ځان کلکه نیوکه وکړو چې همېشه او ټولو ملګرو مو دا کار په لا زړورتوب سره نه دی کړی، کلهکله له خپل فکري خط السیر څخه منحرف شوي یو او د دې لیکنې یو دلیل دا هم دی چې د خپلو ټولو ژمنو همفکرانو پاملرنه دې ډول انحراف ته راواړوو، په ګډه ور باندې اعتراف وکړو، د نه تکرار تعهد یې وکړو او خپل شهامت خپله د ثبوت تر ساحې ورسوو.

مثلاً: که په هلمند کې یو له دوو پوهنځیو (ادبیات، حقوق او سیاسي علوم) څخه فارغ لیکوال، محقق، ځوان مؤرخ او زلمی کادر ښاغلی شریف الله دوست سرواني پر یوه ودانوال (محمدیار یار) له دې امله کره کتنه کوي چې د نوموړي په اند دی په خپل شعر کې پر افغاني ټولنه د حاکمو ارزښتو، نه یوازې خیال نه ساتي بلکې د هغو پر ځپلو یې را اچولي دي، دا اوس د ګران دوست حق دی چې د خپل نظر اظهار وکړي او د هغه بحث په استناد سره، چې تر اوسه مو وکړ، نو هغه اولین کسان چې باید د نوموړي د رایي درنښت وساتي هغوی باید ودانوال وي او په سر کې یې هم باید محمدیار د پراخې و سړې سینې مظاهره وکړي، که داسې مو وکړه نو ګواکې د لوی شهامت خاوندان شوو ځکه ثابته مو کړه چې د خپلې روښانوونکې دعوې مطابق پر خپل ځان د نیوکې د زغم توان لرو، طبعاً چې په مقابل کې موږ هم دا حق لرو، که یې ضرور و ګڼو، منطق راسره وي نو مدلل بحث ورسره وکړو، دا بیا ځان ته جرئت غواړي او دا د شهامت یو بل شکل دی خو دا باید و منو چې له ډېره بده مرغه د خپل ګران دوست په وړاندې د دې شهامت له نعمته محروم شوي یو ځکه زموږ ځينو ملګرو د کره کتنې له اصولو څخه لیري داسې جواب ورکړی وو چې یو روشنفکرانه سیاسي بهیر خو څه کوې، یو فرد هم لیري پرېږده، آن د ادبیاتو او سیاست یو ډېر مبتدي شاګرد به هم داسې عکس العمل و نه ښیي؛ زموږ ګوندي فکر و سیاسي اخلاق دې ډول جواب ته د هیڅ ډول توجیه پګړۍ نه شي ور تړلای، پرته له دې چې مخامخ اعتراف وکړو چې د خپل فکر سرې کرښې مو کراس کړي دي، دا اول وار هم نه دی بلکې مخکې مو هم ورته اشتباهات کړي دي او په ورته ډول مو د بدلون په مخکنیو سرلیکنو کې اعترافات ور باندې کړي دي خو له اعترافاتو  سرهسره د اشتباهاتو بیابیا تکرار بالآخره په ګناه بدلیږي، که کیسه داسې دوام ومومي، ممکن، خدای مه کړه، افغان ولس مو د نورو ناکامو او ګناکارو سیاستوالو غوندې و نه بخښي او دا به نو ډېر لوی تاریخي شرم وي، دا شرم که په یوه فرد پورې تړلی وي ښايي ډېر زړ ور ته و نه خوړل شي خو که یوې فکري مجموعې ته ور اوړي او ټول ملت و مملکت ورسره نه جبرانېدونکي زیانونه زغمي بیا نو باید د فاجعې تر بریده ور ته اندېښمن شو.

دا هم یو حقیقت دی چې جنګ د یوې ناانساني پدیدې په توګه د هرې را لاندې کړې بشري ټولنې د ملي تربیې او ملي اخلاقو ماڼۍ له بېخه رانړوي چې افغان ملت یې یو تر ټولو عیني او ټولمنلی مثال دی؛ پوهان وایي چې فزیکي رغونه و بیارغونه هومره ستونزمنه نه ده لکه مانیزه هغه؛ افغانستان چې دا څلور لسیزې په دوامدارو بشر ضد جګړو کې پساو دی نو ټول شاهدان یو چې فزیکي وداني مو هومره سخته نه ده لکه ذهني و فکري؛ پر همدې بنسټ و.ا.ګ په خپله ستراتیژي کي له خپلو خلکو سره پر تیوریک کار ډېر ټینګار کوي؛ دا کار به ډېر سخت وي خو ناممکن نه دی، دا سخت جرئت، سخت شهامت او سخت مقاومت غواړي؛ د دې کار سختي له دې هم ښه اټکلولای شو چې زموږ ګوند له دومره تشخیص، درک او تعهد سرهسره لا  د حیرانوونکو ښویېدنو ښکار ګرځي نو د هغو به څه حال وي چې نه یې په دې مسایلو سر خلاصيږي او نه هم ور ته مهم دي؟

که په رشتیا غواړو چې له ملي بحرانه راووځو او د ملي حیثیت اعاده مو وشي نو باید دا شهامت ولرو چې په رشتیا و اخلاص سره د قادرخان خټک دا شعر د خپل سیاسي کار و پیکار لپاره د یوه بشري شعار په توګه سرمشق وټاکو:

چې و ما ته زما عیب پېشکش راوړي

د دې هسې یار له خدایه په غوښته یم

د بدلون اوونیزې سرليکنه/ اداره

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۳۲ مه / پرلپسي ۸۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ سرطان۱۳۹۵ /۲/

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *